03/05/2020
څلورويشت ساعته چې افغانستان يې واړاوه!
تدوين او سريزه: داود جنبش.
په نوموړي کتاب کې د سردار محمد داود خان چې 46 کاله يې په حکومت کې له فرقه مشر څخه تر جمهوري رياست دنده تر سره کړې داسې څه بيان شوي تر دې د مخه به مو نه وي لوستلي او اورېدلي!
د شهيد سردار محمد داود خان شخصيت، کارونه، پلانونه، خوش باوري، له هېواد او خلکو سره لېونۍ مينه، د نوموړي په اړه د محمد ظاهر شاه اند، د کورنۍ له اوولس غړو سره يو ځاى د نوموړي وژنه، پر دوو قبرونو کې په ډليز ډول خښول، د کرزي په واکمنۍ کې د دوى د خښېدو د ځاى موندل، د ثور د اومې او اتمې وروستي څلورويشت ساعتونه او د سردار محمد داود د هرې شېبې غبرګون په ډېر ماهرانه شکل بيان شوي دي.
د سردار محمد داود خان څو خاطرې!
*-له ما دې ونه پوښتل چې کومه سندره مې خوښېږي؟ غلى شوم، زړه نا زړه مې وويل خپله يې وواياست!
سردار محمد خان را غبرګه کړه، هغه سندره چې وايي: زما ښکلى جانانه، ما مه شړه له ځانه، قربان دې شمه...
*- د ګارد له قوماندان څخه يې وپوښتل بچيه زه بندي يم؟
هغه ورته وويل نه صاحب ولې؟ ده ورته وويل نه، زه هرو مرو بندي يم، ځکه چې په بندي پسې عسکر روان وي او نن مې کتل چې تاسو په ما پسې پټ پټ روان وئ، غواړئ ما وساتئ؟ له چا مې ساتئ؟ که چېرې ما دا خلک ونه ساتي نو يو دوه عسکر خو څه چې ټانګونه مې هم نشي ساتلى!
*-د ګارد قوماندان صاحبجان ته يې وويل تمانچه دې راکړه او د خپل ځان ژغورلو په هڅه کې شه، ما مې خپله پرېکړه کړې.
__ا*- امنيت ټينګ و، هېواد د غلو دانو له پلوه پر ځان بسيا و، رشوت او اداري فساد نه و، قانون پر ټولو يو شان تطبيقېده، د جمهور رييس لور زرلښته به پوهنتون ته په ښاري بس کې راتله!
نوټ: د ياد کتاب لوستل د هر ځوان لپاره ضروري دي!
د کتاب PDF بڼه شته، که هر ملګرى غواړي چې وې لولي د وتساپ شمېرې مو کمنت کې پرېږدئ.
د کتاب PDF قیمت: ۵۰ افغانی