پشتو ناول

پشتو ناول پشتو ناولی او لنډی کیسی

څلورمه برخهماچي د استاد خبره واورېده پر دې خبره مې هیڅ فکر ونه کړ چې زه پهوروستیو تمرینونو کې ستونزې لرم او که نه، ودرېد...
29/05/2026

څلورمه برخه

ماچي د استاد خبره واورېده پر دې خبره مې هیڅ فکر ونه کړ چې زه په
وروستیو تمرینونو کې ستونزې لرم او که نه، ودرېدم چوکۍ ته مې لاس کړ او
استاد ته مې و ویل زه تیار یم. استاد څانګې ته هم و ویل چي خپله چوکۍ اوچته
کړي او له ما سره چمن ته ووځي زه تر دروازې تللی وم چي شاته مې وکتل
څانګې هم خپله چوکۍ راخسته، زرینې ته مې هم پام ور واوښت په مانا خیزو
موسکو سترګو یې زموږ پر خوا راکتل، ما او څانګې د چمن د اونې سیوري ته
مخامخ چوکۍ واچولې، هغې په رېږدېدلو ګوتو د فزیک د کتاب پاڼې اړولې خو
هېڅ پوښتنه یې نه کوله، زما سترګې هم ښکته وې او د بڼو لاندې مې د هغې د
مضطرب پېغلتوب ننداره کوله.
ما سترګې پورته کړې خو هغې لا لاندې کتل، بالاخره یې منورې تورې سترګې
راپورته کړې سترګې مو سره وجنګېدې، بل راز کیفیت و، د لومړي ځل لپاره
مې حواس له داسې تجربې سره مخ و، په تېره باڼه یې لکه په شاتو لړلي غشي
زما په زړه راخښېدل ځان راته لکه د افلاطون فلسفه له دې مادي نړۍ نه ماورا د

ازل په لاهوتي سیمه کې ښکارېده چې دوه سترګې په کې لکه روښانه توري
ځلېدل وخت هم خپله مانا بېللې وه، داسې راته ښکارېدې لکه چې دا سترګې ما
لیدلي دي هغه زمان چې کاینات نه و.
خدایزده تر کومه به مو سترګې جنګولې وي خو د څانګې باڼه ښکته شول زه هم
څو شېبې غلی وم، زړه مې وغوښتل چې څه و وایم خو الفاظو ترتیب نه مونده
خو زړه مې ټینګ کړ او ورو غوندې مې ورته و ویل:
څانګې باور لرې چې درسره مینه لرم؟ د هغې شونډې لکه د ګلورینې څانګې په
رپېد و شوې ما احساس کاوه چې ساه یې لنډه، لنډه کېده، څو ځله یې ځان ځواب
ته جوړ کړ خو جرآت یې ملګرتیا ونه کړه کټ مټ هاغسې لکه وزر غوڅې
کوتره چې له برجه د پرواز اراده وکړي، ټیټه پورته شي خو پر ځای ناسته پاتې
شي، بالاخره په ډېره ستونزه یې دا جمله له خپلو ګلابي شوډو رابېله کړه:
)با، با، باور نه ایمان لرم.(
په دغه وخت کې یوې ابدي نېکبختۍ زما روح ته خوله ورکړه او یو نه
بیانېدونکی سرور یې زما په وجود کې له وېښتو نه تر پښو خپور کړ.
د چمن د غاړې ګلان په نرۍ هوا کې داسې رپېدل لکه زه او څانګه، د اونې د
پاڼو جنګېدو نرۍ نغمه جوړوله لکه زما په خوشبختۍ چې لاسونه پړ کوي. له

څانګې نه مې پوښتنه وکړه چې ولې دې له سندرو لاس واخیست؟ په ټیټو سترګو
موسکۍ شوه ویل غزنه، وړاندې خو په ما الفاظ سندره کول، ستا مینې زه ټوله
سندره، سندره کړم اوس خو کله، کله زه د خپلو سختو هډوکو او مادي بدن
احساس هم نه کوم، بس لکه ستا د مینې له اهنګه چې جوړه یم، ما پخپلو سترګو
واوره زه ټوله سندره، سندره یم.
څانګې ته له اوله سندره وې د ستر شاعر سندره ستا سترګې لکه غېرې مریې
الفاظ له ازله زما د زړه په ګنبد کې موزونې غزونې کوي.
زما له داسې خبرو سره به هغه د حیا په اوو پردو کې پټه شوه، د پښتنو مینه چې
له سترګو الفاظو ته رسي همداسې کیفیت راځي، موږ خبرې هم کولې او د فزیک
د کتاب پاڼې مو هم اړولې، په دې کار سره زموږ هڅه دا وه چې څوک شک ونه
کړي هغه مهال چي د ګلانو سیوري راګرځېدل موږ له ښوونځي راووتو او بېلتون
په بېلو لارو د کورونو په خوا ولېږلو، زه په دې ورځ له ډېرې خوشالۍ نه په
کایناتو کې نه ځاېدم نغمه، نغمه وم، لارې راته د رباب تارونه ښکارېدل، هر قدم
یو مضراب و چې زما روح ته یې پرواز ورکاوه.

کور ته ورسېدم کتابونه مې یوې خواته و وېشتل بېرته و وتم او ځان مې د زمرک
دوی حجرې ته ورساوه، هغه هم راغلی و کتاب یې لوسته، کتاب مې وربند کړ
ویل یې دا پر تا د چا وشوه، کله مې لوست ته هڅوې او کله مې کتاب بندوې د
دې پر ځای چې د پوښتنې ځواب یې ورکړم اتڼ مې پیل کړ، هغه راته خندل او ما
اتڼ کاوه او څومره به چې زما په اتڼ کې جوش راته هومره د هغه خندا له واکه
وته، تردې چې له خندا نه چپه پروت و او خپل تشي یې نیولي و، آخر له خندا نه
ړنګ بنګ راپاڅېد او زه
یې ونیولم ما ځان نه ورکاوه، خو چې راته یې و ویل له خندا به مې مړ کړې پر
ځای ودرېدم.
ویل یې ته خوبه که چا بیخي مجبور نه کړې په ډله کې دې هم اتڼ نه کاوه دا نن
کومه هوا را الوتې، ورته مې و ویل اشنا ولې به اتڼ نه کوم نن خو ټول کاینات
لکه د بنګو پېمانه اتڼ کوي. په خندا یې راته و ویل بنګو ته دې لکه چې لاس
واچو ځواب مې ورکړ چې اشنا بنګ مې نه دي سکلي بلکې د تخیل په سیمه مې

په جریبونو، بلکې په خرورنو بنګ ټوکېږي راته یې په استفهامیه انداز و ویل نو
بیا؟
نو بیا دا چې در مې درخانۍ شوه، هغه خوشاله شو ویل ښه ده غزنه چې ستا د
زړه درز کوشیر وموند، خو ته هم اوس له ادم خانه کم نه یې خدایزده له کومې
څانګې نه دې شهباز جوړ کړی ؤ، ځه چې ځو ښار ته د دې خوښۍ په تحفه کې
به درته رباب واخلم، رښتیا هم بازار ته لاړو او رباب یې راته واخیست او بېرته
د زمرک دوی حجرې ته راغلو راته یې و ویل زړګیه ما خو درسره کړې ژمنه
پوره کړه، رباب دې زده کړ اوس ته ماته وایه چې ستا درخانۍ څوک وه؟
-سمه ده اول به درته یوه نغمه وغږوم بیا به درته درخانۍ وښایم، هغه راسره
ومنله او ما هم رباب په غېږ کې ونیو، غوږي مې ورتاو کړل او چې سر یې ونیو
نو دا سندره مې په نغمه کې را واړوله:
داګېر چاپېر په غرونو راغله بارانونو یاره
ږلۍ وریږینه
مه ځه دلته شپه وکړه پاتې شه باران دی

په نغمه کې دومره ګرم راغلم چې ځان او جهان مې هېر و .
یو وخت مې زمرک لاس ونیو او راته وې ویل ظالمه لږ خو ځان ته پام وکړه له
جامو دې خولې څاڅي او د رباب دې هم کار وکړ که پرې ایښى مې وای نو یا
خو دې د رباب تارونه شلول او یا د خپل زړه رګونه. رښتیا دا سندره خو به
څانګې هم ډېره زمزمه کوله زړه خو دې هلته ځاله نه ده جوړه کړې!؟
ورته مې وویل اشنا تا د خپلې پوښتنې ځواب خپله ومونده، هم څانګه زما درخانۍ
ده.
واه غزنه! څه غرنی ګلاب دې انتخاب دی په هر تول پوره ده، هسې د فزیک
استاد ته خو به دې هم دعا کړې وي. ومې پوښته چې هغه څنګه؟ راته یې وخندل
ویل نن سحر یې څومره ښه موقعه درکړه، ما هم ورسره ومنله او د فزیک
ښوونکي ته مې د دنیا او آخرت خوښي وغوښته.
زمرک راته و ویل: زه به د کتاب په کرښو کې ډوب شم اوس ستا او ستا د رباب
خوښه آرام کوئ، او که د ماښام ډوډۍ ته ایسارېږي ناوخته و بخښنه مې ترې
وغوښته او خپل کور ته لاړم.
بیا نو چي کله لیسې ته لاړم، کله به مې د څانګې سره په خوله خبري کولې او کله
په سترګو، خو د ازموینو لپاره مو تیاري هم کوله.

یوه ورځ یې راته و ویل: غزنه! ایله څو ورځې پاتې دي زه خو به هر کال د
اوړي په رخصتیو کې وطن ته تلم خو دا ځل مې زړه درزیږي هسي نه چې پلار
مې د بیرته راتلو مخالفت وکړي.
ما ورته و ویل: مه ډارېږه! پلار به دې ولې مخالفت کوي ته خو دلته هم د خپل
ورور سره وسېږې.
هغې یو سوړ اسویلی وکړ او وې ویل، دا خبره نه ده د لیسې په دوره کې هم د
کلي خلکو زما د پلار په هکله پسپسک کاوه چې پېغله لور یې مکتب وایي! په
کلي کې خو بي بي شي غټ څادر په سر کړي خدای خبر چې پېښور کې څنګه
ژوند تېروي؟ زموږ خلک بل راز دي هغوی وایي چې هلک هم پاکولتیي شي نو
له اسلامه لاس وینځي او د نجونو لپاره خو د پوهنتون تصور هم نه شي کولای
اخر پلار غریب به مې تر کومه په غوږونو کې مالوچ ګرځوي، غزنه زه خو
ډېره پرېشانه یم خدایزدده څه به کېږي؟
د څانګې خبرو خفه کړم، سترګې مي لمدې شوې له ځانه سره مې و ویل اخر تر
کومه به موږ داسې یو، کله به زموږ د غرونو په جنګ ځپلو کنډرو کې د دړګیو
پر ځای د علم څراغونه روښانه شي، خو بیا مې خپل ځان په کابو کې راوست او
څانګې ته مې داسې ډاډ ورکول پیل کړل:

څاانګې مه خفه کېږه، داسې به نه کېږي ستا پلار د ناوړه روایاتو خلاف بغاوت
کړی دی، چي ستا د ښوونې روزنې دومره غم یې وخوړ خامخا به دې پوهنتون
ته هم راپرېږدي. خو دا راته و وایه چې پوهنځی به کوم انتخابوې؟ ته و وایه ته
به کوم پوهنځی انتخباوې؟ ما ورته و ویل زه خو ستا مینې د سندرو، خبرو او
رباب سره اشنا کړم ادبیات به و وایم.
-که د زړه خبره درته وکړم زما هم ادبیات خوښ دي د ادبیاتو د ښوونکي دا
خبره مې په زړه لګېدلې چې )ادب د ژوند تفسیر او د هغې د بدلون لپاره وسله او
استدلال دی( زما همدغه هڅه ده چې ژبه او استدلال زده کړم چې په ټولنه کې
کره او کوټه خبرې او روایتونه بېل شي نو بیا به بدلون هم امکان پېدا کړي ګڼې
ګمان مې نه شي چې زموږ د پرمختګ دا وړۍ شړۍ شي.
خو رښتیا دا راته و وایه چي رباب دې د څه لپاره زده کړ؟.
په موسکا مې ورته و ویل په رباب کې مې تا پسې ویر کاوه دا لنډۍ دې نه ده
ورېدلې:
رباب زما په غېږ کې راکړه
زه مې د خپلې ځوانۍ ویر په کې کومه

-غزنه اوس هم ویر کوې؟
-نه اوس خوشاله یم.
-نو بیا ولې راته د ویر لنډۍ وایې؟
-ښه غوږ شه بله درته وایم:
خدای دې زما د غېږ رباب کړه
چې اننګي دې لکه غوږي تاوومه
لنډۍ مې و ویله خو سملاسي پرې پښېمانه شوم هېڅ نه شو کېدی اوبه له ورخه
تېرې وې، څانګه له حیا نه لکه مڼه سره شوې وه ، اوږده باڼه یې ښکته کړل او
غلې شوه.
څو شېبې مانه هم د خبرو چل هېر شو خو بیا مي د لنډۍ د اغېزې د پټولو په نیت
ورته و ویل: رښتیا له ازموینو وروسته به په لېسه کې د کانکوور کورسونه
پیلیږي، ته ورته ایسارېږې او که وطن ته به ځې؟.
خبرې یې پیل کړې خو په لهجه کې یې د لنډۍ نه د را پېدا شوې حیا رنګ
محسوسېده. ویل یې نه ورور مې د ازموینو نېټه پلار ته لېږلې ده راځي به زه نه
شم ایسارېدې. البته کتابونه او نوټونه به له ځانه سره یوسم که پلار مې د لوړو

زده کړو لپاره قانع کړای شو تیاري به هم وکړم او کانکور ته به هم ځان
راورسوم امتحانونه راغله او تېر شول د خدای فضل و، زه څانګه او زمرک په
ښو نمرو بریالي شو.
د نتایجو په ورځ مدیر صاحب ټول زده کوونکي په کتاب ودرول او وې ویل: )د
دولسم ټولګي د زده کووکو لپاره مېلمستیا ترتیبوو، د لېسې ټولو شاګردانو ته بلنه
ورکو، د بري لیکونو ورکړه او یوه سټېج ډرامګۍ د غونډې برخې دي. خو چای
شربت او ځیني نور څه به هم وي، هیله من یم سبا به راتلل نه هېروئ. والسلام(
د مدیر صاحب په بلنه سبا ډېر شمېر شاګردان لیسې ته راغلي وو، بلکې د څو تنو
ناکامانو او هغو شاګردانو سربېره، چي د سخت رقابت په پایله کې یې خپله نمره
بایللې وه ټول راغلي و.
لومړی شاګردانو یوه ډرامګۍ سټیج کړه چې پر افغانستان د جنګ د ناوړه اغېزو
ځغلنده ا نځور ګري یې کوله، بیا مدیر صاحب سټیج ته راغی، د لیسې پر کلنیو
هڅو او کارونو یې رڼا واچوله بریالیو زده کوونکو ته یې بري لیکونه ورکړل او
نور یې لیک او لوست ته وهڅول، بیا تفریح ته ورته فضا جوړه شوه د سټیج مخې
ته هیڅوک نه و ملازمینو چای، شربت و وېشه وروسته اناونسر د سټیج شاته
څرګند شو او د لاډسپیکر د مایک په ټنګولو یې د شاګردانو پام د ځان پر لور کړ.

وې ویل تاسو ټولو ته معلومه ده چې په داسې موقعو زمرک د خپل ځان سره
رباب راوړي، داسې ښکاري چې نن به په وروستي ځل د هغه نغمې زموږ د
لیسې له انګړه پورته شي ځکه چې هغه فارغ شو پوهنتون ته به ځي. په هر حال
زموږ له ګوتو ووت، زه بلنه ورکوم هیله ده. چې په ارام ډول او د زړه په
غوږونو به یې واورئ.(
په سټیج درۍ غوړېدلې وه، اناونسر میک ورښکته کړ زمرک هم ورغی، رباب
ته یې ګوته واچوله، داسې رباب یې وغږوه چې پخوا یې په لیسه کې نه و غږولی
او ولې به یې نه غږوه په لیسه کې یې وروستی رباب و ټول استادان او زده
کوونکي داسې غلي او حیران و لکه بتان، هغه بتان لکه چې یوه زمانه یې د دې
رباب نغمو ته انتظار کړی وي.
اونو، بوټو او ګلانو ورسره لکه ماهر نڅاګر په منظم سر او تال رقص کاوه،وڅو
په زړ پورې نغمې یې وغږولې او بیا یې رباب غږول بس کړل، ما یک ته یې
خوله ورنزدې کړه او ویې ویل، درنو حاضرینو زما رباب خو مو ډېر اورېدلی،
زما یوه ملګري اوس اوس رباب زده کړی، هغه به په دې وروستۍ غونډه کې د
لومړي ځل لپاره رباب وغږوي. غزن ته بلنه ورکوم چې سټېج ته راشي زما د
نوم په اورېدو د زده کوونکو تر منځ کونګوسې پیل شوې، یو تر بله یې ویل

غزن! غزن!؟ غزن او رباب؟ زمرک بیا بلنه راکړه جرات راته ګران و. خو د
زمرک او نورو ټینګار اړ کړم چي یوه نغمه وغږوم.
هماغه نغمه:
دا ګېر چاپېر په غرونو راغله بارانونه یاره
ږلۍ وریږینه
مه ځه دلته شپه وکړه پاتې شه باران دی
چې له سټیجه راکوزیدم نغمه مې په ذهن کې کړنګېده او خورو وروحواسو مې
ورسره د شاګردانو د لاسونو پړکا یو ځای کوله. له کومې خوا مې د زرینې آواز
هم اورېده. چې ویې ویل: ”ته خو په ساده کې تیله دار وختې“ خو زما په هواره
ځمکه پښې ښوېدې بارانونه نه و راغلي خو چې د څانګې څنګ ته ورسېدم بڼو
پورې یې دوه سپینې ځلېدونکې اوښکې نښتې وې، تر ناوخته په لېسه کې وو.
څانګې او زرینې راسره مخه ښه وکړه زما سترګې هم د څانګې په شان لمدې
شوې.
په تلو، تلو کې څانګه لکه د ګلو لښته کږه شوه په سرو سترګو یې راوکتل، زما د
نظر غېر مریي لاسوو یې ډېره لمنه ونیوه، خو د بېلتون لاسونه دېر زورور و، د

زېړ لمر په وړانګو کې هغه یو زرینه مجسمه ښکارېده، زما نظرونو یې تر هغې
پښو ته ځان غورزوه چې پناه شوه.
زما څانګه د بېلتون سېلۍ یوړه، زما ښکلې څانګه زما ګلورینه څانګه، او زه! زه
لکه خزان وهلې ونه پاتې شوم، د خوږو نغمو مرغۍ والوتې یوازې سپېرو سیلیو
زما په وجود کې ویرونکی ساز غږاوه. زما سترګو څانګه بېللې وه، ټول کاینات
راته ناامیده جوارګر ښکارېدل، لکه چې قمار یې وهلی وي، لکه چې ښایست یې
بېللی وي، لکه خپل ټول رنګ و نور یې چې له لاسه ورکړی وي، بېخي بل راز
شوی وم د ژوندي لاش کلیمه راته د ډرامو او ناولونو یوه مړه اصطلاح ښکارېده،
خو د څانګې له تلو وروسته وپوهېدم، چې ژوندی لاش هم وي.
د کانکور کورسونه هم پیل شول زه او زمرک هم ورتلو خو زما ذهن به لږ وخت
په ټولګي کې او ډېر وخت بل ځای و. هغه ځای چې لامې د سر په سترګو نه و
لیدلی، د څانګې په کلي کې به وم هغې ماته ایله همدومره ویلي و چې د سپین غره
په لمنو کې وسېږي.
ما به په خیال کې څانګه جوړوله، غره ته به ځي، په نرۍ ملا به درانه منګي په
سر وي شوخې غرنۍ نجونې به یې چېړي تنګوي به یې خو چې هغه به خاندي او
که خفه به وي څانګه پوهېده چې غرونه مې خوښ دي، هغه به زما تصور

چېرته، چېرته ګرځوي د بزرګې څوکې سرته به مې خېژوي، ابشارونه به
راباندې اوري، د نښترو په څانګو کې به راسره زانګي او د چینې اوبه به راباندي
شیندي.
د کانکور کورس هم په ختمېدو شو وروستۍ ورځ وه له زرینې نه مې پوښتنه
وکړه: څانګه نه ده راغلې له احواله یې خبره یې؟.
هغه خوشاله نه ښکارېده، زما له پوښتنې سره یې په څېره کې نور خپګان هم
خپور شو، هغه پخوانۍ شوخي یې نه وه سر یې ټیټ کړ ویې ویل غزنه د ورور
کور ته یې ورغلې وم، څانګه نه وه راغلې او د ورور په خبرو کې یې هم د هغې
د راتلو د امید توري نه وو، داسې نه ښکاري چې د څانګې کورنۍ به هغه لوړو
زده کړو ته پرېږدي.
د زرینې خبرو په چرتونو کې لاهو کړم هوډ مې وکړ چې څانګې ته د زرینې له
خوا یو لیک ولیکم او موقعه یې هم وه، د ګرمۍ موسم و، بهر باران په ورېدو و،
ټول شاګردان یې د نندارې لپاره برنډې ته وتلي و، ما لیک د زرینې له خوا پیل
کړ دا دوه رنګي زما فطرت نه، بلکې مجبوریت و.
کلیوالې جینۍ ته د هلک له خوا لیک لیکل، داسې جرم و چې د څانګې د مرګ
سبب هم ګرځېدی شو نو ځکه مې د زرینې د نوم په تکیه دا کار کاوه، بیا هم ځان

راته ښه نه ښکارېده خو له ځان سره مې و ویل زه خو دا کار په پټه نه کوم زرینه
به هم خبروم ترې، لیک خو به هم هغه د څانګې ورور ته سپاري، د لیک بل
جواز مې دا ګاڼه چې د څانګې پلار ته به هم څو خبرې ولیکم ګوندې څانګه لوړو
زده کړو ته پرېږدي.
یوه به مې جمله لیکله یو ځل به په فکرونو کې ډوبېدم لیک به مي نیم ته رسولی و
چې باران زور واخیست زمرک له کړکۍ نه اواز راکړ وه غزنه دباندي راوځه
ډېر ښکلی باران دی او باد خو ترې لکه د استاد مطرب پستې نغمې راوباسي.
ما ورته وویل اشنا بس ته ولاړ اوسه زما په ځای هم نغمې واوره زه نه شم
دروتی.
ځواب یې راکړ راوځه ګنې زه درپسې درځم، پوه شوم چې نه یې مني برنډې ته
ورووتم رښتیا هم ښه شېبه وه، ونې بوټې یې په سندرو راوستي وو خو زما زړه
له خپل نیمګړي لیک سره و څو شېبې ولاړ اوم ، بیا مې د زمرک زنې ته لاس
وروړ او ورته مې و ویل ته له بارانه خوند اخله یوه ضروري لیکنه مې نیمګړې
پاتې ده. بس چې پوره شي بېرته راوځم، ښه و راسره یې ومنله د ټولګي په
دروازه چي ورننوتم د سترګو په رپ کې مې حواس بدل شو د څانګې د راتلو
ورځ را په یاد شوه.

د ټولګي د شاګردانو شور او شوخي مې پر زړه راوورېده دا ځکه چې د ټولګي
چت څو ځایه په څڅېدو و، خونه څانګه لکه لمده کوتره د لومړي ځل لپاره زموږ
ټولګي ته راغلې وه او نه شوخې نجونې چترۍ په سر د کوټې ترچت لاندې
ګرځېدې.
له ټولګي مي بېخې کرکه وشوه، که کتابونه او لیک مې نه وای خامخا به ترې
بېرته وتلم خو چې چوکۍ ته ورسېدم لکه ټول چت چې راباندي پرېوتی وي هغه
څه شوي و چې ما یې توقع هم نه لرله. په کتابونو مې کوټه څڅېدلې وه او
نیمګړی لیک له منځه تللی و په رپاندو لاسونو مې کتابچې راواخیستې په مخامخ
دېوال مې سترګې ولګېدې د څانګې لیک هماغسې تازه و ”ایمرجنسي“ وپوهېدم
چې په لیسه کې پاتې کېدل بې ګټې، بلکې ستونزمن دي، غریو نیولی وم، حواس
مې پوره په کنټرول کې نه و، ټول بدن مې لکه پاڼه په رپېدو و او په هر قدم مې د
پرېوتو ویره وه، څانګه نه وه، خو سندرې یې زما په مغزو کې قیامت جوړ کړی
و:
دا ګېر چاپېر په غرونو راغله بارانونه یاره
ږلۍ وریږینه
مه ځه دلته شپه وکړه پاتې شه باران دی

بالاخره د کانکور امتحان هم راورسېد ورمو کړ زه و زمرک ادبیاتو ته لاړو او
زرینه رانه د طب په لور بېله شوه.
پووهنځي ته مې تلل پیل کړل، خو حالت مې له یوې ورځې نه بلې ته په خرابېدو
و، ذهني تمرکز مې له لاسه ورکړی و، د استادانو درسونو ته مې پام او توجه نه
شوه کولای، که استاد رانه سمدلاسه د خپل تشریح کړي درس پوښتنه کړې وای
په ځواب کې به یې لکه بې حسه بت خاموش پاتې شوی وم، ایله یو تن استاد
داسې و چې زما باغي پام به یې رام کاوه او هغه ځکه چې د مینې او ښکلا
قدردان و ټول کاینات یې پر همدې محور ګرځول خو کله، کله به مې د هغه خبرو
ته هم پام نه و، یوه ورځ زمرک د پوهنتون کانتین ته بوتلم او راته یې و ویل د
څانګې بېلتون لکه کمان په ملا کوږ کړې، هېرولی یې نه شې؟.
په حېرت سره مې ورته و ویل: څانګه هېرول، ایله خو یې د یادولو وخت راغی،
ایله خو وپوهېدم چې څانګه څنګه وه او څوک وه؟.
زمرک راته و ویل محصل د ادب یې او ګرځوې د فلسفلې کتابونه ځکه خو دې دا
حال دی آیا څانګه وروستۍ جینۍ وه نورې کمې دي، )و وایه چې څومره مشتري
درته پیدا کړم.(
مننه! خو ځنې ښایستونه له حساب کتاب نه بهر وي. لومړی هم وي او وروستي

هم زما لپاره څانګه همداسې ده بلکه دا چې هغې د پوهنتون ارمان درلود، داسې
که هر غزن خپله څانګه پرېږدي د بې وسۍ دا ګراف به خورا لوړ لاړ شي.
عجیبه ده زموږ خلک د زوی د زده کړو لپاره د پلار نیکه هډوکي پلوري، مځکې
خرڅوي خو د لور تعلیم شرم ګڼي او ځیني خو مې داسې هم لیدلي چي د زده
کړې لومړی ګام د کفر په لور ګڼي زه بیخي حېران یم دا خلک به کله له تعلیم
سره اشنا کېږي او د حافظې پر تخته به کله دا جمله لیکي چې ښځه هم انسان دی،
خو زمرکه زما دا استدلال عام دی په خاص ډول هغه زما معشوقه ده، مین یم
پرې هجران یې اور دی سیځي مې ایره کوي مې او بیا زه خو مجبور یم د خپل
تقدیر او فطرت په لاسونو کې ګیر یم، د خوشال خان بابا دا شعر سمه خبره لري:
زه خو شرابي یم شېخه څه راسره جنګ کړې
برخې ازلي دي کاشکې ما د ځان په رنګ کړې
له دې وروسته زمرک هېڅ ونه ویل، څو شېبې غلی و، بیا یې ساعت ته وکتل
ویل یې ټولګي ته د تلو وخت دی وربه شو ما هم ورسره خوښه کړه کانتین والا
ته مو پیسې ورکړې او د ټولګي په لور مو مخه کړه.
سبا چې زمرک ولیدم بیا یې کانتین ته بوتلم ویل یې څه مې درته راوړي ومې

پوښته چې څه دي؟ ویل یې که درته یاد وي ما په سوات کې درته د چا نوم
اخیستی و، نومونه خو ډېر و خو یو په کې د یاد ساتلو وړ نوم و، مالا غور کاوه
چې راته یې وویل: بس دی په حافظه زور اچول درته ښه نه دي دا یې وویل: او
له یوې کاغذي خلطې یې د خوشال خان خټک دیوان راوویست، ښایي تا دا کتاب
لوستی وي خو زه یې درته ډالۍ کوم ویې لوله ساعت به دې ورسره تېر شي. زه
هم په دې ډالۍ خوښ شوم، کتاب مې ترې واخیست او د کانتین نه و وتو.
بله ورځ زمرک په یوه خالي ساعت کې راته و ویل څنګه و خوشال بابا؟.
زه لږ غلی شوم ورته مې و ویل: څانګې، څانګې و، د هغه باز او شاهین پر سپین
غره وزرې راکاږي د څانګې پر وطن، په ځلانده توره کې یې هم د څانګې څېره
ښکاري، څه به درته وایم د خوشال دیوان دزړه د مینې لپاره غوړ لرګی دی لامې
پسې اور تازه کوي خو د ټولو نه ښه خبره چې خوشال بابا کړې ده هغه دا چي:
هر چي خوږ د ښکلي مخ په مینه نه وي
د جهان په مخ اوده راغی اوده لاړ
زمرک وخندل ویل یې په خوب کې هم سړی د ښکلي مخ په مینه خوږېدی شي)په
تورو، تورو شپو کې زه رنګین خوبونه وینمه( ته مې نه ګورې چې په لیلیه کې

سحر له خوبه راپاڅم سترګې مې لمدې وي همدغه اوښکې وي. دا د مینې یو
مکتب دی چې سر لاري یې د سلطان محود لټان دي.
هغه دا خبره وکړه خو چې ماته یې پام شو په بله دنیا کې ورته ښکاره شوم راغی
تر څنګه مې کېناست زما لاس یې په خپل لاس کې ونیو ویل یې ولې زما په کومه
خبره خفه شوې؟ ما ورته وویل تا د اوښکو یادونه وکړه د معشوقې بېلتون هم
عجیبه وي د اوږده انقلاب غمیزو ته لکه غر ولاړم وم خو بېګاه مې اوښکې
وڅڅېدې په څانګې پسې، خو خفه پرې نه یم اوښکې زما د مادي وجود برخه ده،
څومره یې چې له لاسه ورکوم هومره مې ورسره روح پیاوړی کیږي.
زمرک راته و ویل زموږ نړۍ مادي ده، دلته به د مادي وجود هم قدر کوې زما
طبیعت بحث ته نه و برابر، نو ځکه مې ورته و ویل ستا خبره سمه ده، خو هغه
په موسکا کې راته و ویل، لکه چې دې خبرې مې فلسفیانه رنګ درلود، ځکه دې
خوښه کړه. یوازي همدومره مې ورته وویل چې کېدی شي، دواړه موسکي شو او
لیلیې ته لاړو.

لیلیې ته به زه او زمرک ډېر ځله یو ځای تلو. یوه ورځ یې راته و ویل غزنه ډېر
بدل شوې، دومره بدل شوې چې اوس دې زه هم نه شم بدلولی، خو یو بدلون
درکې رانغې او هغه د بدخشان د تصویر سره مینه ده، په لېسه کې دې هم پر
کتاب لګولی و او اوس په پوهنتون کې دې هم په کتاب لګولی دی، ومې پوښته
چې ګنې دا ښه نه دی ویل یې ښه دی، خو ډېره به ښه وای که د کومې پښتنې
سیمي انځور دې پر کتاب لګولی وای.
ما ورته و ویل چې: ما د افغانستان ډېري سیمي لیدلي، بدخشان لا پاتې دی بس په
انځورونو یې مینه ماتوم، ته خو تعلیم یافته یې سترګور یې داسې خبرې دې د وینا
راښکون کموي. که افغانستان باغ بولې، ګلان به یې خامخا اقوام وي، بله دا چې
د باغ ښادي هم یوه وي او غم یې هم، په سپرلي کې وغوړیږي او په خزان کې
مړاوي شي، یو سرحد ترې تاو وي او له یوې ویالې اوبه سکي که د هر ګل رنګ

بوی بدل دی، نو دغه بدلون او تغییر هم د نورو ګلانو وجود ورکړی، که یوازې
په صحرا کې وې له چا سره به یې ځان پرتله کاوه څنګه به یې د پېغلې په اوربل
زنګل او څنګه به شملې ته خاته، زمرکه په یو ګل نه پسرلی کیږي.
ځکه خوشال بابا وایي:
د سحر باده ګزر په چمن بیا کړه
په چمن کې رنګا رنګ ګلونه واکړه
زمرکه ستا نشنلزم غېر فطري دی او چې غیر فطري دی د ګټې پر ځای به تاوان
ولري.
زمرک موسکی شو، ویې ویل: زما نشنلزم غېر فطري صحیح، فطري خو ته هم
منې؟ ما ورته و ویل: د قام مینه په لاشعور کې ده نسل په نسل راځي، د قام
هومره لرغونتوب لري که په ”وحي“ پرېکړه کوي. محمد”ص“ ویاړي چې قریش
دی او که په عقل یې فیصله کوي افلاطون ویاړي چې یونانی دی زه هم مسلمان
انسان یم، همداسې یم که پښتون خوښوم له بله قامه به نفرت ولې کوم. بس
همدومره قام خوښوم چې بدخشان مې خوښ دی له ننګرهار سره عشق لرم.
زمرک پوښتنه وکړه او که یو قام پر بل تېری وکړي ظالم قام باید ختم نشي؟ نه

زمرکه په قام کې ځوانان، سپین ږیري، ماشومان، ښځې، بلکې په رحمونو کې
ویده ماشومان هم راځي. د ټولو تېری کول د فطرت قانون نه دی، که بېځایه تېری
کوي هغه به د یو مقصد لپاره راغونډ شوي اشخاص وي، هغوی سره جګړه په
کار ده د یوه هېواد د دننه د قامونو جنګ یو فطري او رېښتونی عمل نه، بلکې د
سیاسي جادوګرو سیاسي کوډې دي زمرک راته و ویل ته خو بدلون نه منې، خو
ما دې دا استدلال د زړه له تله ومانه.
زمرکه زه انسان یم کاڼی نه یم هره شېبه بدلېږم د کایناتو بدلون منم، خو د خیر
بدلون نه منم، ځکه چې خیر مینه ده ا و مینه زما څانګه ده.
ورځې تېرېدې خو خپله معشوقه مې لکه څانګې، څانګې ارغوان د زړه له درزه
لاپسې په غځیدو او خورېدو وه. د رباب په تارونو او د فلسفې په کرښو کې مې
ځان ورکول خپله مشغولا جوړوله، خو ځای یې نه راکاوه بیخي هغسې لکه چې
سیندونه مړه جسدونه له تله سرته ولي. له یوې ورځې نه مې بلې ته ذهني فشار او
د غړو سستوالی په ډېرېدو شو، خوب او خوراک مې بېخي کم شو. بس همدې غم
خوړم چې د زړه مېوه داره څانګه مې د بېلتون سیلۍ یوړه، په دماغو مې څه چل
کېده، د بدن په بېلا بېلو برخو کې مې دردونه پېدا شول، ساه مې بنده، بنده کېده،

بالاخره د کټ یې کړم، خو له خیاله مې نه وته د خاطر دا مصرعه به ډېره
رایادېده چې )زما د واړه عمر کار دې وکړ( خبره ډاکټرانو، معایناتو، عکسونو،
علاجونو او دواګانو ته ورسېده، بس هغه خبره وه چې:
هلک مین شو رنګ یې زېړ شو
مورې یې زیړي بابا ته وړي چې روغ به شینه
یوه ورځ زمرک سره هغه ډاکټر ته لاړم چې له پېله مو غوره کړی و. څه نا څه
مې ورته حالت څرګند شوی و، معاینه یې کړم، زړې نسخې یې په غور وکتې،
نوي درمل یې راته ولیکل ماته یې مخ کړ او راته یې و ویل په ذهن دې ډېر بوج
دې ویې غورزوه ډېر فکر مه کوه.
زه ورته موسکی شوم نور مې ورته هېڅ ونه ویل، له ځان سره مې ویل! څنګه له
سوچونو فکرونو ځان وژغورم د دې نیلي واګې اوس زما له ګوتو وتې دي ګورو
به چې چېرته ترې پرېوځم.
ډاکتر زمرک ته ورمخ کړ او ویې پوښته ته د غزن څه یې؟
-ډاکټر صاحب له دېرو کلونو راهیسې مې نزدې ملګری دی. ډاکټر سر وخوزوه
په لاسونو یې خپلې عینکې سمې کړې او له زمرکه یې دویمه پوښتنه وکړه )د

غزن شوقونه څه دي؟( هغه ورته و ویل ډاکټر صاحب اوس خو یې همدغه یو
شوق دی سوچونه کول، ډاکټر وخندل او وې ویل له دې شوقه وړاندې یې د څه
شوق درلود؟.
-ډاکټر صاحب وړاندې له دې یې کتاب، رباب او غرونو سره شوق و او یو بل
زورور شوق یې هم درلود. ډاکټر و ویل: زه وپوهېدم، د کورنۍ له غړو سره یې
خبرې وکړه ته یې نزدې ملګری یې ښه به همدا وي چې د رباب او کتاب سره
دوه په دوه د کومې غرنۍ سیمې سیل ته لاړ شئ ګوندې دا تجربه یې په روغتیا
ګټوره اغېزه وکړي.
له کلینکه راووتو زمرک همدا ټینګار کاوه چي سیل ته به ځو زه او ته خو ډېر
تللي یو خو دا ځل تلل ډېر اهمیت لري، ستا د درملو هومره اهمیت. ما ورته و
ویل: هر څه بې ګټې دي څانګه نه شته له هرې منظرې نه ساه وتلې ده. په کوم
څیز به مې له څانګې لرې باسې چې په هر څیز کې څانګه وي، د روغتون تنګه
کوته وي او که د بزرګې څوکې لمنه، دواړه به راته یو راز وي، په دې خبره مې
زمرک موسکی شو ویل یې بزرګه څوکه بزرګه څوکه ده، خامخا د چا د کلي هوا
ګاني پرې لګي.
دې خبرې او شاعرانه استدلال بلا خوند راکړ، لاځوابه یې کړم پر شونډو مې

ډېرې ورځې پس تته موسکا خپره شوه.
زمرک چي زما پر شوډو موسکا ولیده په څېره کې یې د خوښۍ احساس وځلېد،
پوه شو چې خبره مې ورسره ومنله، یو لاس یې زما پر ولي کېښود او بل یې هوا
ته پورته کړ له خوښۍ نه یې چغه کړه دغسي دا ادا دې ښه وه، دا عادت دی د ادم
خان نه و، زما د ملګري غزن غوندې پرېکړه دې وکړه، بیا سره بېل شو او
کورونو ته لاړو. مشران او د کور غړي مې د ډاکټر له وینا نه خبر کړل، ټولو دا
خبره خوښه کړه، د اړتیا وړ څیزونه مې د سفر په بکس کې واچول مازیګر تېر
دروازه وټکېده، چې پته ولګېده زمرک و، ور ووتم له ستړي مشي وروسته مې
بلنه ورکړه چې په بېټک کې کېنو، بخښنه یې وغوښته ویل یې په کور کې مې
خبره وکړه ځم تیاری کوم سبا سحر به د ګاډۍ سره درته د کور مخې ته ولاړ یم.
ما ورته و ویل زه خو به تیار یم، خو دا راته و وایه چې ځو به چېرته؟ هغه په
خندا شو ویل یې د ځای انتخاب خو مو پخوا کړی و، د رباب له ترنګه خو څه
جوړ نه شو، اوس به درباندې د ”میاعلي صاحب“ د ځنځیرونو شرنګا اورم او یا
به د سپین غره د بزرګې څوکې لمن نیسو ګوندې کرامت یې درباندي کار وکړي،
په دې خبره یې خندا راوسته او ورسره مې ومنله.

شپه تېره شوه، سحر شو رښتیا هم زمرک د ګاډۍ سره راغی او ننګرهار ته د تلو
په نیت روان شو، زمرک راته و ویل په ”تورخم“ نه اوړو، چې د غرونو ننداره
مو موخه ده ولې په تیراه لاړ نه شو لارې یې ستونزمنې دي، خو ځه خیر دی
کچرې شته ما ورته د ټوکې په انداز و ویل که کچرې نه وي نو بیا، ویې خندل
ویل یې ما هم د ډېرو غرونو لوړې ژورې له پښو ویستي، غم مه کوه په شادې پر
غره اړوم، د ګاډۍ د اسپې د موزونو قدمونو د ښکالو د سر او تال په خوند کې د
موټرو اډې ته ورسېدو، سیټ مو ونیو څو شېبې پس موټر حرکت وکړ، لږ وخت
پس فلاینګ کوچ موټر د خړ خیبر په کږ لېچونو کې روان و، زمرک مې د خیال
لړۍ غوڅه کړه او راته یې و ویل: خیبر هم د نګ غرونه لري، خو کاش چې د
سوات په غرونو په څېر شنه وای، ما ورته و ویل ګرانه به وي، چې د سوات
غرونه له خیبره غوره وګڼم، فطرت باید زموږ ټولې جذباتي، تخیلي، روغتیایي،
روایتي او ان روحاني غوښتنې پوره کړي، خیبر په خپل ځای پوره اهمیت لري،
د دې په تورو کاڼو کې چې د لرغونو فاتحینو د ښوېدلو نیلیو د نالونو کوم نقشونه
پاتې دي د نړۍ مورخینو ته د هلال حیثیت لري، هغه هلال چې د ماضي د
ماښامونو لاره ورته معلومه ده، خیبر د یو ستر قامي روایت امین دی او اوس خو
په دې غرونو کې د ستر حمزه سندرې هم غزونې کوي، خو ته به وایې چې ما د

سوات او خیبر ښکلایزه پرتله کوله که داسې وي، نو زه د سوات ښایست هم له
خیبره ډېر نه ګڼم، د کشمیر رنګي سوات شوخ شینوالی د جمال تږي ذوقونه تازه
کوي، دلته هیبت، لوړتیا او ټینګوالی د جمال تږي ذوقونه اوبه کوي او روح د
حېرت په وزرو د یو نامعلوم ښایست په لور په پرواز راولي، زمرک موسکی شو
ویل یې سمه ده زه پوهېږم چې هسې په نوم د ادبیاتو محصل یې ګنې ګړه وړه دې
د فلسفیانو په شان دي.
-ما څه ویلي دي هغه څه مې چي زړه ته راځي، د مدلل بیان هڅه یې کوم نوره
ستا خوښه، چې هر نوم راباندي ږدې ماته منظور دی. زمرک په خندا شو ویل که
دغه راز څو مناظرې مو وکړې انشاءالله زما کار به هم وکړې چېرته د غره په
سر به ناست یم لاسونه به لېونیانو غوندي اچوم او وایم به )من مست و تو دیوانه،
ما راکه بردخانه( هسې به ځینو شاګردانو دري درس ته غوږ نه نیو، ګوره چې ما
ورته غوږ نیولی و د ښوونکي دا خبره مې څومره په ځای وکړه ما ورته په
موسکا و ویل دا الزام خو دې بېرته واخله چې چا دري ته غوږ نه نیوه، د ړومبۍ
خبرې غوندي دي دویمه هم بنسټ نه لري کومه منظومه خبره چې تاوکړه هغه د
مولانا جلال الدین بلخي ده. زمرک په کړس، کړس وخندل ویل یې خبره د مستۍ
وه، جذباتي غوندې شوم بخښنه غواړم، خو ته هم له دې معما، معما خبرو نه تېر

شه، هغه اوزي وګوره څنګه آوازونه کوي دا راته و وایه، چې د خیبر او پېښور د
اوزو د آوازونو تر منځ څه توپیر دی.
په دې خبره ما هم غلي، غلي وخندل، دا ځواب به هم په فلسفه کې ګورو، د
ډاروین په کتابونو کې به یې ګورو چې د غره او هوارې څاروي په کومو برخو
کې توپیر لري و ولې یې لري. ښه په دې نه پوهېږې خو که درته و وایم چې
ښارۍ او غرنۍ جینۍ څه فرق لري نو تر سبا به هم ستا د ښکلا پېژندنې لیکچر
خاتمه ونه مومي، په دې خبره زما د وجود نابلده خوشالي والوته، بیا څانګه رایاده
شوه. هغه هم د خپلې خبرې پر اغېز وپوهېد، غلی شو زه هم په فکرونو کې ډوب
شوم په دې کې کلنډر غږ وکړ )علي مسجد والا( موږ دواړه هم رانېغ شو موټر
ودرېده، خپل بکسونه مو کوز کړل او د تیرا موټر ته وختو د لوړ ژورو، شنو
غرونو او خړو خوړونو له نندارو وروسته د تیرا غرنۍ سیمې ته ورسېدو، د
پښتنو د قامي روایاتو په کتاب کې د روایتي ژوند په زړه پورې پاڼه وه. زما
ننداره نېمګړې ننداره بللې شئ ځکه چې زه د زمان او مکان له پنجرو ډېر زر
وتم، کله به ماضي ته تللې وم د څانګې سره به مې خبرې کولې او کله به په
راتلونکي وخت کې د څانګې سره د یو نالیدلي غره د سپینې چینې پر غاړه ناست
وم، هغې به غلې سندره ویله او ما به ورته د نغمو مترنمې جامې جوړولې، تیراه

ته په رسېدو مو یو زلمی ولید، پر لاره یې د راډیو سندرې اورېدې د پاخه عمر
یو سړی پرې راډیو بنده کړه ورته یې و ویل په لارو کې سندرې اورېدل د پښتنو
روایت نه دی، زمرک راته و ویل دلته خو ژوند گران دى پر سندرو هم قدغن
دى، ما ورته وویل ښه قدغن دی غوږ شه ټول چاپېریال سندره، سندره دی، د
مرغانو اواز، د روانو اوبو آواز، د ونو د پاڼو آواز بس لکه د رباب د بېلا
بېلو تارونو بېل آوازونه چې یوه نغمه جوړوي، غوږ شه څومره موزونیت او
موسیقیت لري لکه د څانګې د ګلورینو پاپیو د ښکالو سر او تال، په داسي حال
کې د راډیو سندره داسې ده لکه په حلوا کې اغزي. زمرک په خندا شو ویل یې تا
رښتیا ویل ته په هر څه کې د څانګې د ښایست اجزا ګورې، خو د راډیو بندول
داسي هنري جواز، بلکې روایتي بندیز نه لري لکه ته یې چې وایې، ما هم ورسره
د سر په خوځولو او د شونډو په موسکا ومنله ، پر لاره روان و یو خوا بل خوا
مو کلا ګانو ته کتل چې لوړ، لوړ خونړي برجونه یې لرل داسې ښکارېده لکه د
دې کلا ګانو تر منځ چې هېڅ اړیکي نه وي، خو د سپینو کوترو سیلونه له یوه
برجه الوتل او پر بل کېناستل اخر مو یو ځوان ته و ویل چي موږ سیلاني یو ویل
یې هیڅ غم مه کوئ، زما مېلمانه یاست. زېړ مازیګر و، په غرونو وروستۍ
وړانګې خورې وې داسې ښکارېدل لکه د سیمې نه چې زرین دیوالونه تاو شوي

وي، یو ډله نجونې له ګودره را روانې وې چې زموږ خواته راورسېدې د ګرېوان
روپیو او د لمن پاولیو یې نغمه خپروله، زموږ میزبان سره ټوپک و، زمرک ترې
پوښتنه وکړه. چې ولې ټوپک ګرځوې ویل یې دا د سړیو ګاڼه ده، ماښام حجرې
ته لاړو ښه ډوډۍ یې راباندي وخوړه، د لمانځه لپاره ټول حجره پاڅېده زموږ
زړه و او که نه، خو اودسونه مو وکړل او پر لمانځه ودرېدو، بېرته چې حجرې
ته راغلو یو نوي زلمي د تېراه د مېلمه پالنې خبرې کولې، زمرک ماته په شوخو
سترګو وکتل بیا یې هغه زلمي ته مخ کړ ویل یې موږ ستاسو مېلمانه یو سندرې
اورېدل غواړو، هغه موسکی شو او غږ یې کړ سپین ګله! مېلمانه سندرې غواړي.
سپین ګل اواز ورکړ لږ صبر وکړه څه ګورو چې سپین ګل د چرسو چیلم ته
ناست و غټ، غټ برېت او له جلاله ډکه څېره یې لرله سرې سترګې یې زموږ
پر لور را واړولې او ویې ویل تاسو سندرې اورئ؟ ما ته هغه د لارې راډیو
رایاده شوه او د سپین ګل سرې سترګې راته مخامخ وې. زړه راته و ویل ورته و
وایه چې: نه نه موږ سندرې نه غواړو، خو چا آواز ورکړ هو همدوی و ویل، ښه
ده نن به ښه آوازونه ورباندي واورم، خو کارتوس نه شته زه یې راوړم تاسو دا
کړکۍ بندې کړئ، غږ تر لري لاړ نه شي، ځوان و وت زمرک له بله کټه راغی
ما سره کېناسته ویل یې لکه، چې مرګ مو راغی، ما ورته و ویل مازیګر دې ونه

لیدل چې هغه لاروی یې د راډیو له غږولو منع کړ، دوی به البته زموږ دا
غوښتنه د ځان سپکاوى ګڼلی وي.
دواړه ښه وېرېدلې و، زمرک راته په غریو نیولي غږ و ویل: اجل مو دلته
راورسولو، موږ په همدې سوچونو کې و چې هماغه سور سترګی ځوان راننوت
ټیپ ریکارډر ورسره و خو لکه ناوې یې د راز، راز ټوټو په پوخ کې نغښتی
ویي ویل اول زموږ د وطن سندره واورئ:
په سر یې واورې وروي په بېخ ګلونه دي
لاړ شه د تېراه په غرونو باران وریږي
سره له دې چې زمرک وېرولی وم خو په سندره کې ډوب شوم او دا ځکه چې په
سندره کې غرونه او باران و، زه یې ټولګي ته رسولی وم او په غلي او ورو آواز
مې د څانګې له خولې دا سندره اورېده:
دا ګېر چاپیر په غرونو راغله بارانونه یاره
ږلۍ وریږینه
مه ځه دلته شپه وکړه پاتې شه باران دی

زه لا په سوچونو کې ډوب وم چې زمرک مې پر ولي لاس کېښود ویل یې ته
خیال پلو وهې څه به کیږي د کارتوسو آواز، کړکۍ بندول، څه خو شته هغه دا
خبرې کولې چې د ټیپ آواز خراب شو، سپین ګل بند کړ مسالې یې ترې راو
وېستې په اور یې کېښودې او موږ ته یې رامخ کړ ویل یې مېلمنو خپه نشئ
دوکانه بند و نوي کارتوس پیدا نه شو دا زاړه به په اور ګرم کړو، ما او زمرک
یو بل ته وکتل او موسکي شو زمرک ورته و ویل تاسو دې ته کارتوس وایي؟
هغه وخندل ویل یې ولې تاسو یې کارتوس نه بولی؟ زمرک ورته و ویل نه د
ننګرهار خلک یې )مسالې، بېټرۍ یا بالټۍ( بولي په پېښور کې ورته سیلونه وایي
حجره کې ناستو خلکو ته دا نومونه عجیبه و. ویې خندل زمرک ورته و ویل تاسو
زموږ نومونو پوري وخندل، خو ستاسو نوم موږ ژړا ته راوستي و، هغه ځوان
ترې په خپله لهجه پوښتنه وکړه چې هغه څنګه؟ زمرک ورته و ویل موږ
کارتوس د ټوپک ګولۍ ته وایو، ورته یې د مازیګر له راډیو خبره پیل کړه او بیا
یې د حجرې او کارتوس ټوله کیسه ورته هغسې وکړه څنګه یې چې احساس کړې
وه، د کیسې په ختمدېو په حجره کې داسې یوه زوروره خندا خپره شوه چې تر
اوسه راته یاده ده.

شپه مو تېره کړه او سبا پیاده د ننګرهار په لور روان شو په رښتیا هم د غرونو
لارې ستونزمنې وې. په ځینو ځایونو کې خو به مې د ستړیا له کبله پښې په
رېږدېدو شوې، څو شېبې به مو دمه وکړه، بیا به روان شو، زمرک ډېر راته و
ویل چې کچره به کرایه کړو. ما ورته و ویل دومره لا پاتې نه یم، که بیخي درته
پرېوتم بیا مي څه غم کوه اوس به په دمه، دمه ځو سیل او چکر خو وایې همدې
ته له غره واوړېدو موټر مو کرایه کړ له پچیره واوښتو او ځانونه مو د سپین غره
لمنو ته ورسول. سپین غر ځکه ورته وایي چې لوړې څوکې یې تل په واورو
سپینې وي، یوازي سږ کال دغه څوکې د وچ کالۍ له کبله بې واورو وې.
مازیګر، مازیګر یوه کلي ته ورسېدو د لمر سترګه د یوې شنې څوکې په نښترو
کې داسې ښکارېده لکه ناوې چې شین شال پر مخ هوار کړی وي او زرینه ټیکه
یې له حیا ډکې پلوشې شیندي شپانه شپېلۍ په لاس د خپلو رمو سره د آبادۍ په
خوا را روان و، د وړو، وړو ورکیو د پښو ترپکې او د غرنیو ویالو نغمې یو
ځای کېدې د تنورو په پیروزئي لوګیو کې تاویدې، له هسکو څوکو یې خولې
اخیستې او په نامعلوم لوري یې خاموش پړاونه وهل.

Address

Jaa
Jelalabad
25000

Website

Alerts

Be the first to know and let us send you an email when پشتو ناول posts news and promotions. Your email address will not be used for any other purpose, and you can unsubscribe at any time.

Contact The Business

Send a message to پشتو ناول:

Shortcuts

Share