سترګی دا ستا سترګی زما دی

سترګی دا ستا سترګی زما دی 200222443504745 سترګی دا ستا سترګی زما دی .
ما تـــاتــه کــله د یـــارۍ ویـــلی دیـــنه.

17/03/2018

چاله مې زړه، چاله مې لاس ورکړي.
چا راته زړه، چا راته لاس غوڅ کړې...!

11/01/2017
10/01/2017

غزل

اخ ملنګ غوندې زلمې دی
نا لونګ غوندې زلمی دی

مست خمار نشه، نشه دی
مړه! بنګ غوندې زلمی دی

ليونی دی راته ګران دی
غنمرنګ غوندې زلمی دی

موده وشوه نښکارېږي
بس يو دنګ غوندې زلمې دی

زه چې ووېنم ړنګېږم
ياره جنګ غوندې زلمی دی

ته خو و نه لېد ملنګه؟
تا ملنګ غوندې زلمی دی

10/01/2017

تا ته!

د ملالو سترګو تور راسر نشته
صرف ژوندی يمه خو شور راسره نشته

په ملګرو کې خاموش يو خوا ته ناست يم
يو ملګری لکه ورور راسره نشته

دا نېمګړی غزل ستا په نوم جانانه
ته يې قبول کړه توري نور راسره نشته

ها نو وخت وه چې خبرې وې سندرې
اوس کچکول شته ټنګ ټکور راسره نشته

ستا په مخکې د ملنګ ړنګ جونګړه
د مرمرو نه جوړ کور راسر نشته

10/01/2017

غزل


دا چې ته راپسې ژاړې
څومره ښه راپسې ژاړې

بيا به زه بيلتون خوړلی
بيا به نه راپسې ژاړي

اننګي به دې بدرنګ شي
چې مړه مړه راپسې ژاړې

ته قسم وکړه جانانه
چې د زړه راپسې ژاړې

په سلګۍ کې غاړه راکړه
بيا به څه پسې ژاړې

زه به خامخا راځمه
ته به نه راپسې ژاړې

خوب مې داسې يو ملنګ
ما کاته راپسې ژاړې

10/01/2017

اخ

دا ملنګ، ملنګ هلک
ياره غنمرنګ هلک

ما باندې ولا ګران دی
دا د ونې دنګ هلک

دا هلک مين هلک
دا ندی د جنګ هلک

زه يې په سينه ساتم
يار لکه لونګ هلک

شم يې په لېدو خمار
هغه لکه بنګ هلک

تا انتخاب کړی دی
نه به وي بدرنګ هلک

خېر دی زړه کې ځای ورکړه
تا پسې ملنګ هلک

Address

Bahrain Musafar Jalal Habib
Asadabad

Website

Alerts

Be the first to know and let us send you an email when سترګی دا ستا سترګی زما دی posts news and promotions. Your email address will not be used for any other purpose, and you can unsubscribe at any time.

Contact The Business

Send a message to سترګی دا ستا سترګی زما دی:

Shortcuts

Share