01/09/2026
د افغانستان د یو شمېر نور و قومونو په څېر احمدزیو هم د هېواد په تاریخی بهیرونو کې رغنده او ټاکونکی رول لوبولی او د تاریخ په پاڼو کې یې مهم ځای خپل کړی دی.
د روایتونو پر بنسټ، د احمدزیو نیکه احمد ابا په غلجیو کې د پراخ نفوذ څښتن و، چې له همدې امله د هېواد په لوېدیځ کې د درانیو د واکمنې کورنۍ د پام وړ ګرځېدلی و او له هغه سره یې د خپلوۍ اړيکې ټینګې کړې وې. ویل کېږي چې د احمد ابا یوه مېرمن هم درانۍ وه؛ ښایي چې همدغو اړیکو به د احمدزیو او درانیو تر منځ د اوږدو سیاسي اړیکو پاللو ته لاره هواره کړ ې وي.
له احمد ابا وروسته د هغه زوی جبارخان چې د کابل او جلال اباد تر منځ د مېشتو غلجیو مشر و، د واکمنانو د پام وړ شخص و. په اولسمه زېږدیزه پېړۍ کې هغه مهال چې په زابل او شاوخوا سیمو توخیانو واکمني درلوده، جبارخان د غلجیو د یو لوی لښکر مشري پر غاړه درلوده. د توخیانو د مشهور واکمن سلطان ملخي توخي د واکمنۍ پر مهال د غلجیانو او ایراني صفویانو تر منځ سختې جګړې وشوې. د دغو جګړو په ترڅ کې چې د ۱۶۸۲ کال په شاوخوا کې پېښې شوې، جبار خان ، ووژل شو او د کابل په خاکجبار کې خاورو ته وسپارل شو ( حبیبي،۱۳۷۷ : ۲۳۲ ).
د یو شمېر احمدزیو د روایتونو له مخې د جبار خان له مړینې وروسته د قلات د غلجیانو له لوري د هغه څوارلس کلن زوی نورداد خان غلجی د غلجیو د مشر په توګه وټاکل شو. له نورداد خان وروسته د هغه زوی امان الله خان او له هغه وروسته یې زوی نورمحمد خان غلجي د غلجیومشري پرغاړه درلوده.
د هوتکو تر واکمنۍ وروسته احمدزیو د غلجیو مشري ترلاسه کړه او د هېواد په سیاسي بدلونونو کې یې رغنده رول ولوباوه. په دې اړه انګرېز لیکوال، جي.اې. رابنسن په خپل کتاب ( NOTES ON NOMAD TRIBES OF EASTERN AFGHANISTAN ) کې داسې لیکي:
" After the ruin of the Hotak by Nadir Shah of Persia in 1738, leadership among the Ghilzais seem to have devolved on the Ahmadzai" (Robinson,1934:57).
د احمدشاه بابا له لوري په هند باندې د بریدونو پر مهال د غلجیو د لښکر مشري لنګرخان جبار خېل پر غاړه درلوده. ویل کېږي چې نوموړی په هند کې په یوه جګړه کې په شهادت ورسېد او هملته خاورو ته وسپارل شو. له لنګرخان وروسته د هغه زوی محبت خان د غلجیو د قبیلوي لښکر مشر و. محبت خان په فیصل اباد کې په جګړو کې شهید شو او په پېښو ر کې خاورو ته وسپارل شو. د ده د زیارت تر څنګ د پېښور تاریخي جومات شتون لري چې د محبت خان جومات بلل کېږي.
د افغان- انګلیس په لومړۍ جګړه کې د هېواد د نورو اتلانو تر څنګ، د احمدزیو اتلانو هم په تاریخ کې مهم ځای خپل کړی دی. په دغو تاریخ جوړوونکو څېرو کې عزیز خان او غازي محمد شاه خان بابکرخېل د یادونې وړ دي، نوموړی چې په تاریخ کې د محمد شاه خان غلجي په نامه هم یادېږي، د انګرېزانو پر وړاندې د ملي پاڅون له مخکښانو څخه و. دغه نومیالی غازي د امیر دوست محمد خان له مخالفت سره مخ شو چې له همدې امله له امیر دوست محمدخان سره له یو شمېر نښتو وروسته د لغمان او نورستان تر منځ د کاشمند په غرونو کې مېشته شو او د ژوند تر پایه هملته پاتې شو.
د امیر شیر علی خان په واکمنۍ کې د تېر بل هر وخت په پرتله، احمدزیو په سیاسي نظام کې پراخه ونډه درلوده،په دې دوره کې له احمدزیو څخه عصمت الله خان جبارخېل د کورنیو چارو او ارسلا خان جبارخېل د بهرنیو چارو د وزارت دنده پر غاړه درلوده.کله چې امیر عبدالرحمن خان واک ترلاسه کړ، د غازي محمدشاه خان بابکرخېل کورنۍ یې سوات ته تبعید کړه؛ میرافغان عصمت الله خان جبارخېل یې زنداني او څه مهال وروسته په شهادت ورساوه او وزیر ارسلا خان جبارخېل یې له خپلې کورنۍ سره هند ته تبعید کړ. په دې اړه امیر عبدالرحمن خان په خپل کتاب (تاج التواریخ) کې داسې لیکي:”عصمت الله خان جبارخېل و دیګر خوانین غلجایی دوست و اقوام مرحوم شیرعلی خان بودند و از این جهت با معاندین من مراوده داشتند و در میان طوایف فساد میکردند، به جهت این کار عصمت الله خان را در سنه ۱۳۰۰ ش حبس نمودم. چون این شخص یکی از خوانین غلجایې بود، محبوس شدن او یکی از جهات هیجان طایفه غلجایې ګردید “(خیبري، ۱۳۸۸: ۱۵۳).
د افغان - انګلیس په دویمه جګړه کې چې په ۱۸۷۹ کال کې پېښه شوه، د میوند په ډګر کې د غازي محمد ایوب خان تر څنګ، د احمدزیو نومیاليو مشرانو معاذالله خان او جنرال تاج محمد خان چې د وزیر ارسلا خان زامن وو، هم رغنده رول لوبولی او د میوند د اتلانو په لیکه کې یې ځای ترلاسه کړی دی. د تاریخي روایتونو له مخې جنرال تاج محمد خان د میوند په جګړه کې د هغې جبهې قوماندان و چې انګریزان یې شا تګ ته اړ کړل. (ځلمی،۱۳۶۸ : ۱۴۵).
د خیبر په محاذ کې جنــــــــــــــرال فیض محمد خان د یادونې وړ دی، نوموړی د غازي محمد شاه خان بابکرخېل زوی و چې په خیبر کې یې د انګرېز لښکر په ځپلو کې مهمه ونډه درلوده.
د امیر عبدالرحمن خان د واکمنۍ پر مهال په یو شمېر سیمو کې خلکو پاڅونونه وکړل چې له هغو څخه یو هم د کړوخېلو پاڅون و چې سادو کړوخېل یې مشري پر غاړه درلوده چې له یو لړ جګړو وروسته پای ته ورسېد.
امیر حبیب الله خان واک ته له رسېدو وروسته، د یو شمېر نورو کورنیو په څېر، د احمد زیو تبعید شوې کورنۍ هم خپل ټاټوبي ته راوبللې؛ سرکاري شوې شتمنۍ یې بېرته په واک کې ورکړې او ځینو اشخاصو ته یې لوړې څوکۍ ورکړې چې له هغو څخه د ارسلاخان لمسی امین الله خان د یادونې وړ دی، په دې ډول د احمدزیو او دولت ترمنځ ستونزې له منځه لاړې .
د امیر حبیب الله خان پر وړاندې د پکتیا د خلکو په پاڅون کې د منګلو او ځدراڼو ترڅنګ احمدزیو هم لویه برخه درلوده چې مشري یې جانداد خان احمدزي پر غاړه درلوده. د پاڅون کوونکو او دولت تر منځ له روغې جوړې وروسته دغه پاڅون پای ته ورسېد.
د مشروطیت په لومړي او دویم غورځنګ او د شهزاده امان الله خان د ویښو زلمیانو په خوځښت کې هم احمدزیو د پام وړ ونډه درلوده. د دغو غورځنګونو په مخکښانو کې له احمدزیو څخه عبدالجبارخان، غلام محی الدین خان، فتح محمد خان او شجاع الدوله خان غوربندی د یادونې وړ دي.
د افغان- انګلیس په دریمه جګړه کې هم احمدزیو خپل اسلامي او ملي مسؤولیتونه ترسره کړي او د هېواد د خپلواکۍ په لاره کې یې له سر ښند نو ځانو نه نه دي سپمولي. په دغه جګړه کې د هېواد د نورو مشرانو تر څنګ د احمدزیو مشران، لکه محمد ابراهیم خان احمدزی، فرقه مشر عبدالغني خان احمدزی، فرقه مشر میر غوث الدین خان احمدزی، فرقه مشر سرکی خان احمدزی، فرقه مشر سعادت خان جبارخېل او فرقه مشر حیدرخان بابکرخېل د یادونې وړ دي.
د غازي امان الله خان په واکمنۍ کې عبدالجبار خان، مجتبی خان او شجاع الدوله خان هغه احمدزي وو چې د تاریخ پام یې راړولی و. عبدالجبار خان جبارخېل د پوهنې، مجتبی خان معروف خېل د خزانې او شجاع الدوله خان غوربندی(بابکر خېل) حربیه وزیر و چې وروسته یې په لندن کې د افغانستان د سفیر په حیث هم دنده درلوده.
د نجات په جګړه کې چې په پایله کې یې محمد نادر خان په ۱۹۲۹ زېږدیز کال کې واک ته ورسېد، احمدزیو پراخه ونډه درلوده. د پورتنیو یو شمېر مشرانو تر څنګ، په دغه جګړه کې ملک محمد جان کوچی، ملک بهرام جان سلطان خېل او ملک ککو جاني خېل په لوګر کې د سقاوي لښکر په ځپلو کې مهم رول درلود.
د محمد ظاهر شاه د واکمنۍ پر مهال د احمدزیو وتلې څېره، لوی استاد عبدالرحمن پژواک و چې د ننګرهار د سره رود اوسېدونکی و. نوموړی د هېواد وتلی سیاستوال، شاعر او لیکوال وچې په ملګرو ملتونو کې یې د افغانستان د استازي په توګه هم دنده ترسره کړې ده.
احمدزیو د شوروی اتحاد پر وړاندې جهاد کې هم پراخه برخه درلوده او یو شمېر جهادي مشرانو اوقوماندانانو یې د هېواد د تاریخ په پاڼو کې د مخکښو مبارزینو په لیکه کې ځای خپل کړی دی .
پورتنیو ټکو ته په پام سره ویلی شو چې احمدزیو د افغانستان په سیاسي تاریخ کې، په ځانګړې توګه د امیر شیرعلی خان له واکمنۍ څخه تر دې مهاله رغنده ونډه درلودلې او د هېواد د معاصر تاریخ په پاڼو کې یې د یو شمېر نورو قومونو ترڅنګ مهم ځای خپل کړی دی.
په دې تصوير کې د امير شيرعلي خان شپږ کسيزه کابينه وينئ.
د نوموړي ښي لاس ته ناست شخص د هغه صدرآعظم سيد نور محمد شاه,
ښي لاس ته يې دوهم ولاړ شخص د احمدزيو نوميالی مشر د کورنيو چارو وزير عصمت الله خان جبارخېل او چپ لاس ته يې ولاړ شخص د احمدزيو نوميالی مشر د بهرنيو چارو وزير ارسلاخان جبارخېل ليدل کېږي.
هيله کوو په ليدو سره يې شېر هم کړئ!