دیوان رحمان

دیوان رحمان Islamic

11/11/2025

ناپليون د جنګ څخه خپل هیواد ته راستون شو ،
یو قمندان یی ورته وویل پاچا صاحب ماته زیرانه راکړه چی جنګ مو وګټله
هغه ورته وویل چی څومره تلفات مو ورکړل
قمندان ځواب ورکړ ۶۰ فیصده لښکر مو له لاسه ورکړ
ناپليون په غمیزه څیری سره ورته ویل ( کچیری بل ځل مو وګټله نو په پوره معنا سره تباه شوی یو.)
د قصه روایت څخه می مطلب دا وو چی فکر مو وی چی بریا د څه په بدل کی ترلاسه کوی.
ځینی وخت بریا په ظاهره بریا وی خو په اصل کی د ډیر څه له لاسه ورکولو په بدل کی دا بریا نه په پوره معنا تباهی وی.

*ښځې…**د نړۍ تر ټولو ښکلې معما ده**نازکه خو د زلزلو د توپانونو د زغملو توان لري**سترګو کې یې رڼا ده**زړه کې یې مینه**او ...
09/11/2025

*ښځې…*
*د نړۍ تر ټولو ښکلې معما ده*
*نازکه خو د زلزلو د توپانونو د زغملو توان لري*
*سترګو کې یې رڼا ده*
*زړه کې یې مینه*
*او په غېږه کې یې د ټولې هستۍ امن*

*ښځه د ژونده د شعر تر ټولو خوږه مصرعه ده*
*کله خفه وي خو دعا کوي*
*کله ماته وي خو نور رغوي*
*موسکا یې د خزان موسم ته هم پسرلی راوړي*
*او یوه اوښکه یې*
*انسانیت له جنته محروموي*

*ښځې…*
*نه یوازې ښکلې دي، بلکې*
*هغه لمر دی چې هره تیاره پرې ماتیږي*
*او هغه زړه چې د درزا له برکته یې نړۍ توده وي.*

انتخاب بیتونهماتو رابطو خو پښېمانه کړې سدیسه؟ما به درته نه وې کوږ بار نه ځي تر منزله؟سُدیسزما په خټه کې پښتو نغښتېزما په...
09/11/2025

انتخاب بیتونه

ماتو رابطو خو پښېمانه کړې سدیسه؟
ما به درته نه وې کوږ بار نه ځي تر منزله؟
سُدیس

زما په خټه کې پښتو نغښتې
زما په ذات کې لیونۍ هوا ده
عبیدي

مه صمیمه! تمه د هغه د بیا راتلو کوه
مه یې هغه کړې وعدې شماره، کیسه بله ده
صمیم پاچا

دا سوچ پریږده چې همیم به
له تا وروسته چاته خاندي
همیم

نا قراري ده او اوږده نا قراري تسنیمه
نه یې زه وؤژلم، نه خوله بندوي زخمونه
تسنېم


هر انداز یې دلفرېب دی خو زړګیه
دا معصوم معصوم کتل یې د کتو دي
اعظم

له زوره که د زړه د ماتیدو چرته خبر شوې
د ســـر په ماتیدو به شکر وباسې فرهاده
زیار

معشوقې له هیچا مۀ شه مرورې
په ساعت کې سړی مړ، هم یې ژوندی کا!
رحمان بابا

چې ځې نو فکر به دې کړی وي پرې
بې ارادې لارې لنډیږي کله
عبدالرحیمزی

هو،هو دا زما په ژوند کې دی اول عشق
بلکُل دا زما په ژوند کې دی اول غم
احمدزی

دا خاورې لږ په پام رابادوه د وطن باده
په سترګو کې مو اوښکې دي په اوښکو کې زخمونه
رحمت شاه سایل

راقیب که هر څه دی خو بیا عمرداراز مروته
د یار د سترګو انتخاب یې ښهٔ په ځای کړی دی
مروت

نوره د څومره زه په دې دونیا کې ولټوم
هرې همنامې ته مې ستا بلنه ولیږله
سالک

دا انتظار ولې دی وډار شومه
ته چې انلاین یې ماته خوب نه راځي
بسمل

لیواني دې وو یادونه
اضطراب ته ګډېدې شپې
لاروی

وایي چې ژاړې پسې خدای یې لازمي درکوي
که داسې وي ملګرو بیا چې پسې سم وژاړم
ملاجان

هغه شین سترګي پنسل پوزي جینۍ
ډیره مغروره ده په خپله څهره
قماش

بیا د یادوي راته
بیا مې ځوراوي باران
غزل

ستا له شونډو به کیسه داروغ را توی شوه
حقیقت به دې له سترګو را شکاره شو
نوښت

څه دا لذت درد مې په زړه کې دا لالي غږیږي
شپه ده او بیا مې په وجود کې موسیقي غږیږي
روښان

اورښته ستا په زړه کې وتي کرښه
څنګه شوه؟ کوم محؤر ته ورسېده؟
اورښت

زه د لایتناهي خواته روان یم
خو دمه مې په شفق د ماښامي ده
کاروان

ماته د خوب کې اولیا او حورې نه رادرومي
ادې مې راولې بابا دې راشي ته دې راشې
درمان

اوبه شوی دی دا ستا له ډیره درده
په زړګي باندې مې تیرکه سرسري لاس
ریان

خپل ګریوان را ټولول زده کړه شهابه
ته نو څوک لرې چې پام در باندې وکړي
شهاب

بیا د څوک په زړه راوورید حیرانه
وایه بیا چا پسې ژاړې په باران کې
حیران

مینه د جانان مې په اروا ورګډه شوي ده
وینې مې نه! رنګ ته مې ژړا ورګډه شوي ده
شاهین

لاس مې د سینو په پرهارونو په پام راکاږه
پام کوه د ګل غوندې بې وخته رژیدلی یم
شهزاده

کاشکې چې منلیه یا څوک نه تللی له چا
کاشکې یا ممکن وای هېریده په فاصلو
منلی

مجبوري بده ده خو بیا دا محبت مجبوري
په خدای که هېڅ څه چاره کیږي وایه څنګه وکړم
جلان

زه زغملی شمه هر منظر د حسن
خو توبه د سترغیلو له پړسوبه
کاکړ

09/08/2025
02/08/2025

مشر منظور احمد پشتین صیب خبری وواری
او له ملګرو سره یی شریکه کړی

20/06/2025

دا جهان د وفا ځای ندی یاره
دلته هر سړی خپل کار کا په بی وفایې

20/06/2025

چی زه مینه د جهان نه تر هر چا زیاتوم
زه د زړه په کتو نه د سرو زرو یاروم

12/05/2025

“په ژیره کې چې سپین ویښتان وځلیږي، دا د وېرې زنګ وي؛ ژوند داسې تېزی روان دی لکه سیوری چې له سترګو تښتي.

20/08/2024

د اشنا له خط و خاله مالومېږي..!
چې حمید به مساپر د هندوستان شي!

20/08/2024

د دنیا په چارو هر سړی عاقل دی
چې سړی پرې سړی کیږي عقل بل دی
عبدالرحمان بابا

Address

Dabori
Kabul
0093

Alerts

Be the first to know and let us send you an email when دیوان رحمان posts news and promotions. Your email address will not be used for any other purpose, and you can unsubscribe at any time.

Contact The Business

Send a message to دیوان رحمان:

Shortcuts

Share