16/08/2026
ازادي. .
سوداګر طوطي ساتلی و.ډیر ورباندې ګران و او بهترينې مېوې یی ورکولې چې سندرې ووایې خو طوطي بالکل چوپ پاتې و. يو حکیم چې د هغه د دوکان مخې ته تېرېده او د قفس طوطي یې وليد ، سوداګر ته وويل : که په رښتيا درباندې ګران وي، ازاد یې کړه ! سوداګر همداسې وکړل . طوطي د سړک د غاړې د ونې په څانګه کېناست او بهترينه سندره یې وويله. حکیم وويل : خوشالي له ازادي زېږي.
د ځنګل له کتابه