Plant Doctor

Plant Doctor دلته يواځي د ﺯراعت اړوند معلومات اپلوډ کیږی خپل مشکلات کمنټ٫مسنجر او يا هم واټساپ ته مسج وکړي/ ولیږی

31/05/2026

🌙 د لوی اختر مبارکي 🌙

د سردار خان زراعتي خدماتو مرکز ادارې له خوا ټولو درنو هېوادوالو، قدرمنو دهقانانو او ګرانو مشتریانو ته د نېکمرغه لوی اختر مبارکي وړاندې کوو.
الله ﷻ دې دا مبارکې ورځې ستاسو لپاره د خوښۍ، سوکالۍ، روغتیا او برکت سبب وګرځوي.

اختر مو بختور، عبادتونه مو قبول، او قربانۍ مو د الله ﷻ په دربار کې قبولې شه.
هیله ده چې زموږ ګران هېواد ته تلپاتې سوله، ورورولي او خوشحالي راشي.

✨ تقبل الله منا ومنکم صالح الأعمال ✨

په درنښت
د سردار خان زراعتي خدماتو مرکز اداره

  F1 110
08/02/2026

F1 110

12/12/2024
07/07/2024

د کربزو ساحه کې د سرو رومیانو د باغونو څخه لیدنه وشوه او د رومیانو ناروغۍ وکتل شوې،
همدا شان باغوانانو ته رومیانو د ناروغیو څخه د ژغورنې په موخه اړین هدایت ورکړل شول

دبانجانو ډولونه بادنجان (Eggplants) دګل لرونکو نباتاتو له ډلی څخه دی اود تاجریزانو (Nightshade) له کورنی څخه دی.دغه نبات...
25/06/2024

دبانجانو ډولونه

بادنجان (Eggplants) دګل لرونکو نباتاتو له ډلی څخه دی اود تاجریزانو (Nightshade) له کورنی څخه دی.
دغه نبات دهندوستان هیواد بومی دی اوله 1500کالو څخه اضافه په هند اوچین هیوادونوکی کرل کیږی. دکوچیانو په وسیله اروپا ته لاره وموندله. په هند ، چین ، ایران ، پاکستان کی په زیاته اندازه تولیدیږی خوزمونږ هیواد په ګرمسیرو اونیمه ګرمسیرو اومعتدلو سیموکی یوازی دداخلی مصرف لپاره کرل اوروزل کیږی. یوکلن نبات دی ارتفاع یی د 40 - 150 سانتی متروته رسیږی.
دبانجانو میوه تور ، سپین ، بنفش ، شین او ژړ رنګونوکی لیدل کیږی.
په عمومی ډول بانجان دوه ډولونه اوږده او ګردی. خوکولای شو هغه ترځانګړی څیړنی لاندی ونیسو:

١. توربانجان :

په قلمی یا اوږده او ګردی ډولونو سره په زیات شمیر موندل کیږی اوزیاتره په پخلی کی ترګټی اخیستنی لاندی نیول کیږی . دتکثیراوکرلو طریقه یی دتخم یا نیال په ډول ده. دغه نبات دغوښینی اوسپینی میوی لرونکی دی په قلمی ډول کی اوږدوالی یی دمیوی دقطر ددوه نیم برابره څخه زیات اوپه ګردی ډول کی دمیوی اوږدوالی تقریبا دقطر سره یی برابردی.

٢. امریکایی یا بغدادی بانجان:

امریکایی یا بغدادی بانجان هم دوه ډولونه (اوږده اوګردی ) لری.
په لمړی نوعه کی اوږدوالی دمیوی دقطر دوه برابره دی او په دوهمه نوعه کی اوږدوالی دمیوی دقطر سره برابردی.
په دواړو ډولونوکی دنبات بوټی ټیټ قدی دګڼو ښاخونو او پاڼو لرونکی دی.

٣. سپین اولوړ بانجان :

سپین بانجان خوږ خوند لری. سپین بانجان زیاتره دیوه زینتی نبات په توګه دپام وړګرځی. خودهغوی دروغتیایی خواصو ته په کتلو سره اوس دیوه سبزی په توګه په پخلی کی ورڅخه ګټه اخیستل کیږی.
سپین بانجان دتورو بانجانو په پرتله بیل خوند اومزه لری او په مراتبو له تورو بانجانو غوره خوند لری.
دمصر هیواد دسپینو بانجانو منشاء ګڼل کیږی.

٤. شنه بانجان:

شین رنګ لری اوږده اوګردی ډولونه لری . داچی پوست یی ډیر نازک دی دمصرف په وخت کی په ځانګړی توګه دکنسرو جوړولو په صنایعوکی له پوست سره ورڅخه ګټه اخیستل کیږی.

٥. سره بانجان :

داډول بانجان سور رنګ لری دودی لپاره دلمر زیاتو وړانګو ته اړتیالری. په دوه ډوله دی قلمی او ګردی.

6. بنفشه بانجان:

ظاهرا ډیره ښکلا اوبنفش رنګ لری. ددی ډول بانجانو میوه نیونه له 90 ورځو څخه وروسته پیلیږی اوخوږ خوند او مزه لری.

7. ژړ بانجان :

25/06/2024

دسلفرو کود (پارومی ایس 80%)

• دغه ( PARUMI - S) سره په زیاته اندازه د سلفرعنصر لرونکی ده.
• دسلفرارزښت د نباتاتولپاره داړتیا وړدوهمی زیات مصرفه اوله نایتروجن ، فاسفورس او پوتاشیم څخه وروسته څلورم ضروری عنصردی.
• سلفرد پروټینونو، ویتامینونواودانزایمونوپه جوړښت کي ونډه لري اودفوتوسنتیسیز دعملې په ښه والی کي او دیخ په موسم کي دنباتاتو دمقاومت په زیاتوالي کي مهم رول لری.
• دپارومی ایس سری مصرف دکرنیزو اوباغداری محصولاتو دکیفیت په ښه والي کي ډیراغیزمن دی.
• په هغوځمکواوباغونوکي چې بزګران د 2 – 3 کلونوراهیسي د DAP سره استعمال کړی وي اړینه ده یوځل پارومي اِس استعمال کړې.
• دتوری یا DAP سری استعمال دځمکي PH قلوی کوي، خاوره سختوي، دریښودعناصر دجذب فعالیت په ځانګړی توګه دکم مصرفه عناصرو (اوسپنه اوجست ) راکموی.
• ددې لپاره چې دځمکې PH اصلاح وي ، دریښوفعالیت غوره والی ومومی اونبات کم مصرفه عناصر په سم ډول جذب کړی نولازمه ده چې دپارومی اِیس سری څخه ګټه واخیستل شی .

داستعمال اندازه
• په کرنیزو نباتاتو باندی محلول پاشی په هکتارکی د 1-2 لیټره په 1000 لیټره اوبوکی اودآبیاری اوبو له لاری د 4 -5 لیټره.
• په باغونوکی په ونو باندی محلول پاشی په هکتارکی د 1-2 لیټره په 1000 لیټره اوبوکی اودآبیاری اوبو له لاری په هکتارکی د 5 -7 لیټره.

June 25, 2023

دوینی پوډرBlood Powderدوینی پوډرو استعمال :• دوینی له پوډرو څخه په زیاته کچه دحیواناتو اوالوتونکو دخوراک لپاره ګټه اخیست...
25/06/2024

دوینی پوډرBlood Powder

دوینی پوډرو استعمال :
• دوینی له پوډرو څخه په زیاته کچه دحیواناتو اوالوتونکو دخوراک لپاره ګټه اخیستل کیږی.
• ځکه ددغه محصول پروټین د 70% په شاوخواکی ده اودحیواناتو اوالوتونکو دجیری دپروټین دبرابرولو لپاره ورڅخه ګټه اخیستل کیږی.
• دغه پوډرو دنباتاتو لپاره دسری په ډول استعمالیږی .

دوینی دپوډرو غذایی ارزښت
• خام پروتین شاوخوا 70% .
• آزاد نایتروجن 93.8% .
• غوړ 1% .
• رطوبت 11% .
• فاسفورس 0.10% .
• ایره 7% .
• معدنی مواد 5% .
• اوسپنه

دوینی پوډر په دریو طریقو سره لاسته راځی:
استوانه یی وچونه (Drum Drying) :
• په دغه طریقه کی تازه وینه دیوی سطحی په مخ چی ګرمه اودورانی جرکت لری تویوی .
• کله چی وینه دګرمی استوانی سره تماس پیداکوی هغه اوبه چی په وینه کی موجودی دی تبخیریږی اودپرله پسی څرخیدو سره وینه وچه اوله سطحی څخه جلاکیږی اوپه یوه بل ځای کی دپوډر په ډول جمع کیږی.
• دورانی استوانه داوبودبخار په وسیله ګرمیږی اوددغی پرمختللی دستګاه په وسیله په ډیره کمه موده کی ( په څوثانیوکی ) دوینی پوډرجوړیږی.
حلقوی وچونه Ring Drying
• دغه دستګاه دداسی حلقو یا کړیو په څیر ده چی مایع وینه ددغو حلقو دننه قرارنیسی .
• دغه حلقی ګرمی دی اودګرخیدو په حال کی وینه وچوی اویوه سنټریفیوژ دستګه تل وچه شوی وینه دنا وچی شوی وینی څخه جلا کوی ترڅو هغه دوچونکی له دوران څخه خارجه شی .
• ددغی دستګا کار چټک اودوامداره دی . ددغی دستګاه کار په دی ډول دی چی دمایع دسطحی اوداخلی رطوبت دواړه په یوشانته ډول له منځه وړی اووینه وچوی.
محلول پاش وچونه Spray Dying
• دغه دستګاه په ډیرو پرمختللیو کارخانوکی شتون لری اوپه ساده ډول کارکوی. په دغه طریقه کی مایعات په برخو اوډیروکوچنیو ذراتو ویشل کیږی اووروسته دغه ذرات باید دګرمی اوتودوخی په وړاندی قرارونیسی . ددغه دستګاه ګټه داډول ده چی کولی شو دتبخیر اندازه دمحفظی دداخلی تودوخی اوسرعت سره تغیر کړواودخوښی وړ رطوبت ته په اسانی سره لاس رسی ومومو.
• ددغی دستګاه کار په دوه ډوله دی لمړی تودوخه دلوړی خواڅخه محفظه ته داخلیږی اودوینی کوچنی شوی ذرات دتودوخی مخالف جهت نیسی اوددستګاه دلاندی خواڅخه دمحفظه داخل ته واردیږی.
• دذراتو سره دتودوخی ټکر ددی سبب ګرځی ترڅو دوینی ذرات وچ شی اوپه وچ ډول له دستګاه څخه خارج شی.
June 25, 2023

Address

Afghanistan/Ningrahar
Jalalabad

Website

Alerts

Be the first to know and let us send you an email when Plant Doctor posts news and promotions. Your email address will not be used for any other purpose, and you can unsubscribe at any time.

Shortcuts

Share