د اندړ پاچا غزلونه

د اندړ پاچا غزلونه د اندړ پاچا غزلونو ته ښه راغلاست

01/10/2020

زمونږ وطن د معاملو وطن شو
له مونږ نه خلاص شو د پردو وطن شو
چا چی ډیر ظلم وکړو ستر شو پکی
د پردی پالو د بچو وطن شو
د شهید مور ته به نن څه وایی ته
ستا چی قاتل وو د هغو وطن شو
دلته د رحم په نوم څه نه وینم
د وینو څښونکو لیونو وطن شو
وروڼه یو بل ته نن ټوپک ګرځوی
د قصابانو او چړو وطن شو
دلته خو ما کافر لیدلی ندی
لایق په دی د ورانیدو وطن شو
اندړه لمر به چیرته لیدلی نشی
د خړو خاورو او لوګو وطن شو
اندړ پاچا

27/03/2020

ورځ د جمعي ده يو چکر ته به تلم
د دښتو غروو په لور سفر ته به تلم
وخت پسرلي ده سر ګلان غوړيږي
د شنو باغوو ښکلي منظر ته به تلم
ورځ دقيامت شوه د خپلوي نه بيزار
کني د ښکلي يار خبر ته به تلم
نه ته راتلي شي نه درتلي شم ياره
وم مستانه بس لر او ر ته به تلم
چي نه وو درد او نه دردونه پکي
د يار ديدن لره ګودر ته به تلم
اندړه څومره وو ښايسته وختونه
دا هندوکش او يا سپين غر ته به تلم
ربه کړي لري آفتونه له مونږ
د جمعي ورځ د مسجد در ته به تلم

دلته په ژوندون پسی هر څوک خفهدلته د ژوندو قدر هیڅ نشته دی
09/10/2019

دلته په ژوندون پسی هر څوک خفه
دلته د ژوندو قدر هیڅ نشته دی

کله نا کله داسی کیږی
09/10/2019

کله نا کله داسی کیږی

دا زړه هم عجیبه شی دی
06/10/2019

دا زړه هم عجیبه شی دی

بعد له وختونو بیا په دی لاره می پیښه وکړه
06/10/2019

بعد له وختونو بیا په دی لاره می پیښه وکړه

Address

St 9
Kabul
ST9

Website

Alerts

Be the first to know and let us send you an email when د اندړ پاچا غزلونه posts news and promotions. Your email address will not be used for any other purpose, and you can unsubscribe at any time.

Shortcuts

Share

Category