ادبي مرغلرى

ادبي مرغلرى دلته كولاى شئ، چې غوره خبرې، متلونه، د لویانو خبرې، ټوکې، کیسې او نور ادبي مطالب ولولئ. مهرباني وكوئ دغه صفحه خوشه او نور ملگرو ته یی سجست کرئ.

24/11/2024

په هند کې یو سړی مخکې له دې چې مړی یې په اور کې وسوځول شي ژوندی شو.

۲۵ کلن روهیتاش کومار د هغې ناروغۍ له کبله چې په افغانستان کې د میرګي په نوم یادېږي، د راجستان په یوه روغتون کې بستر شوی و او یوه ډاکتر روغتون ته له رسېدو سره سم د هغه مړینه تایید کړې وه.

د روغتون مسوولو کسانو د دې په ځای چې د ناروغ د مړینې د علت د معلومولو لپاره لازم معاینات وکړي، هغه یې د روغتون سړې خونې ته یووړ څو وروسته د هندو مذهب له رسم سره سم وسوځول شي.

د روغتون سرطبیب ډي سېنګ فرانسپرس خبري آژانس ته وویل څو شېبې مخکې له دې چې اور ولګول شي، د روهیتاش وجود په حرکت راغی.
کاپي : ازادۍ راډیو

د ډي سېنګ په وینا، نوموړی ژوندی و او سا یې ایسته.

کومار سمدستي بیا روغتون ته ولېږدول شو، خو پرون د علاج پر مهال یې په رښتیا ساه وخته او دا ځل یې مړینه تایید شوه.

چارواکو د درې واړو ډاکترانو دندې ځنډولي او پولیسو په دې اړه تحقیقات پیل کړي دي.

24/07/2024

- دواده لومړۍ شپه:
میړه: واه واه اخر مې خوب رښتیا شو .....
ښځه: غواړم چې درنه لیرې شم ....؟
میړه: نا نا ، داسې خبره د بیا لپاره ونه کړې ...
ښځه: ته ... ځما سره مینه لرې ؟؟
خاوند: بیشکه ، شک يي ګڼې.
ښځه: ښه، نو امکان لري چې ځما څخه دلریوالې فکر وکړې.
خاوند: نه هیڅکله نه !!
ښځه: ښه، امکان لري چې یوه موچو راکړې؟؟
میړه: ولې نه، ضرور، او هغه هم ستا په مخ باندې.
ښځه: ښه، داسې سوچ کوې چې یوه ورځ به وهل راکوي ؟
میړه: نه، هیڅکله نه ، زه ددغه سړیو غوندې نه یم.
ښځه: کولاي شم چې پر تا باور وکړم؟
میړه: هو ..
ښځه: هۍ ځما دزړه یاره !

۲ -دا چې له واده یو کال وروسته بیا څه وشول؟
نو دغه پورتنې محاوره له لاندې
څخه ولوله او پورته ورپسې ورځه! ځکه چې بیا يي هغسې پخوانۍ خبره نه سره کولې.

20/07/2024

وای یوه سړي خپله ښځه په لرګي وهله، یو هوښیار سړی یې تر څنګ تېرېدۀ هغه ورته وویل لرګی د حیواناتو لپاره دی، ښځه په ښځه ووهه، مخسد بن پرې راوله، وای سړي ورته وویل چې پوه نشوم، نو ښځې یې ورته ویل چې خپل وهل او ډبول کوه دا هسې لېونی دی، چټي دې وخت ضایع کوي.😜

18/07/2024

ټوکه:
یو وخت استاد د شاگرد څخه پوښتنه وکړه، چې ته لومړی د یخچال دروازه خلاصه کړې نو اول چیشی خورې؟
شاگرد ورته وويل: د پلار لغتې.

16/07/2024

خارجي (نړیوال)متلونه
۱: انسانيت اسانه دی خو سړيتوب سخت دی.(روسی متل)
۲: د مالداره کس ټوکه تل خندوونکې وي.(ايټالوي متل)

۳: که لېوه قاضي وي، نو د رمې دې خدای مل شي.(ډنمارکي متل)
۴: پر غلي خره دوه تنه سپرېږی.(ارمينيايی متل)
۵: تر اوو کلونو وروسته په يوه خبره باور کوه.(جاپانی متل)

۶: مينه او عطر نه پټیږي.(چينايي متل)
۷: که چا له شا په لغته ووهلې نو پوه شه چې مخکې یې.(فرانسوي متل)
۸: مړو پيشو ګانو ته موږکان هم نصيحت کوي.(الماني متل)
۹: مېلمه لومړی سره زر وي، بيا سپين زر شي او بيا اوسپنه ترې جوړه شي.(روسي متل)
۱۰:د تربیې په خاطر د ماشوم وهل، لکه تږی باغ اوبه کول.(عربي متل)

16/07/2024

جالبه ده!
تاسې خپل عمر په 259 کې ضرب, او بیا یې په 39 کې بيا ضرب کړۍ, نو عجیبه, عجيبه شمیرې به وګورۍ😉
بس کمنټ کې يې بيا وليکئ نو...😊

وژونکی جادوواده يي په خوښې وکړ، د مينې واده وو. له ډيرې مستۍ په خپل اتڼ کې جګ شو. داسې تاو راتاو شو چې نږدې وه ملا يې ما...
16/07/2024

وژونکی جادو

واده يي په خوښې وکړ، د مينې واده وو. له ډيرې مستۍ په خپل اتڼ کې جګ شو. داسې تاو راتاو شو چې نږدې وه ملا يې ماته شي. رټ خوښ وو؛ د ژوند د کلونو ارمان يې پوره کيده، ارمان يې پوره شو. ژوند يې په مزو کې وو، سم لکه په جنت کې چې وي. د شپې ناوخته ګرځيدل، بې ځايه خبرې، ګډوډ فعاليتونه او بل هر څه يې پريښول. خو د يو چا پرې دغه جنتي ژوند نه لوريده. کوډګر ته ورغی او د تور جادو يو خطرناک دم يي پرې وکړ. ځوان له څو ورځو وروسته بې قراره شو، سودايي ګرځيدو، لکه څه يي چې ورک کړي وي. جالبه جادو وو، د يوه ويده قوم ويښول. هو داسې جادو يي کړی وو چې دغه ځوان به خپل ويده قوم چې د اسرافيل په شپيلۍ هم نه جګيږي پاڅوي او مخته به يي وړي. دغه و چې بيا يي پخواني حرکتونه شروع کړل. دا ځل پاک ګرځيدو خو د ويدو خلکو د ويښولو مسوليت ارام ته نه پريښود. د ژوند چارې يي ورو ورو ګډوډيدې. د شپې ناوخته راتلو، که خلکو ته به يي هر څه هم و ويل اثر يي نه پرې کاوه، موسيقي، ښه، بد، هره لاره يي وغږوله، خو خلک هماغسې ویده ول. وروسته يي نشې ته مخه کړه، د کور ژوند يي ورځ تر بلې خرابيدو. يوه ورځ يي ښځې ګيله وکړه، ويل يي هاغه پخوانۍ مينه دې نشته. په خبرو کې ور ولويد، اوس مې قام مينه ګرځيدلي. له ډيرو غوږ شه، واوره، چوپ شه، ومنه او داسې ده، هاغسې ده، وروسته يي ښځې ورته و ويل؛ ډيره سر زوري مه کوه.
سړي پرې چرت خراب نه کړ.
څو ورځې وروسته يي سهار وختي د کور دروازه ډب ډب شو. ښځې په بېړه منډې کړې، له هاغه خوا يي ليور وليده چې د ورور مړی يي په غيږ کې نيولی وو.

ښځې پرې دا ناره کړه:
د سرزورۍ انجام دې وليد
د چيغې مخته مخته تلې کونډه دې کړمه
کاپي

-فريد آرين-

یوه ورځ د یو بزګر خر په څاه کې ولوېد. څاروی ساعتونه هنګېده، پداسې حال کې چې بزګر هڅه وکړه چې د هغه د ایستلو لپاره یو څه ...
14/07/2024

یوه ورځ د یو بزګر خر په څاه کې ولوېد. څاروی ساعتونه هنګېده، پداسې حال کې چې بزګر هڅه وکړه چې د هغه د ایستلو لپاره یو څه ومومي، خو څه يې و نه کړای شو.
بالاخره، بزګر پریکړه وکړه چې خر زوړ دی او څاه لا دمخه وچ شوې وو او په هر صورت باید وپوښل شي یا بېرته ډک شي. په دې نه ارزېده چې خر له کوهي څخه وباسي.
هغه خپلو ټولو ګاونډیانو ته بلنه ورکړه چې د هغه سره مرسته وکړي. چې د شاوخوا چټلې کوهي/څاه ته وغورځوي چې ډک شي.
خر پوه شو چې څه پیښېدونکي دی نو په ډیر لوړ غږ هېنګېدل يې پیل کړل.
خو څاه ته د یو څو بیلچو کثافاتو له اچولو وروسته خر غلی شو.
بزګر څو شېبې وروسته کوهي ته وکتل او د څا دننه حالت په لېدو حيران شو... د هرې بېلچې چټلیو له ارتولو وروسته، خر یو حیرانونکی کار کاوه: چټلۍ او خاورې به يې له ځانه څنډلې او د پښو لاندې کولې به يې.
څومره چې به ډېرې چټلۍ څاه ته ارتول کېدې هومره به خر د څا خولې ته نږدې کېده، څه وخت وروسته د ټولو ګاونډیانو پام شو چې خر د څا له خولې را بهر شو. .
ژوند به په تاسو باندې ډیرې چټلۍ وغورځوي، هر ډول چټلۍ... له کندو او ژورو څخه د وتلو چل دا دی چې هغه لاندې وغورځوئ او د ګام پورته کولو لپاره یې وکاروئ. زموږ هره ستونزه موږ یو ګام پورته کوي. که موږ تسلیم نه شو کولی شو له ډیرو کندو راووځو...
له هغو چټلیو چې په تاسو غورځول کېږي کار واخلئ چې مخکې لاړشئ !!!
د خوښۍ لپاره پنځه اصول په یاد ولرئ:
۱. خپل زړه د نفرت او کینې پاک کړئ.
۲. خپل ذهن له ګډوډۍ خلاص کړئ.
۳. خپل ژوند ساده کړئ.
۴. ډیر ورکړئ او لږه تمه وکړئ.
۵. ډیره مینه وکړئ او چټلۍ/کثافات وغورځوئ، تاسو باید په دې ژوند کې د حل لاره شئ، نه ستونزه!
د لوستلو لپاره مننه
ژباړ: فرید بزګر

10/07/2024

روزی می‌رسد...
که نسبت به خیلی چیزها بی تفاوت میشوی
نه از بدگویی دیگران می‌رنجی
و نه از دلخوش به حرف‌های عاشقانه کسی میشوی
به آن می‌گویند « پختگی »

10/07/2024

ټوکه!
له عملیات وروسته ډاکټر مریض ته وویل: سبا به له خپلې کورنۍ سره ووینې
ناروغ: زه خو یوازې یم د کورنۍ ټول غړي مې مړه دي
ډاکټر: وویل زه پوهیږم.

Address

Kabul

Website

Alerts

Be the first to know and let us send you an email when ادبي مرغلرى posts news and promotions. Your email address will not be used for any other purpose, and you can unsubscribe at any time.

Shortcuts

Share

Category