23/08/2026
*ناول*
که مو ولوست کمینټ کې ولیکئ چې ولوستل شو
*بی وروره دری خویندي*
*دریمه برخه3*
*وړاندی کوونکی خوستی جلکۍ❤️*
درځم. لیلا حلوا ته پام ونیسه چی ونه سوځی زه ژر راځم بی بی می وويل: نجونو تاسو هم راشی
چی سهیلا ځواب ورکړ: نه بی بی جانی مننه , زما نس درد کوی ځم بيده کیږم حمیرا هم ناروغه شوې د ښوونځی د مخه مو یو څه واخیستل او ومو خوړل اوس مو نسونه درد کوی
بی بی : یووووووو ته صبر قباد ته وایم چی دوا راوړی . زهرا راځه چی لاړشو
دوی چی لاړل سهیلا ته می وویل: سهیلا ته پیاز ټوټی ټوټی کړه د کچالو غورمې د پاره . زه ځم حلوا ګورم چی ونه سوځی.
هوا تياره شوی وه چی حمیرا ویښه شوه
حمیرا: لیلا مور می چیری ده؟
ومی ویل: بس ټوکې مه کوي ډوډی مو وخورئ . بد می راځی چی دسترخوان هوار یی او تاسو کیسی کوي . هله ژر ژر.
ساعت د لس بجو نه اوښتی وو . حمیرا او سهیلا بیده شوې وه چی مور می راغله. په لاره نشو تللي , کرار او آرام قدمونه يي اخیستل لکه په هره پښه یی چی زر کیلویی بار تړلی وی او دوه لاسونه یی داسی دوه بغلو ته ایله وه لکه چی ساه پکی نه وی. یو شیبه می داسی احساس وکړ چی اوس به ولویږي په ځغاستو می ځان ورته ورسول او په غیږ کی می ونیول
لیلا: څه شوي؟ زما په مور جانې څه شوی؟ خپل مور جارشم ولی داسی یې؟ څه شوی زما د زړه شری؟ ووایه بیخی می زړه نارامه شو موری , مور جانې , څه شوي
یو ځل خو ووایه
مور می په هم هغه لړ توان چی په بدن کی پاته وو په کراره یی وویل: ستا پلار ته
یی ښځه راوړی
او ولویدله. ما نیولی وه خو د لاسه می خطا شوه. په غیږ کی می ونیول او چغی می کړی :سهیلااا!!!! . سهیلااا!!! ژر راشه
سهیلا په خوبجنو سترګو راغله : څه شوي؟ څه خبره ده؟
ومی ویل: ژر یو ګيلاس اوبه راوړه ,ژر
سهیلا په ځغاستو پخلنځي ته لاړه او اوبه یی راویستل اوبه می خپل مور ته ورکړه . وي څښل. څو شیبې بی حاله وه او
بيا ولاړه شوه چی کور دننه لاړه شي ومی غوښتل چی ورسره مرسته وکړم خو ويي نه منل او ولاړه.
سهیلا: څه شوی لیلا؟ ته پوه شوی چی څه خبره شوي؟
ومی ویل: نه پوهیږم یوازې وویل ستا پلار ته یی ښځه راوړی نور نه پوهیږم چی څه هوې
سهیلا څو شیبې فکر وکړ او بیا یی وویل: حتما هغه میلمنه ده یعنی اوس د زلمی کاکا په کور کی ده؟ ته صبر پلار می راشي فکر نکوم چی ويي منی پلار می داسی سړي نه دي
لیلا: راځه دعا وکړو . دعا وکړو چی هر څه کیږي زموږ په خير دی وی
سهیلا: پلار می سهار راځی . انشاالله چی کم خبره نه ده
سهیلا دننه ولاړه او زه هيڅ نه پوهيدلم چی څه شوي. ولی یی ښځه راوړی؟ منګه زما مور څه کمی لری ؟ څه شي يي لامل وګرځیدي او چا دا پریکړه کړی؟
سر می په چاوديدو وو. آسمان ته می وکتل: خدایه زه نه پوهیږم چی څه شوی هر څه چي دي زموږ په خير دی وی . خپل د مور خفګان نشم لیدلی , خدایه خپله زموړږ ساتونکی شه آمین.
سهار وختې د اذان په وخت د ارامه ژړا غږ می تر غوږه شو. سر می پورته کړ او یو څه چی د خوب څپه راڅخه لری شوه پوهه شوم چی مور می ده.
په ډیر خواشینوونکی او غمجن غږ یی د خدای سره د زړه حال کول. د خبرو مینځ کی می واوریدل چی ويل يي: خدایه ولی دی زه د یو زوی وړ ونه بوللم؟ ولی زه
باید دومره بدبخته او ناتوانه وشم؟ تر څو چی د پلار په کور کی وم تل د یو ګوله ډوبی او نوې جوړه کالی ارمان کی وم او اوس می دا حال په نوړو (لورګانو) دي . بدبختی او بدمرغي دی یوازی ماته راکړی؟؟؟
نه پوهیدلم چی په راتلونکی کی به څه وشی خو هر څه چی دی , ښه نه دي
سهار د چای څښلو وروسته سهیلا او حمیرا می پس خانې ته يوړل او دوي ته می وویل: ګورئ په دا راتلونکی څو ورځو کی یوه پیښه کیږی او زموږ دنده دا ده چی په هر حالت کی خپل د مور سره پاته شو
حمیرا: په پلار می کم څه شوی؟ روغ دی؟
لیلا: هو تيار دي . ښایی تر شپی به ورسیږی ښایی هم ژر تره نه پوهیږم خو نور ماشومان نه یاست پیغلې نجوني یاست وايي زموږ پلار ته ښځه کوی او مو...
د حمیرا سترګې د اوښکو ډکی شوی.
ورته می وویل: حمیرا جانې هیڅ خبره نه ده یوه انسانه ده نو . خو موږ باید داسی وکړو لکه چی بیخی زموږ نه بغیر څوک په دی کور کی نشته
احساس می کول چی حمیرا دا خبره نشي درکولی ځکه وي ویل: لیلا ته پوهیږی چی مېره( د پلار بله ښځه) څه ته وایی؟ فرشته زموږ په ټولګی کی ده هغه مېره لری آ بله ورځ (هغه بله ورځ) می ولیدل چی د لاس بند یی تک شين وو ويل يي چی خپل د مېرې خبره یی نه وه اوريدلي نو ځکه یی وهلې وه , هغه هره ورځ وهل خوری هره ورځ ژاړی موږ هم د دي وروسته وهل خورو او ژاړو نو د دي خبری کم ځای عادی او آسانه ده ؟
د خبرو په حال کی وو چی دروازه وټکیدل.
لیلا: هله سهیلا ژر لاړه شه تر څو مور ویښه نشي
دروازه خلاصه شوه او ومی لیدل چی انا می راغله او د سهيلا څخه یی وپوښتل: مور دی چیری ده لوری؟
سهیلا: امممم هغه بيده ده بی بی جانې
بی له دی چی کم څه ووایی کور ته ننوتله او زما مور یی ویښه کړه. خپل د مور
څخه ولاړم چی د یوازيتوب احساس ونکړی چی انا می وویل: زهرا....ته زما خپل د لور په شان یی صحيح ده چی ما نه یی زیږولې خو ماشومه وی چی زموږ کور ته راغلی , د خدای نه خوښیږی چی د خان شاه کور دی بی زویه وی دا چی زوی نشی راوړلی خو زما ګناه نه ده, نوړی (لورګانې) دی د خلکو د کور دی آخر یوه ورځ میړه کوی او ځی خپل د بخت پسی , ته او خان شاه سپین ږیر توب او سپین سرتوب لري تاسو څوک ټولوي؟
کله چی ما انا خبری کول زما مور سترګی غالی ته نیولې وه او هيڅ یی نه ویل. مهمه نه ده چی څه پیښه کیږی او څه مو مخکی دی زه او سهیلا باید خپل د مور تر څنګ پاتې شو او یوازی یی پرینږدو حمیرا کوچنی وه د هغه نه می کمه تمه نه درلود.
مور می یو ژوره ساه واخیستله او وي ویل: تاسو ټول کار خلاص کړی . نجلی مو راوړی زما د ليوره په کور کی کښینولی اوس زما څخه څه پوښتنه کوي؟ زوی دی هم خبر دي زه بدبخته د هیڅه نه وم خبره , د فاطمې مور ورته کالې او طلا اخیستی دیوال په دیوال یو لا زه خبره شوی هم نه يم اوس بیا ماته ولی وایست ؟ ها؟ کمه ښځه بنه غواړی؟ زما څخه تمه مه لری چی رضایت وښیم او په واده کی یی ګډون وکړم , زما څخه دا تمه مه لري.
سترګی می د اوښکو ډکی شوې وی چی بی بی می وویل: ما وویل یو ځل ستا څخه پوښتنه وکړم ځکه ته یی اوله ښځه یی , بی له هغه هم خان شاه منلی ده بس خبره همدلته خلاصه شوه
د یو شیبې تامل وروسته ولاړه شوه او یی وویل: ته چی واده ته نه راځي نجونې راولیږه بی د هغه هم دغه دوه کوره یو دومره ډیر هم نه یو مازدیګر ته یو پیاله چای او کلچې ورکوی خلاص.
او لاړه. همدا چی خپل پښه یی زموږ د کور نه بهر پریښودل مور می په لوړ غږ په ژړا شوه. نه پوهيدم څنګه یی ارامه کړم.
لیلا: موری . اوس خو شوي خير دي دومره ځان مه په عذابوه , داسی مه کوه موری د هغې سرو سترګو ته په کتو شوم چی ويي ویل: پلار دی دوې میاشتی په مزار کی وو کور پر کور ګرځیدلي نجلی یی خوښه کړی او زه هم خبره نه. باید تر ټولو وروسته خبره شم . زه یی د بدو ورځو ښځه وم هر رقم ورځ می ورسره تیره کړه او اوس دي تللي ځوانه ښځه یی کړي , لوری ته ووایه څنګه ځان ارامه کړم؟ موږ دلته د خوړلو ډوډی نه درلود او دي په مزار کی چکرونه وهل او ښځه یی خوښول دا خير دی تلری , د زغملو نه دې. دا د خدای لاره نه ده ظلم دی لوری . ظلم.
ډیر درد یی درلود زما د مور حال کتل او دا چی زما پلار خپله دا کار کړي زغمل یی ډیر سخت وو. صبا واده وو ټول د مخه خبر وه او موږ باید په اخره شپه خبر شوي وي. دا چی څنګه شپه مو سهار کړه یوازې خداي خبر دي. حمیرا چی ټولو شیانو ته بی تفاوته وه هم. هغه شپه بيده نشوه. په رښتیا دا څه روان وه؟
خپل انا می په یاد شوه , خداي دی دا وبخښی جنتونه دی ځای وی. تل یی ویل: لوری هر څه چی کیږی د الله رضا ده هرو مرو پکی کم خير او ښیګڼه شته. هیڅکله د الله نه مه نا امیده کیږی د الله نه خپل خير وغواړي.
سهار د هوا د روښانیدو سره دروازه وټکیدل. بی حوصله ولاړم او دروازه می خلاصه کړه قباد ولاړ وو. د یو د کالو غوټی سره. نوی کالی یی اغوستی وه او ویښتان یی هم جوړ کړی وه. څوک نه وو چی ورته ووایی: ( احمقه منګه ستا واده دی چي ځان دي جوړ کړی؟)
د کالو غوټه یی نږدی کړه او وی ویل: دا واخله , کالی دی ستاسو ټولو د پاره بی بی رالیږلی. تازه ناوي راځی نو باید تاسو هم نوی کالی واغوندي. پلار دی هم راغلي خپل بار خالی کړی ښایی دوه یا درې ساعته وروسته راشی
کالی می واخیستل او کورته لاړم بی له دی چی وګورم څه رقم دی غوټه می د سهیلا مخی ته وغورځول.
ومې ویل: واخله د واده د پاره یی کالی راوړی ته او حمیرا یی واغوندئ او لاړشئ زه نه راځم همدلته خپل د مور سره پاته کیږم یوازې یی نه پریږدم
لاړم خپل د مور څنګ ته چی بیده وه. بی له دی چی پوهه شی څنګ ته یی څملاستم خپل د پلار پر ځای. سترګې می چت ته نیولی وه چی مور می وویل: لاړشه ته هم کالی واغونده او د حمیرا او سهيلا سره لاړه شه. دوی یوازې مه ایږده په غیږ کی می ونیوله. د تل په شان تازه او په زړه پوري بوی یی درلود. په بازو می ښکل کړه او ومی ویل:که د چا فاتحه وی که واده . زه خپل مور یوازی نه ایږدم ته تل پر ما باور کولی شی
مور می په څنګ شوه او زه یی ښه ټینګه خپل په غیږ کي ونیولم , لکه د یو ناتوانه ماشوم په شان چی خپل کور یی ورک کړی وي. په لرزانده غږ چی غوښتل تکان یی کنترول کړی وي ویل: خدایه زر واره شکر چی داسی نوړی لکه تاسو لرم نه پوهیږم چی څه ده خير کار می کړی چی خدای زه یی ستاسو وړ وبوللم.ډیر ښه احساس لری چی څوک ستا د درلودلو لپاره د خدایه منندوی وي. ډیر تره می خپل په غیږ کی ټینګه کړه او ومی ویل: زره دی جیمی , موږ تل درسره یو اوس هم ولاړه شه چی چای وڅښو. وخت موږ ته ماتله نه پاته کیږي . نن دا ورځ لمانځو د سهار چای سره چهار مغز خورو . ماتول یی موږ کوو او په پیسو یی خلک ودونه نیسی. دومره حق خو لرو
خپل د مور د خندا په لیدو می زړه خوشاله شو. ځان سره می ولاړه کړه او د کوټی
نه می بهر يوړل.سهیلا او حمیرا د تګ د پاره تیارې شوی وه. رنګ به رنګ او کمرچینه کالی یی چی اغوستی وه , د دوی ښایستوب یی لا څرګنده کړي وو. دوی ته د کتلو
په حال کی وم چی مور می وویل: زه دی ړنده شم څومره ښایستې معلومیږې خدای خبر چی بیا به داسی کالی واغوندی که نه سهیلا منډه کړه او زما مور یی غیږه کی
ټینګه ونیول او وي ویل: یوه نجلی ده زموږ په کور کی دومره ځای نه نیسی خو مو څلور نفره یو پلار می هم تل د سفر په حال کی دی , هغه باید ځان زموږ سره جوړه کړی موږ ځان د هغې سره نه جوړوو.
#نوربیا
*
ڪه ڪتلې دېوې لایڪ یې ڪړه قرباان