Zaid Book Storeزید کتاب پلورنځې

Zaid Book Storeزید کتاب پلورنځې دلته هر ډول دینی کتابونه ،طبې، انګلیسی، اقتصادی او ادب?

22/09/2016

(تېر په هېر)
تير رايادول او د هغى باره کښ په خپل زړه کښ کرل ريبل لويه نا پوهي او ليونتوب دى،ځکه داسى سوچ ښى ارادى وژنى،دى وجى نه هوښيار تير ى خبرى زخيره کوي او په زنځيرونو ئى کلکى تړي او بيائى نه يادوي،ځکه چه تير شي؛ نوهير شي.
پوهان وائي،د تيرو خبرو په يادولو پريشانه کيدل څه ګټه نلري،ځکه مړي را ژوندي کول،لمر بيرته مشرق ته اوماشوم دمور ګيډى ته ستنول،شيده بيرته تيونو(سينو) ته اوښکى بيرسترګو ته ستنول ستاسو د وس خبره نده او هوښيارتيا دا ده،چه اوسنى وخت را کلک کړئ،او په تيرو پسى اونه ژاړئ، ځکه په تيرو غمونو ژړل داسى دي،لکه چه په روان سړى شاته ګوري او تاسو پوهيږئ، چه کاروان هميشه مخ په وړاندى درومي؛ نو تاسو هم دژوند دلارى مخالفت مه کوئ!.
( لاتحزن)

19/09/2016

( الله تعالى سره دمينى طريقى)
دالله دوليانو نه نقل دي،چه په زړه کښ دالله د محبت پيدا کولو طريقى په لاندى ډول دي.
1:دالله (ج)مهربانۍ رايادول او په هغى شکر کول.
2:نيکانو سره ناسته ولاړه،دهغوئ دحلاتو،واقعاتو او کتابونو مطالعه.
3:دژوندپه ټولوچارو کى د سنتو لحاظ ساتل
مونږ ته الله سبحانه وتعالى فرمائي، تاسو ماسره رابطه ټينګه کړئ او زماشئ،بيا مونږ پخپل کار ښه پوهيږو،تاسو ما راضي کړئ،نو زه به تاسو نه راضي شم، ددى مثال داسى دى،لکه بادشاه يوه لويه ميلمستيا اوکړه، په هغى کښ د هيواد ټولو اميرانو او رئيسانو شرکت کړى و،ټولو هماغه خوراکونه اوخوړل،چه چه دهغو دپاره تياره شوى وو، ميلمنو او کوربنو ټولو همدغه يوقسم خوراکونه اوخوړل په خوړو کښ څه فرق نه و،خومرتبى ئى مختلفى وى.


(لاتخزن)

07/09/2016
27/08/2016

*مه خپه کيږه!
که ته غريب يي!خلک پوروړي دي!
که ته ګاډى نه لري،خلک پښې نه لري!
که ته له مصيبتونو سر ټکوې،خلک له کلونو راهيسى په کټ پراته دى!
که تا يو زوى له لاسه ورکړى،خلکو ډير زامن له لاسه ورکړى!
*مه خپه کيږه!
ځکه ته مسلمان يي،پرالله او دهغه پر رسولانو،کتابونو،ملائکو،
تقدير او د اخرت په ورځ ايمان لرې،داسې خلک شته چي دغه
هر څه دزواغ ګڼي!نو دنيا او اخرت دواړه يي خراب دي،ستا لپاره!خوالله ښکلي او پراخه جنتونه جوړ کړي دى.
*مه خپه کيږه
که ګناه در څخه شوې وي،نو توبه وباسه!
که د بدۍ مرتکب شوى يي،نو استغفار ووايه!
که غلطي دې کړې وي،نو اصلاح يي کړه!ځکه چى دالله رحمت پراخه او د توبى دروازه يي پرانستې ده.
*مه خپه کيږه
ځکه خپګان اعصاب کمزوري کوي او له سترګو خوبونه وړي!(لاتخزن)

19/01/2016

په بیت المال کی د حضرت ابوبکر(رض) حقوق

حضرت ابوبکر(رض) ډير پرهیزګاره انسان و او تر خلافت وړاندی یی د محمد(ص) په ژوند کی سوداګری کوله .
یوه ورځ یی څو ټوټی په غاړه اچولی وی او ښار ته دهغو د پلورلو لپاره روان و، په لار کی د قاضی القضات حضرت عمر (رض) او دبیت المال د مسؤل ابو عبیده بن جراح سره مخامخ شو،هغوی ورنه وپوښتل ((چیرته ځی؟))
حضرت ابوبکر(رض)وویل((د دغو ټوټو دپلورلو لپاره ښار ته روان یم.))
حضرت عمر(رض)وویل((ته په داسی حال کی چی دمسلمانانو خلیفه یی ښار ته ځی؟!))
ابوبکر(رض)وویل ((دخپلی کورنۍ خرڅ له کومه کړم؟))
هغوی دواړو ورته وویل ((له موژ سره بیرته راوګرځه، ترڅو ستا حق له بیت المال څخه وټاکو.))
حضرت ابوبکر(رض)له هغوی سره راوګر ځید او په دی توګه یی دهغه او د هغه د کورنۍ لپاره له بیت المال څخه د یو کلن خرڅ حقوق وټاکل.

الله(ج) داسی یو ولسمشر راکړی.امین

کتاب ستاسو دتنهایی ملگری دی
12/10/2015

کتاب ستاسو دتنهایی ملگری دی

Address

اسحاقزی مارکیټ لاندینی پوړ جلالاباد شار
Jalalabad

Website

Alerts

Be the first to know and let us send you an email when Zaid Book Storeزید کتاب پلورنځې posts news and promotions. Your email address will not be used for any other purpose, and you can unsubscribe at any time.

Shortcuts

Share

Category