د خیبر فاتح

د خیبر فاتح «إِنَّا فَتَحْنَا لَكَ فَتْحًا مُّبِينًا

مقبوضه یا مستعمره کشمیر؛کشمیر کې ټولو مدني او سیاسي حرکتونو په اجماع سره پر دوی د پاکستاني رژیم ورتپل شوی نوم (ازاد کشمی...
29/07/2026

مقبوضه یا مستعمره کشمیر؛
کشمیر کې ټولو مدني او سیاسي حرکتونو په اجماع سره پر دوی د پاکستاني رژیم ورتپل شوی نوم (ازاد کشمیر) بېرته مقبوضه یا مستعمره کشمیر کړ.
د دې څخه د دوی موخه دا ده، چې د پاکستاني رژیم تر استعمار لاندې حالت باید ازاد ونه ګڼل شي او سر له اوسه د پنجاپي استعمار څخه د کشمیر د رښتیني ازادۍ لپاره عملي ګامونه اوچت شي.
#کشمیر

29/07/2026

د پاکستان د تجزیې خبره اوس د دغه هېواد په پارلمان کې هم د سر موضوع ګرځېدلې ده او د پارلمان ټول غړي په دې باور دي چې پاکستان د ماتېدو پر لور روان دی.
تازه مولانا عطاءالرحمن چې د مولانا فضل‌الرحمن ورور دی، ویلي چې پاکستان نور د ماتېدو له حالت سره مخ دی.
هغه زیاته کړې چې ښايي هغه ورځ ډېره لرې نه وي چې مونږ او تاسو به بلوچستان او خیبر پښتونخوا ته د تګ لپاره د پاسپورټ انتظار کوو.
#کشمیر

29/07/2026

د پاکستان دفاع وزیر "خواجه آصف" ویلي، چې د کشمیر خلک د هند د دښمنانو په څېر دي او له هغوی سره به هېڅ ډول خبرې اترې ونه شي.
# کشمیر

19/06/2026

مهم!

تېره شپه د لوی الله جل جلاله په نصرت د اسلامي امارت د دفاع وزارت د هوايي ځواک له لوري د پاکستان په بلوچستان او خیبرپښتونخوا ایالتونو کې د ساعین بالفساد (داعشیانو) او شر و فساد هغه مراکز چې د ځینو شریرو استخباراتي کړيو په مرسته پکې د افغانستان په خاوره بریدونه پلان کېدل او په تېر کې ترې یو شمېر خونړي بریدونه ترسره شوي هم وو، تر سختو بریدونو لاندې ونیول شول.

دا بریدونه چې د بلوچستان ایالت د قلعه عبدالله ولسوالۍ د ګلستان په ساحه کې او د چاغي ولسوالۍ د ګردي ځنګل په شکر آب ساحه کې ترسره شول، د شر و فساد او ساعین بالفساد ګډ مراکز پکې په نښه شول.

همدا راز د خیبر پښتونخوا اورکزیو ایجنسۍ د قمبر خیلو په ساحه کې بیا د داعش خراسان څانګې یو مرکز چې ځيني کلیدي مشرانو یې هم ورته تګ راتګ لاره، تر برید لاندې ونیول شو.
د لومړنيو معلوماتو له مخې په دې بریدونو کې مهم او مطلوب اهداف په نښه شوي دي.

د یادونې وړ ده چې له دې وروسته به افغانستان د خپل امنیت او ثبات پر وړاندې هیڅ ډول ګواښ او تهدید ته وخت ورنکړي او له خپلو ټولو امکاناتو څخه په استفادې به یې په نطفه کې له منځه یوسي. ان شاءالله

‎
#ځوان-مبارز

د زړه پوري، کره او په وخت معلومات او اطلاعاتو لپاره یي وڅاري.
10/06/2026

د زړه پوري، کره او په وخت معلومات او اطلاعاتو لپاره یي وڅاري.

Follow ‎ځوان مبارز‎'s WhatsApp channel. ‎موضوعات اقتصادي، سیاسي و خبرهای عاجل ودقیق..‎ Join 25 followers for the latest updates.

10/06/2026

پاکستانی پوځ بيا د يو ستر جنايت مرتکب شو، بې ګناه واړه ماشومان او ښځې يې قتل کړي، د ښځو او ماشومانو قتل کوم غيرت او مردانګي نه ده. په توره شپه کې د غلو په څېر حملې هر څوک کولای شي.
د پاکستاني پوځ تاريخ د هر چا په وړاندې پروت دی، يو لک پوځ يې په يوه ورځ هندوانو ته سلامي شو، د افغانانو يو قطره وينه‌ به هم بې حسابه پاتې نه شي، دا حساب که ژر وي که وروسته خو خامخا به کېږي.
#هندوکش غږ

د لندن په پوهنتون کې یوې څېړنې ښودلې چې کله سمارټ فون (موبایل) ستا د لید په ساحه کې وي (که څه هم مړ یا بې غږه وي)، ستا د...
10/06/2026

د لندن په پوهنتون کې یوې څېړنې ښودلې چې کله سمارټ فون (موبایل) ستا د لید په ساحه کې وي (که څه هم مړ یا بې غږه وي)، ستا د تمرکز وړتیا تر ۲۶ سلنې پورې راکمېږي، ځکه چې ماغزه په ناخوداګاه ډول د یو ناڅاپي خبرتیا (نوټیفیکیشن) په تمه وي. که چمتو او روښانه موبایل د غږ په حالت کې پر مېز پروت وي، نو دا د تمرکز کموالی تر ۵۰ سلنې هم پورته کېږي.
​هوښیاره سختکوشي پدې معنی ده چې هر هغه څه له منځه یوسې چې ستا د تمرکز مخه نیسي. قانون ساده دی: د ژور کار په ساعتونو کې (چې بشپړ تمرکز ته اړتیا لري)، موبایل په بل خونه کې کېږده، یا لږ تر لږه په یوه بند قفسچه (کشوا) کې وساته. یوازې په هرو دوو ساعتونو کې یو ځل، د پنځو دقیقو لپاره موبایل وګوره او پیغامونو ته ځواب ورکړه. په پاتې وخت کې ناڅرګند (غایب) اوسه.
​هغو کسانو چې په خپل کار کې لوړو موخو ته رسېدلي، د تمرکز په ساعتونو کې د هېچا لپاره د لاسرسي وړ نه وو. ته هم همداسې وکړه.
#اطاعت

10/06/2026

سورة الأحزاب (الآية 59):يَا أَيُّهَا النَّبِيُّ قُل لِّأَزْوَاجِكَ وَبَنَاتِكَ وَنِسَاءِ الْمُؤْمِنِينَ يُدْنِينَ عَلَيْهِنَّ مِن جَلَابِيبِهِنَّ ۚ ذَٰلِكَ أَدْنَىٰ أَن يُعْرَفْنَ فَلَا يُؤْذَيْنَ...

دلوی اختر په مناسبت د کار او ټولنیزو چارو وزارت څلور ورځنۍ عمومي رخصتي اعلان کړه.د عرفات ورځ، د لوی اختر لومړۍ ورځ، پنجش...
21/05/2026

دلوی اختر په مناسبت د کار او ټولنیزو چارو وزارت څلور ورځنۍ عمومي رخصتي اعلان کړه.
د عرفات ورځ، د لوی اختر لومړۍ ورځ، پنجشنبه او شنبه عمومي رخصتي دي، او د راتلونکې یکشنبې په ورځ به رسمیات بېرته پیل شي،
ان شاءالله

Address

Kabul

Opening Hours

Monday 09:00 - 17:00
Tuesday 09:00 - 17:00
Wednesday 09:00 - 17:00
Thursday 09:00 - 17:00
Saturday 09:00 - 17:00
Sunday 09:00 - 17:00

Telephone

+93730965595

Website

Alerts

Be the first to know and let us send you an email when د خیبر فاتح posts news and promotions. Your email address will not be used for any other purpose, and you can unsubscribe at any time.

Shortcuts

Share