Shafiq Mikhail

Shafiq Mikhail افغان

لیکوال: عزیزالرحمن شیرزاد (عزیزپولاد)له شهید ډاکټر نجیب الله څخه تر ملا صاحب هیبت الله پورې؛ د افغانستان د پنځو حکومتونو...
06/08/2026

لیکوال: عزیزالرحمن شیرزاد (عزیزپولاد)

له شهید ډاکټر نجیب الله څخه تر ملا صاحب هیبت الله پورې؛ د افغانستان د پنځو حکومتونو په دوران کې د یوه افغان د ژوند، مبارزې، قربانیو او نه ماتېدونکې ارادې ریښتینی داستان

دا کتاب یوازې د یوه انسان د ژوند کیسه نه ده، بلکې د هغه نسل ژوندی روایت دی چې د افغانستان د وروستیو لسیزو تر ټولو سخت سیاسي، پوځي او ټولنیز بدلونونه یې په خپلو سترګو لیدلي، زغملي او د هغو د رمزونو او رازونو شاهد پاتې شوی دی.

په دې کتاب کې به تاسو د کورنیو جګړو دردناک فصلونه، د بې‌ثباتۍ کلونه، د میلیونونو افغانانو د کډوالۍ او قربانیو کیسې، د نړیوالو ځواکونو د حضور او د هغوی د اغېزو په اړه مشاهدې، او همدارنګه د هویت، عدالت او ملي یووالي لپاره د فکري مبارزو بېلابېل اړخونه ولولئ.

دا کتاب د سیاستوالو رسمي روایت نه، بلکې د یوه افغان د سترګو لیدلی ریښتینی تاریخ دی. یو داسې روایت چې د درد، امید، ماتې، بریا، مهاجرت، قربانۍ او بیا راپاڅېدو کیسې پکې انځور شوې دي. دا اثر لوستونکو، په ځانګړې توګه ځوان نسل ته، د استقامت، زغم، امید، مبارزې، ځان‌باورۍ او نه تسلیمېدونکې ارادې درس ورکوي. لوستونکی به درک کړي چې انسان کولای شي د ژوند تر ټولو سختو طوفانونو وروسته هم بېرته ودریږي، مبارزه وکړي او خپل هدف ته ورسېږي.

همدارنګه، دا کتاب لوستونکي له هغو حقایقو، پېښو او ترخو واقعیتونو سره اشنا کوي چې د افغانستان د وروستیو لسیزو پر برخلیک یې ژور اغېز کړی، خو ډېر وخت یا نه دي بیان شوي او یا هم په بشپړ ډول نه دي روایت شوي.

په درنښت،
عزیزالرحمن شیرزاد (عزیزپولاد)
لیکوال او د «عزیز د زمانې پولاد» د کتاب مؤلف

لینک👇

https://afghanarchives.social/عزیز-د-زمانی-پولاد/

27/06/2026


راځی نن دا له خندا ډکه ویډیو راسره اوګوری.

تاسو چې چیرته اوسیږئ د انټرنت بیه څو ده؟ په افغانستان کې د انترنت د بیو را ټیټیدو لپاره باید کمپاین وکړو. او که په افغان...
26/06/2026

تاسو چې چیرته اوسیږئ د انټرنت بیه څو ده؟

په افغانستان کې د انترنت د بیو را ټیټیدو لپاره باید کمپاین وکړو. او که په افغانستان کې انټرنت ارزانه شي نو ګټه یې دولت او خلکو ته رسیږي.

راځئ دا غږ بدرګه کړو.

مونږ ارزانه او چټک انټرنت غواړو.
مخکي درسره شیر کړی.

25/06/2026

د پښتون او بلوڅ یو دوښمن یو موخه یو اتحاد یوه وینه ده لکه څنګه چي په یو افغان او پښتون مي زړه درد کوي همدومره مي په بلوچ هم زړه درد د مارنګ بلوچ ژغ یواځي د بلوڅو ژغورنی ژغ نه ده بلکی د انسانیت،ژوندي وجدانونو او بشریت ژغورني او مظلومیت ژغ ده...

24/06/2026

منیګرام خو پاکستاني کلدارو ته ډنګ ورکړ اوس نوبت زموږ او ستاسو ده ورکی ډنګ ویډیو درسره شیر کړی
https://www.facebook.com/share/v/1Crk96Ckdm/

23/06/2026

د پښتون او بلوڅ یو دوښمن ده باید سره یو شي نن چي مارنګ بلوڅ د بې ګناه بلوڅو ژوند غواړی خو په بدل کي تور لېنګی پنجابک هغې میړنۍ د بلوڅو مشري ته د عمر بند سزا ورکول کیږي چيري هغه دښځو د حقوقو مدافع؟
چیرته دي هغه ملګری ملتونه؟
چي دي د بشیر د حقوقو ملاتړ کونکی؟
چیري دي جمهوری فکرونه؟
چیري ده د بیان ازادۍ؟
چیري دي ملایان او فتواګانو والا ملایان؟
دا یواځی د مارنګ بلوچ زنداني کول نه بلکی د انسانیت، بشریت...په نامه تور داغ ده ترهګر فوج د اسلامیت، انسانیت او بشریت دوښمن هم ده...

21/06/2026

د زړه له تله د افغانستان د لومړني او یواځیني ستورمزلي عبدالاحد مومند په ناڅاپي مړینه ودردېدم.

څښتن تعالی دې یې وطن ته راوړی ویاړ د افغان ملت له نامه د مغفرت وسیله کړي.

هغه د څښتن له لایتناهي فضا نه له ملي رنګونو او ملي خبرو سره افغانستان نړۍ ته وپېژاند او د افغانیت تر څنګ یې د الهي کتاب – عظیم الشأن قرآن په منګول کې نیولو سره د خپل اسلامیت ننداره هم د «سیوز» بېړۍ نورو سپرلیو او نړیوالو ته وړاندې کړه.
په «میر» فضایي تمځای کې د هغه نهه ورځې، له افغانانو نه د ۱۹۸۸ کال او ددغې لسیزې د نورو کلونو د کورنیو شخړو ترخې هېرې کړې.

زه خدای بښلي مومند ته د لوړ جنت غوښتنه کوم، مېرمن، بچیانو او د کورنۍ نورو غړو ته یې ژورې خواخوږۍ رسوم.
انالله و انا الیه راجعون.

د افغانستان لومړنی ستورمزلی او په فضا کې لومړنی پښتو غږېدونکی عبدالاحد مومند د جرمني په یو روغتون کې د سرطان ناروغۍ له ا...
21/06/2026

د افغانستان لومړنی ستورمزلی او په فضا کې لومړنی پښتو غږېدونکی عبدالاحد مومند د جرمني په یو روغتون کې د سرطان ناروغۍ له امله نن وفات شو.
هغه سره څو ځل غږیدلی وم، ډک زړه او زیات ګیله من و.
الله تعالی دې یې اروا ښاده لري.
سعید شنواری

غزني ښار کې د ۴۰۰ میلیونه افغانیو په ارزښت د "سلطان محمود غزنوي" سوداګریز مارکیټ پرانیستل شو! د ښاروال الحاج مولوي ابومح...
21/06/2026

غزني ښار کې د ۴۰۰ میلیونه افغانیو په ارزښت د "سلطان محمود غزنوي" سوداګریز مارکیټ پرانیستل شو!

د ښاروال الحاج مولوي ابومحمد ثابت د دوامدارو هلو ځلو په پایله کې د غزني ښار د دویمې ناحیې اړوند د فرخي څلورلارې څخه تر کلا سبز څلورلارې پورې د "سلطان محمود غزنوي" تر ځمکې لاندې سوداګریز مارکیټ چې شاوخوا ۴۰۰ میلیونه افغانۍ پانګونه پرې شوې، په رسمي مراسمو کې پرانیستل شو.
دغه سوداګریز مرکز به د ۴۰۷ مترو په اوږدوالي او ۳۵ مترو په پلنوالي جوړ شي، چې د ښار د سوداګریزې ودې، ښاري نظم او اقتصادي پرمختګ په برخه کې یو مهم او بنسټیز ګام ګڼل کېږي.
د پرانیستې په مراسمو کې د ولایت مقام مرستیال محترم الحاج مولوي سردار محمد مدني د غزني ښاروال الحاج مولوي ابومحمد ثابت د اطلاعاتو او کلتور رئیس مولوي حمیدالله نثار د ولایتي ادارو مسئولینو، وکیلانو، کلانترانو، قومي مشرانو، پانګوالو او د رسنیو استازو ګډون کړی و.
په غونډه کې د ولایت مقام مرستیال والي محترم الحاج مولوي سردار محمد مدني د یادې پروژې پر اهمیت خبرې وکړې او ویې ویل چې د ښاروالۍ د مسئولینو په ځانګړې توګه د ښاروال الحاج مولوي ابومحمد ثابت د نه ستړې کېدونکو هڅو په پایله کې دغه ستره پروژه افتتاح شوه چې د غزني ښار د اقتصادي ودې او سوداګریزې پراختیا لپاره به ارزښتناکې اغېزې ولري.
ورپسې د غزني ښاروال الحاج مولوي ابومحمد ثابت د خپلو خبرو پر مهال له ټولو ملي پانګوالو وغوښتل، چې د غزني ښار په اقتصادي او سوداګریزو برخو کې پانګونه وکړي، څو د ښار د آبادۍ، د سوداګرۍ د پراختیا او د کاري فرصتونو د زیاتوالي زمینه لا پیاوړې شي.
د یادونې وړ ده چې د "سلطان محمود غزنوي" تر ځمکې لاندې سوداګریز مارکیټ له بشپړېدو وروسته به شاوخوا ۷۰۰ عصري هټۍ ولري او په مجهزو امنیتي کمرو، جومات، د اورلګېدنې ضد پرمختللي سیستم (اوت‌پایه)، برېښنا، معیاري دهلېزونو او نورو اړینو اسانتیاوو به سمبال وي، چې د سوداګرو او ښاریانو لپاره به خوندي او مناسب سوداګریز چاپېریال برابر کړي.
چې دغه ستر سوداګریز مرکز د عامه او خصوصي مشارکت له مخې جوړېږي چې له مخې به یې د ۲۷ کلونو لپاره ۸۰ سلنه عواید د پانګوال شرکت او ۲۰ سلنه عواید د غزني ښاروالۍ ریاست ته ځانګړي کېږي او له دې مودې وروسته به پروژه په بشپړه توګه د غزني ښاروالۍ ملکیت وي.
غزني ښاروالۍ رسنیز دفتر

Address

Ghazni

Website

Alerts

Be the first to know and let us send you an email when Shafiq Mikhail posts news and promotions. Your email address will not be used for any other purpose, and you can unsubscribe at any time.

Shortcuts

Share