مسلکي ارواپوهان

مسلکي ارواپوهان Contact information, map and directions, contact form, opening hours, services, ratings, photos, videos and announcements from مسلکي ارواپوهان, Book shop, Darulamaan kabul, Dar-ul-aman.

*⭕️ د ارواپوهنې له کتابونو څخه 30 غوره ویناوې :*۱. هڅه وکړه، چې هوښیار واوسې، ځکه چانس ډېر کرار ور ټکوي. ۲. ددې انتظار م...
23/06/2025

*⭕️ د ارواپوهنې له کتابونو څخه 30 غوره ویناوې :*

۱. هڅه وکړه، چې هوښیار واوسې، ځکه چانس ډېر کرار ور ټکوي.
۲. ددې انتظار مه کوه چې پیسې دې تاته نیکمرغي راولي.
۳. تر څو چې دې یوه ښه دنده نه وې پیدا کړي، نو اوسنۍ دنده له لاسه مه ورکوه.
۴. کوښښ وکړه چې د ځمکې د مخ تر ټولو بااحساسه او ګټور انسان واوسې.
۵. هیڅکله چاته ما وایه: چې غمجن او خفه یې.
۶. پوه شه! هغه خبرونه چې ته یې اورې، ټوله درست نه دي.
۷. کله چې له اولاد سره لوبې کوئ، کوښښ وکړئ چې دوی ګټونکي شي.
۸. د غوسې په وخت کې په هیڅ کار لاس مه پورې کوه.
۹. تل د زده کولو په حال کې واوسه.
۱۰. په هغه څه چې ته پوهیږې، نورو ته یې ورزده کړه.
۱۱. د سبا لپاره پلان جوړ کړه.
۱۲. “ستاسو څخه مننه” له جملې څخه استفاده کوه.
۱۳. احمقانه رفتار مه کوه.
۱۴. نوي ملګري پیدا کړه، خو زاړه ملګري مه هیروه.
۱۵. تل خپل ساعت پنځه دقېقې مخکې کړه.
۱۶. خپلو اولادونو ته ووایاست، چې تاسو ډېر تکړه او هوښیار یاست.
۱۷. د بدو خلکو څخه لرې اوسه.
۱۸. د تل لپاره خوښ واوسه، حتی د ناراحتۍ په وخت کې.
۱۹. تل په ښکاره خوښ او ښایسته جامې اغونده.
۲۰. هیڅکله د خپل غذایي رژیم په اړه له چا سره مه غږېږه.
۲۱. خپلې خطاوې قبولې کړه.
۲۲. راز لرونکی واوسه.
۲۳. د چا سره په زړه کې کینه مه کوه.
۲۴. کله چې بریالی شې په ځان تکبر مه کوه.
۲۵. هیڅ وخت په خپل رقیب باور مه کوه.
۲۶. ژوند سخت مه ارزوه.
۲۷. تل پر خپل قول وفادار پاتې شه.
۲۸. مهربانه واوسه، تر هغه اندازې چې لازم وي.
۲۹. د خپلې میرمنې تر ټولو ښه ملګری واوسه.
۳۰. خپل اولادونو ته د پیسو په ورکړه، کې بخیلتوب مه کوه.

Address

Darulamaan Kabul
Dar-ul-aman
005

Website

Alerts

Be the first to know and let us send you an email when مسلکي ارواپوهان posts news and promotions. Your email address will not be used for any other purpose, and you can unsubscribe at any time.

Shortcuts

Share

Category