15/04/2024
⭕ Measles / شري !
① آیا پوهیږئ چې شری څه ډول ناروغی ده او کوم ډولونه لری او څه ډول کلنیکی لری ؟
② څنګه کولای شو تشخیص یی کړو او څه ډول د شری مخنیوی وګړو او څه ډول دغه ناجوړی تداوی کړو ؟
◀ د شری ناروغی یوه حاده ویروسی ناروغی چی متصفه ده په تبه ، پورته تنفسی لارو التهاب او koplike spots بل mucolopapular rush .
◀ دغه ناروغی د paramaxo د کورنی څخه ده او ( RNA ) لری . دغه ناروغی زیاتره په پسرلی او ژمی کی وی . اصلی کوربه یی انسان دی او انفی بلعوم د افرازاتو د لاری انتقال کوی ، زیاتره لاندی برخو لمفاوی برخی اخته کوی .
☞ Spleen , Payer patch , Appendix , Adeniod lymphnod
◀ دغه ناجوړی د خولی په مخاطی عشا کی التهاب او نیکروز راوړی او په ساحه کی koplike spots منځ ته راځی .
⭕ دغه ناروغئ دری ډولونه لری ...
① Atypical measles
دا هغه ډول شری دی چې ماشوم ته واکسین شوی وی او بیا هم په شری اخته شی او دا کوم خاص اعراض نه لری . په دوی کی ,
Visecal , Urticaria , Petechia .
② Hemorrhagic ( Black measles ) :
دغه واقیعات کم دی په دغه ماشومانو کی
Sever fever , Stupor , Coma , Dyspnia , Convalsion .
③ Modified measles :
دا په هغه ماشومانو کی وی چې د شری سره د تماس په وخت کی ایمونو ګلوبولین ورته تطبیق شوی وی ، او یا هغه ماشومان چې د مور د پلاسنټا څخه ورته انتی باډی انتقال شوی وی او دا کوم خاص اعراض نه ورکوی .
⭕ کلنیکی منظره کی دری ستیجونه شامل دی :
① Prodromal ( catarrhal stage ) :
دغه مرحله د ۳-۵ ورځو پوری وی او په دی کی
تبه ، ریزش ، نا آرامتیا ، جفن التهاب ، توخی او koplike spot او Photophobia پکی وی .
② Exanthema :
دغه ته Moculopapular rush هم وایی چې ۳-۵ ورځو پوری دوام کوی . لومړی د غوږ شاته او بیا غاړی او تنه او نورو برخو کی پیدا کیږی .
③ تفلس مرحله : دغه مرحله کی رش له منځه ځی او ساحه کی Pigmentation پیدا کیږی .
⭕ تشخیص یی په لاندی ډول دی :
◀ کلینک او تاریخچه ، کلچر ، سیرولوجیک معاینات .
⭕ دغه ناروغئ د مخنیوی لپاره دغه لارو څخه کار اخلو ... ناروغ جدا والی ،غیر فعال معافیت Immonuglobolin . 0,25-0,5/Kg بیا فعال معافیت چې دا د شری د واکسین د تطبیق په صورت کی حاصلیږی چې ۹ ---- ۱۰ میاشتو کی ورکول کیږی .