Kabul news کابل نیوز

Kabul news کابل نیوز Contact information, map and directions, contact form, opening hours, services, ratings, photos, videos and announcements from Kabul news کابل نیوز, Shopping & retail, شکاپور دروازه, Dand.

21/04/2024
ډېر کم چانس شته چې په اورښتونو سره تر ځمکې لاندې د اوبو سطحه لوړه شي او وچي شوي برمې یا ژورڅاګانې بیا ډکې شي، ددې ستونزې...
21/04/2024

ډېر کم چانس شته چې په اورښتونو سره تر ځمکې لاندې د اوبو سطحه لوړه شي او وچي شوي برمې یا ژورڅاګانې بیا ډکې شي، ددې ستونزې د حل اساسي حل لاره داده چې له څاګانو او برمو څخه بې درېغه اوبه ونه ایستل شي، د بارانونو اوبه مدیریت شي، لوی او واړه بندونه جوړ شي، اوبه راوګرځول شي په منظم او سم ډول کرنیزې ځمکې پرې خړوبې شي، د وخت په تېرېدو سره به تر ځمکې لاندې د اوبو سطحه یو ځل بیا لوړه شي. بیا به کاریزونه، وچې شوي برمې او څاګانې اوبه پیداکړي.

د ځمکې پر سر اوبه، سېلابونه او د څو ورځو تېز اورښتونه تر ځمکې لاندې اوبو سطحې لوړولو برخه کې کومه ډېره او د پام وړ ګټه نه کوي.
او بله خبره چې مهمه ده، تر بارانونو ډېره ګټه واوره کوي چې په کافي اندازه و اورېږي چې متأسفانه سږکال افغانستان د باران په پرتله واوره لږ درلودل.

معلومات درسره خپاره کړئ.

دکرکټ د پنځوس اووریزو سیالیو په نړیوال جام کې د پاکستان پر وړاندې د افغانستان د کرکټ د ملي لوبډلې د بریا له امله ټولو هې...
23/10/2023

دکرکټ د پنځوس اووریزو سیالیو په نړیوال جام کې د پاکستان پر وړاندې د افغانستان د کرکټ د ملي لوبډلې د بریا له امله ټولو هېوادوالو ته د زړه له کومې مبارکۍ وړاندې کوم او د هېواد ملي لوبډلې ته د روانو لوبو په پاتې سیالیو کې د لا زیاتو بریاوو هیله لرم.
کندهار . کابل , خوست

وضعیت آب بند دهله در قندهار:امسال به دلیل ضعیت بودن باران های مونسون در شبه قاره هند؛ شرق و جنوب شرق کشورما نیز بسیار با...
29/08/2023

وضعیت آب بند دهله در قندهار:
امسال به دلیل ضعیت بودن باران های مونسون در شبه قاره هند؛ شرق و جنوب شرق کشورما نیز بسیار باران ناچیز دریافت کرد. به همین دلیل بند دهله که معمولاً از باران های فصلی مونسون در تابستان از حوزه آبریزه فرعی ارغنداب پر آب میشد؛ امسال هیچ آب دریافت نکرده و نزدیک خشک شدن کامل قرار دارد.
سال قبل در همین رزو وضعیت آب در بند دهله بسیار خوب بود. آب باران تقریباً ذخیره بند را پر آب کرده بود. آب در بند دهله برای زراعت در دره ارغنداب بخصوص برای آبیاری باغ های انار که شهرت جهانی دارد از اهمیت بالای برخوردار است. امسال به دلیل این کاهش جدی آب؛ احتمال دارد که حاصلات و کیفیت انار در ارغنداب از این ناحیه نیز متاثر گردد.
تصاویر از امروز و سال قبل همین روز

27/08/2023

خبرتیاوې!
که تاسو یو څوک پیژنئ چې په سرطان اخته وي او د دوی د درملو په تادیه کې ستونزه لري، مهرباني وکړئ د طبي اسنادو او د درملو پیرود رسید سره موږ ته معرفي کړئ:
یا د ثواب په خاطر شیدې، تر څو ټول افغانان خبر شي

ډاکټر مهدي سلیمان زاده
۰۹۱۳۳۵۲۴۲۰۱

ډاکټر عبدالله احتشام
۰۹۱۳۱۵۳۲۹۶۸

ډاکټر شریفي
۰۹۱۲۲۳۱۳۸۲۹

ډاکټر امیر بهاري
۰۹۱۲۳۰۴۲۳۶۴

پوهاند بهروز علی پور
۰۹۱۳۶۶۰۵۱۶۸

ډاکټر مجید پورمند
۰۹۱۸۸۴۳۹۴۳۹

ډاکټر صادق رستمي
09178541244

ډاکټر رحمان رحماني
09172211437

مهرباني وکړئ دا پیغام په ګروپونو او نورو پاڼو کې شریک کړئ، شاید یو څوک د مالي ستونزو له امله له مرګ سره مخ وي، مننه.

یادونه: تریتا روغتون تهران کې موقعیت لري، د همت لویې لارې، ازاديګان ته نه رسېږي، د چتګار جهيل ته څېرمه، د نړۍ یو مشهور پروفیسور د سرطان ناروغانو لپاره وړیا خدمات وړاندې کوي، که تاسو د سرطان په ناروغۍ پوه شئ. ناروغ، زه به د معلوماتو معلوماتو لپاره مننه وکړم
پوهاند فیروزان
د روغتون د تلیفون شمیره 47241000 ده

د لسو دقیقو لپاره صفحه شیر کړی شاید د یو بنده مشکل حل شی
دا یو بشردوستانه متن دی، هر څه چې کولی شئ شریک کړئ.

جدي پاملرنه ! تر اړمنو خلکو د څښاک پاکو اوبو رسول اسلامي او انساني مکلفیت دئ ! ******کندهار سږکال هم بدبختانه د کمو اورښ...
08/07/2023

جدي پاملرنه !
تر اړمنو خلکو د څښاک پاکو اوبو رسول اسلامي او انساني مکلفیت دئ !
******
کندهار سږکال هم بدبختانه د کمو اورښتونو او نورو ګڼو عواملو په سبب د څښاک پاکو اوبو د کمښت سره مخ ولایت دئ او دا حیاتي ستونزه تر ډېره زموږ هغه بېوزله او ناتوانه خلک کړوي چي د اوبو برمې ئې کلونه مخکي وچي سوي یا ئې هم سطحه دومره زیاته کښته سوې چي دوی ئې د نور ژورېدو او اوبو راایستلو توان په هیڅ صورت نلري !
لهذاء ددې غمیزي راکمېدو کي لومړیتوبونه څه کیدای سي؟
۱: ښاروالي + نور اړونده ادارې او مرستندویه بنسټونه باید د خپل وظیفوي مکلفیت او مسؤلیت پر اساس یوه داسي عملي مسلسل پروګرام جوړ او ژر تر ژره تطبیق کړي چي د اوبو ټانکرونو په ذریعه د ورځي حد اقل دوه واره ډیرو اړمنو سیمو ته د څښاک پاکي اوبه وویشي !
۲: که حکومتي او خیریه ادارې ئې نسي کولای نو د کندهار ځیني با احساسه تاجران ، د لویو شرکتونو خاوندان او سوداګرو اتحادیې مسؤلین خورا سخت اسلامي او انساني مسؤلیت لري تر څو ددې ښار د توانمنده قشر په توګه په ګډه یا هم انفرادي توګه د ښار مختلفي سیمي د پاکو اوبو رسولو وېش تر پوښښ لاندي راولي ، پر هغو سلهاوو بېوزله کوچنیانو ، پتمنو ښځو او سپین ږیرو زړه وسوځي چي په ټکنده غرمو ئې ژړي ډبي او ګاډۍ په لاسونو کي دي او یوه غوړپ اوبو د پاره ئې د چا و چا کورونو ته اوږده اوږده کتارونه جوړ کړي دي تر څو نوبت ئې را ورسیږي او کور ته د څښاک او اوداسه د پاره لږ اوبه برابري کړي .
همدا ئې وخت دئ ، نو راځئ !!! پدغه حیاتي برخه کي د خپلو غریبو او بېوزله خلکو د لاسنیوي پخاطر متحد سو او لاسونه سره ورکړو او پدې خورا ستر ثواب سره د خالق تعالی د لا نوري پېرزویني وړ وګرځو !!!
******
لوی او متعال خدای دي موږ و تاسو ټولو ته د خپلو بېوسه خلکو د ښه خدمت توان او توفیق راکړي .
آمین 🤲😭🤲

27/06/2023
26/06/2023

دکندهار ښاروالۍ خبرتيا:

هر دوکاندار مکلف دی، چي يو من يخی په (۲۰) افغانۍ ښاريانو ته ورکړي.
که کوم دوکاندار یخی ګران درکوی، پر لاندي شمېره تماس ونيسٸ
0706449723

د افغانستان برېښنا په اړه:که چېرې موږ د ګاونډيانو څخه د برېښنا اخيستلو پر ځای په خپلې برېښنا کار وکړو نو موږ کولاي شو د ...
23/06/2023

د افغانستان برېښنا په اړه:
که چېرې موږ د ګاونډيانو څخه د برېښنا اخيستلو پر ځای په خپلې برېښنا کار وکړو نو موږ کولاي شو د تل لپاره د پرديو له محتاجيو او مجبوريتونو خلاص شو. افغانستان د اوبو برېښنا تر څنګ د لمرېزې او بادي برېښنا هم پوره وړتيا لري
ځکه موږ په کال کې په منځنۍ کچه له 300 تر 320 لمریزې ورځې لرو د نیمروز او هرات ولايتونو ترڅنګ د هېواد په ډېرو سيمو کې د 120 ورځو بادونه هم لرو.
که چېرې ګټه ورڅخه واخلو نو په ډېر کم مصرف زياته انرژي ترلاسه کولای شو.

- بادي برېښنا (wind power):
اوس مهال په نړيوال بازار کې دبادي برېښنا د يو توربین بیه چې د يو میګا واټ برېښنا د تولید وړتیا ولري په 1.3 ميلیونه ډ‌الره ده. دغه توربینونه کولای شي چې 2 څخه تر 12 میګا واټه پورې د برېښنا د تولید وړتیا لري.
افغانستان اوس مهال د ګاونډيانو څخه څه د پاسه 900 ميګاواټه برېښنا اخلي که چېرې موږ 500 ميګاواټه بادي برېښنا جوړو
500 × 1.3 = 650
نو په 650 ملیونه ډالره شاوخوا موږ په کور دننه بادي برېښنا برابرولی شو.
- لمريزه برېښنا (solar power):
د لمرېزې برېښنا د یو لوی فارم جوړول چې د یو میګا واټ برېښنا وړتيا ولري، د $ 800,000 څخه تر 1.36 ميلیون ډالرو پورې لګښت پرې راځي.
که چېرې موږ د 600 سوه ميګاواټه برېښنا تولید وغواړو
600 × 1.36 = 816
نو موږ په اته سوه ميليونه ډالره د شپږ سوه ميګاواټه برېښنا توليدولی شو.
دغه ډول برېښنا برابرول له يو خو د هوا د ککړتيا مخه نيسي له بلې خوا په ډېره ارزانه قيمت او په کور دننه تمامېږي اوس مهال د نړۍ په اکثريت پرمختللي هېوادونو کې په باديزې او لمرېزې برېښنا ډېره پانګونه کېږي.

Address

شکاپور دروازه
Dand

Telephone

+93700000123

Website

Alerts

Be the first to know and let us send you an email when Kabul news کابل نیوز posts news and promotions. Your email address will not be used for any other purpose, and you can unsubscribe at any time.

Shortcuts

Share