Hewad karwanda هېواد کرونده

Hewad karwanda  هېواد کرونده هیواد کرونده : دزراعت په برخه کی دباکیفیته زراعتې درملو،او خدماتو صادرونکې او واردونکې شرکت

ټاپ ميکس (Topmix)ټاپ میکس د هر زه بوټو دراټوکېدو دمخه مخنیوی کوي او فصل ته پیاوړی پیل ورکوي!"داستعمال طریقه:کله چی تاسو ...
14/04/2025

ټاپ ميکس (Topmix)

ټاپ میکس د هر زه بوټو دراټوکېدو دمخه مخنیوی کوي او فصل ته پیاوړی پیل ورکوي!"

داستعمال طریقه:

کله چی تاسو د پمبې نبات کښت په مکمل ډول ترسره کړئ. او کرونده مو په وتره حالت کې وه نو د پمبې (تخم) د کر څخه څلورویشت( 24 ) ساعته وروسته یاد درمل باید سپری شی. یاد درمل ستاسو دپمبې (کالکو) په کرونده کې هرقسم دهرزه ګیاوو تخمونه له منځه وړې او دپمبې تخمونو ته هيڅ قسمه ضرر نه رسوی.

📲 د مسلکي مشورې لپاره زموږ سره اړیکه ونیسئ!

📲 وټس اپ: 0787520334 | 🌐 د فېسبوک پاڼې لینک"
https://www.facebook.com/HewadKarwanda/
👍 پوسټ شریک کړئ ترڅو نور بزګران هم تری ګټه واخلي!

"ایا لیډي بګ (سور خال لرونکی ګونګټه)🐞 ستاسو د فصل دښمن ده که دوست؟" زما نوم لیډي بګ (سور خال لرونکی ګونګټه) 🐞 دی.زه ستاس...
22/03/2025

"ایا لیډي بګ (سور خال لرونکی ګونګټه)🐞 ستاسو د فصل دښمن ده که دوست؟"

زما نوم لیډي بګ (سور خال لرونکی ګونګټه) 🐞 دی.

زه ستاسو د غنمو فصل ته را رسېدلې یم.
زه یو غوښه خوړونکی حشره یم او د غوړه کی او شنو سپږو سخت دښمن یم.
زه د کروندګرو او فصلونو ریښتینی دوست یم.
زه په ورځ کې شاوخوا 150 سپږۍ له منځه وړم.
ګلونه، ونې، او بوټي زما ملګري دي.
زه هېڅکله ګلونه، بوټي یا ونې نه خورم، بلکې هغه زیان رسوونکي حشرات له ډېر شوق سره خورم چې ستاسو فصلونو ته زیان رسوي.
زما بچیان هم هره ورځ له 40 څخه زیات زیان رسوونکي حشرات خوري.
طبیعت ماته دا دنده را سپارلې ده.
زه له کروندګرو او د کورني باغدارۍ له شوقیانو څخه هیله کوم چې ما د دښمن پر ځای دوست وبولي او له وژلو څخه مې ډډه وکړي.

📢 د عامه پوهاوي پیغام

ډمپنګ - آف څه دی؟څنګه کولی شئ خپل نبات له ډمپنګ - آف څخه وژغورئ؟ډمپنګ-آف یوه عامه او ویجاړونکي ناروغي ده چې په ځانګړي ډو...
17/03/2025

ډمپنګ - آف څه دی؟

څنګه کولی شئ خپل نبات له ډمپنګ - آف څخه وژغورئ؟

ډمپنګ-آف یوه عامه او ویجاړونکي ناروغي ده چې په ځانګړي ډول ځوان نباتات اغېزمنوي. دا د خاورې له لارې انتقالېدونکو فنجي لکه Pythium، Rhizoctonia، او Fusarium له امله رامنځته کېږي. دغه پېتوجینونه په رطوبت لرونکې او خرابې خاورې کې وده کوي او د ځوانو نباتاتو ساقې او ريښې اغېزمنوي، چې په پایله کې د نبات له منځه تللو، غوړيدلو او د ساقې له ماتېدو سره مخ کېږي.

د دغې ناروغۍ د پېژندلو لپاره لاندې نښې نښانې وګورئ:

• د ځوانو نباتاتو د تخمونو د خاورې نه څخه راختل ناکامه کېږي.
• د ساقې برخه د خاورې نږدې نرمې، نازکه او اوبه جذبونکې ښکاري.
• ځوان نباتات ناڅاپه غوړ شي، د ځمکې پر مخ پرېوځي او مړه کېږي.

د ډمپنګ-آف د مخنیوي لپاره: ۱. پاکه، ښه او وچېدونکي خاوره وکاروئ. ۲. له زیاتو اوبه ورکولو ډډه وکړئ او د مناسبې هوا جریان یقیني کړئ. ۳. وسایل او کانتینرونه مخکې له کارولو ضدعفوني کړئ. ۴. تخمونه د فنجیسایډ سره ګډ يا پوښ کړئ او یا د مخکې درمل شوي تخمونه واخلئ.

وړاندیز شوي محصولات:

• ډیفیټر پلس: (Defeater Plus) د ډمپنګ-آف د مخنیوي لپاره یو معتبر فنجيسایډ دی.
• ایلیکټس الټر: (Electus Ultra) د ډمپنګ-آف د ناروغۍ پر وړاندې یو ډېر اغېزمن حل.

📲 د مسلکي مشورې لپاره موږ سره اړیکه ونیسئ!
📲 وټس اپ: 0787520334 | 🌐 د فېسبوک پاڼې لینک"
https://www.facebook.com/HewadKarwanda/
👍 پوسټ شریک کړئ ترڅو نور بزګران هم تری ګټه واخلي!

په پيازو کې دهرزه ګیاو مخنیوی!   پیازدافغانستان یو مهم نبات دی، د پیازو په فصلونو کی راټوکیدلی زیان رسونکی واښه د غذایی ...
13/03/2025

په پيازو کې دهرزه ګیاو مخنیوی!

پیازدافغانستان یو مهم نبات دی، د پیازو په فصلونو کی راټوکیدلی زیان رسونکی واښه د غذایی موادو په برخه کی د پیازو سره رقابت کوی او د حاصلاتو د کمښت سبب کیږی.

د پیازو په کرونده کې دزیان رسوونکو واښو دکنټرول لپاره د داسې هرزه ګیاو وژونکو (Herbicides) انتخاب ته اړتیا ده چې نه یوازې د زیان رسوونکو واښو ښه مدیریت وکړي بلکه فصل د نوي زیان رسوونکو واښو څخه هم وساتي.
نو مونږ کولي شو چې په پیازو کی هر ډول ستن پاڼی او پلن پاڼي ګياګاني یوازې د هدف (اکسی فلورفن) په واسطه کنترول کړو.

دیادو درملو دترلاسه کولو ادرس:
ننګرهار، جلال اباد، افغانستان:
هیواد کرونده زراعتې شرکت.
مسؤل: حاجی شفیق الله (سالارزی)
07875 20 334
078 13 13 038
077 3131 038

پرسیپټ (PERCEPT 10.8 % EC)  پرسیپټ – ستاسو د فصلونو لپاره مؤثره انتخاب! پرسيپټ: يو نوي تولید دی چې په پلن پاڼو لرونکو فص...
12/03/2025

پرسیپټ (PERCEPT 10.8 % EC)


پرسیپټ – ستاسو د فصلونو لپاره مؤثره انتخاب!

پرسيپټ: يو نوي تولید دی چې په پلن پاڼو لرونکو فصلونو کی لوی زیان رسونکي ستن پاڼي واښه له منځه وړي دا په هرزه بوټو کې د امينو اسيدو نو په جوړولو کی خنډ واقع کوی او له منځه یی وړي.

پرسیپټ: د نورو زهرجنو بوټو پر وړاندې مقاومت لري او خورا ګټور درمل دی
پرسیپټ: ځمکې ته زیان نه رسوي او د فعل لپاره خورا ګټور دی
پرسیپټ: هر وخت د سپری کولو لپاره مناسب دی

دیادو درملو دترلاسه کولو ادرس:
جلال اباد افغانستان:
هیواد کرونده زراعتې شرکت.
مسؤل: حاجی شفیق الله (سالارزی)
07875 20 334
078 13 13 038
077 3131 038

ولې ایلیکٹس الټرا ستاسو د فصلونو (غنمو او سبزیجاتو) لپاره غوره انتخاب دی؟ ځکه چی ایلیکٹس الټرا د دریو مختلف, قوی او ځانګ...
09/03/2025

ولې ایلیکٹس الټرا ستاسو د فصلونو (غنمو او سبزیجاتو) لپاره غوره انتخاب دی؟

ځکه چی ایلیکٹس الټرا د دریو مختلف, قوی او ځانګړی زرعتی زهرو یو ترکیب دی. دا یو عالي سیستمیک او پراخه‌ اغېزه لرونکی فنجسایډ دی چې د نبات د برخې په توګه جذبېږي او د فنګس تنفسي سیستم ګډوډوي، په دې توګه د ناروغیو، لکه د غنمو سرخي مرض، مخه نیسي او فصل له زیانونو څخه پاک او خوندی ساتي.

د ایلیکٹس الټرا ځانګړتیاوې:

✅ نوې، ځانګړې او ځواکمنه فارمولیشن
✅ پراخه اغیزه لرونکی محصول
✅ عالي او سیستمیک تاثیر لرونکی
✅ د فصل ناروغیو پر وړاندې مؤثره ساتنه

📲 د مسلکي مشورې لپاره موږ سره اړیکه ونیسئ!
📲 وټس اپ: 0787520334 | 🌐 د فېسبوک پاڼې لینک"
https://www.facebook.com/HewadKarwanda/
👍پوسټ شریک کړئ ترڅو نور بزګران هم تری ګټه واخلي!

د غیر متوازنو سرو او کیمیاوي درملو ناسم استعمال – خطرناک زیانونه! 📢 درنو بزګرانو ته مسلکي لارښوونه:د سرې او درملو ناسم ا...
06/03/2025

د غیر متوازنو سرو او کیمیاوي درملو ناسم استعمال – خطرناک زیانونه!

📢 درنو بزګرانو ته مسلکي لارښوونه:

د سرې او درملو ناسم استعمال د خاورې حاصلخېزي کموي، د بوټو سوځېدو او ناروغیو ته حساسیت زیاتوي، د محصول کیفیت ته زیان رسوي، او چاپېریال ککړوي.

✅ سم کنټرول:

🔹 متوازنې سرې وکاروئای - )ایکټو سول (NPK
🔹 د بوټو اړتیا ته په کتو درمل وکاروئ – (ډیفیټر پلس، ایلیکټس الټرا، وغیره)
🔹 د متخصصینو مشوره واخلئ

💡 د حاصل ساتنې لپاره، درمل او سرې هوښیارانه وکاروئ!

📲 وټس اپ: 0787520334 | 🌐 د فېسبوک پاڼې لینک"
https://www.facebook.com/HewadKarwanda/
👍 پوسټ شریک کړئ ترڅو نور بزګران هم تری ګټه واخلي!

د بوټو د فزیولوژیکي فشار (Plant Stress) لاملونه او حل لارې!📢 درنو بزګرانو ته مسلکي لارښوونه:د بوټو فزیولوژیکي فشار (Plan...
05/03/2025

د بوټو د فزیولوژیکي فشار (Plant Stress) لاملونه او حل لارې!

📢 درنو بزګرانو ته مسلکي لارښوونه:

د بوټو فزیولوژیکي فشار (Plant Stress) هغه حالت ته ویل کېږي چې بوټي د چاپېریالي یا کیمیاوي عواملو له امله له ستونزو سره مخ کېږي، چې دا د ودې کمښت، د حاصل کمېدو، او د ناروغیو زیاتوالي لامل ګرځي.

د فزیولوژیکي فشار عام لاملونه:

چاپېریالي عوامل:

• د هوا ناڅاپي بدلون، د تودوخې لوړېده یا کمېده (Heat & Cold Stress)
• د باران زیاتوالی یا وچکالي (Water Stress)
• د لوړ رطوبت له امله د ناروغیو خپرېدل

خاورې او تغذیې عوامل:

• د مغذي موادو کمښت (کلسیم، پوتاشیم، بوران، مګنیزیم)
• د خاورو غیر متوازن (pH)
• د سرې یا کیمیاوي درملو ناسم استعمال

بیولوژیکي عوامل:

• د فنګسي، بکتریایي او ویروسي ناروغیو خپرېدل
• د حشراتو زیان رسونه (سپینه مچۍ، تریپس، افیدونه)

د کنټرول مؤثرې لارې:

• د متوازنو مغذي موادو کارول، د امینو اسید لرونکي ریلاۓ (Rely) سرې استعمال کړئ.
• د ناروغیو مخنیوي لپاره مناسب فنجسایډونه، ایلیکټس الټرا (Electus Ultra) وکاروئ.
• د بوټو د رطوبت کنټرول، د اوبو منظم استعمال، او د اوبو د مناسبې نکاسۍ مدیریت.
• د موسم د بدلون سره سم د بوټو ساتنه او د زیان رسوونکو حشراتو کنټرول.

💡 د سالمو بوټو لپاره د فزیولوژیکي فشار کمول ډېر مهم دي، زر تر زره اقدامات وکړئ!

📲 د مسلکي مشورې لپاره موږ سره اړیکه ونیسئ!
📲 وټس اپ: 0787520334 | 🌐 د فېسبوک پاڼې لینک"
https://www.facebook.com/HewadKarwanda/
👍 پوسټ شریک کړئ ترڅو نور بزګران هم تری ګټه واخلي

په رومیانو فصل کې د ویروسي ناروغیو پیژندنه او کنټرول: بزګرانو ته مهمه مشوره:په رومیانو فصل کې ویروسي ناروغۍ د حاصلاتو کی...
04/03/2025

په رومیانو فصل کې د ویروسي ناروغیو پیژندنه او کنټرول:

بزګرانو ته مهمه مشوره:

په رومیانو فصل کې ویروسي ناروغۍ د حاصلاتو کیفیت او مقدار ته جدي زیان رسوي. دا ناروغۍ د حشراتو، ککړو تخمونو، او د بزګرانو د وسایلو له لارې خپرېږي.

د ویروسي ناروغیو عامې نښې:

• د پاڼو غیر طبیعي کوچنیوالی او تغیرات
• د پاڼو یا میوو غیر منظم رنګ (زېړ، تور یا شین رنګونه)
• د بوټي عمومي کمزورتیا او وده نه کول
• د حاصل کمښت او خراب شکل لرونکې میوې

د کنټرول مؤثرې لارې:

• د حشراتو کنټرول: د سپینې مچۍ (Whitefly) او تریپس (Thrips) په څېر حشرات کنټرول کړئ.
• مقاوم ډولونه وکرئ: د ویروسي ناروغیو پر وړاندې مقاوم تخمونه وکاروئ.
• ککړ وسایل مه کاروئ: د بوټو پرې کولو وسایل له استعمال مخکې او وروسته پاک کړئ.
• د ناروغو بوټو له منځه وړل: ککړ بوټي سمدلاسه له فصله لرې کړئ.
• مناسب سپرې وکړئ: د ویروسي ناروغیو د خپرېدو مخنیوي لپاره ایلیکټس الټرا (Electus Ultra) وکاروئ.

💡 سالم فصل لپاره د مخنیوي تدابیر مهم دي، د ناروغیو د کنټرول لپاره زر تر زره اقدام وکړئ!

📲 د مسلکي مشورې لپاره موږ سره اړیکه ونیسئ!
📲 وټس اپ: 0787520334 | 🌐 د فېسبوک پاڼې لینک"
https://www.facebook.com/HewadKarwanda/
👍 پوسټ شریک کړئ ترڅو نور بزګران هم تری ګټه واخلي!

د باران وروسته د رومیانو د پاڼو تاوېدلو (Leaf Rolling) مؤثره حل! 📢 بزګرانو ته مهمه مشوره: د وروستیو بارانونو له امله د ر...
03/03/2025

د باران وروسته د رومیانو د پاڼو تاوېدلو (Leaf Rolling) مؤثره حل!

📢 بزګرانو ته مهمه مشوره: د وروستیو بارانونو له امله د رومیانو بوټي له فزیولوژیکي فشار (Stress) سره مخ دي، چې د پاڼو تاوېدلو (Leaf Rolling) لامل ګرځي. که کنټرول نه شي، حاصلاتو ته جدي زیان رسېدلای شي.

مؤثر حل او د محصولاتو سپارښتنه:

• ریلاۓ: (Rely) د بوټو طبیعي وده او مقاومت لوړوي، د باران له امله کمزوري شوي بوټي تقویه کوي.
• ایلیکټس الټرا (Electus Ultra ) : د ناروغیو او فزیولوژیکي فشار پر وړاندې د بوټو دفاعي سیستم پیاوړی کوي او د پاڼو تاوېدلو مخه نیسي.

💡 د غوره پایلو لپاره، د باران وروسته ژر تر ژره سپرې وکړئ!

📲 د مسلکي مشورې لپاره زموږ سره اړیکه ونیسئ!
📲 وټس اپ: 0787520334 | 🌐 د فېسبوک پاڼې لینک"
https://www.facebook.com/HewadKarwanda/
👍 پوسټ شریک کړئ ترڅو نور بزګران هم تری ګټه واخلي!

Address

Jalalabad
2601

Opening Hours

Monday 09:00 - 17:00
Tuesday 09:00 - 17:00
Wednesday 09:00 - 17:00
Thursday 09:00 - 17:00
Saturday 09:00 - 17:00
Sunday 09:00 - 17:00

Telephone

+93781313038

Website

Alerts

Be the first to know and let us send you an email when Hewad karwanda هېواد کرونده posts news and promotions. Your email address will not be used for any other purpose, and you can unsubscribe at any time.

Contact The Business

Send a message to Hewad karwanda هېواد کرونده:

Shortcuts

Share