الله اکبر

الله اکبر دا یو اسلامی پاڼه ده ملګرو نه هیله کوو چی دا نورو سره شریکه کړی او لایک او فالو یی کړی

08/01/2026

عَنْ أَبِي هُرَيْرَةَ رَضِيَ اللَّهُ عَنْهُ قَالَ:
قَالَ رَسُولُ اللَّهِ ﷺ:
«الإِيمَانُ بِضْعٌ وَسِتُّونَ شُعْبَةً، وَالْحَيَاءُ شُعْبَةٌ مِنَ الإِيمَانِ»
(رواه البخاري)
پښتو ژباړه:
له حضرت ابوهريره رضي الله عنه څخه روایت دی چې رسول الله ﷺ وفرمایل:
«ایمان له شپېتو څخه زیاتې برخې لري، او حیا د ایمان یوه برخه ده.»

02/01/2026
کله چي به باران شروع سو،نو د رسول اللهﷺ پر مخ مبارک به د وارخطایۍ نښي ښکاره سوې.عایشې رض عنها ورته وویل: ای د اللهﷻ رسول...
31/12/2025

کله چي به باران شروع سو،
نو د رسول اللهﷺ پر مخ مبارک به د وارخطایۍ نښي ښکاره سوې.
عایشې رض عنها ورته وویل: ای د اللهﷻ رسوله باران خو رحمت دی، نو ته ولي دومره وارخطا سوې.😢
رسول اللهﷺ ورته وویل: ما چي په آسمانو کي کوم ستر ستر دریابونه لیدلي دي، تاسو نه دي لیدلی زه بیریږم، چي هسي نه،
الله راته په قهر سي او هغه راباندي را ایله کي او زما اُمت د نوح ع د اُمت په څیر غرق کړي.
سبحان الله، څومره یو مهربانه پیغمبر مو دی.

نو ملګرو، کله چي باران شروع سي، ذکر او دعاګاني کوئ!

څنګه له خپلو اولادونو څخه د لمانځه پوښتنه وکړو؟ایا پوهېږئ چي ستاسي د پوښتني طریقه ستاسي د ځواب ډول ټاکي؟عموما مور و پلار...
29/12/2025

څنګه له خپلو اولادونو څخه د لمانځه پوښتنه وکړو؟

ایا پوهېږئ چي ستاسي د پوښتني طریقه ستاسي د ځواب ډول ټاکي؟

عموما مور و پلار د لمانځه په اړه د پوښتني بېلابېلي طریقې کاروي…

لومړۍ طرېقه: په سخته او ترخه لهجه پوښتنه کول:

کله چي پلار یا مور په تنده لهجه و خپل اولاد ته ووايي:
لمونځ دي کړی دی؟
نو ماشوم دلته هڅه کوي چي د ځان دفاع وکړي که څه هم په درواغو وي.

دوهمه طرېقه: پوښتنه په ملنډي وهونکي انداز:

لکه دا چي ووايي:
«ها مولوی صاحب! نن دي لمونځ وکړ؟ که دي و حرم شریف ته ورساوه؟ اودس دي کړی و که دي د تل په شان بې‌ اودسه لمونځ وکړ؟
دا ډول په مسخرو پوښتنه ماشوم پاروي، احساساتو ته یې زیان رسوي او داسي انګېري چي ته ورته درناوی نه لرې.

درېیمه طریقه: په بې‌ پروا ډول پوښتنه کول:

کله چي د لمانځه پوښتنه په بې‌ اهمیته لهجه وسي،
او د درس او نورو کارونو پوښتنه تر لمانځه ډېره کیږي،
نو ماشوم دا احساس کوي چي لمونځ ستا او د ده په ژوند کي لومړیتوب نه لري.

څلورمه طرېقه: متوازنه طریقه
په میني او نرمۍ سره خو جدیت هم باید پکي وي.

یوه نجلۍ وایي:
زما پلار د لمانځه پوښتلو ځانګړی انداز درلود.
کله به چي له کاره راستنېدی، لومړۍ پوښتنه به یې دا وه:
«لمونځ دي کړی، زما ګراني؟
«لمونځ دي کړی، زما د سترګو رڼا؟

که به مي نه ورته وویل
نو به یې په ارامۍ راته وویل:
«ولاړه سه، زما ګراني، لمونځ وکړه.»

او که به مي ورته وویل: «هو»
نو ډېر به خوشحاله سو، او ماته به یې انعام راکاوه؛
ځیني وخت یوه ښکلې او له میني ډکه غېږ،
ځیني وخت لږه اندازه پیسې،
او کله کله یوازي د پلار د خوښۍ څخه ډکي سترګي به راته بس وې…
تر دې چي لمونځ مي عادت سو.

یو بل پلار وایي:
کله چي له کاره کور ته راسم، خپلو ماشومانو ته نه وایم:
«لمونځ مو کړی؟»
بلکي ورته وایم:
«چا چي لمونځ نه دی کړی، همدا اوس دي لمونځ ته پاڅي.»
نو اولادونه مي پخپله لمونځ ته منډه کړي.

یوې مور به تل خپل زوی ته ویل:
«که غواړې چي ارام خوب ولرې او له بدو خوبونو لیدلو څخه خلاس سې، نو له خوبه مخکي ښکلی لمونځ وکړه.»
دا جمله یې و هغه ته دومره تکرار کړه چي د هغه په ژوند کي قانون سوه.

تر دې چي زوی به یې له ویده کېدو مخکي د خپل ځانه سره د لمانځه حساب کاوه،
او په ځانګړي ډول به یې د ماخوستن لمونځ ساته.
مور به ترې پوښتل:
نن دي لمونځ ښکلی او بشپړ و؟

داسي پوښتني هم سته چي د «لمونځ دي کړی؟» پر ځای، د اولادونو مینه له لمانځه سره زیاتوي:
لکه
«نن دي په لمانځه کي کوم سورة ولوست؟»
«نن دي زما لپاره کومه دعا وکړه؟»
«نن دي د خپل پلار لپاره دعا وکړه؟»
«د خپل ناروغه ورور لپاره دي په لمانځه کي دعا وکړه که نه؟»

«اې ربه! ما او زما اولادونه د لمانځه قائم او ساتونکي وګرځوه.
اې زموږ ربه! زموږ دعا قبوله کړه

28/12/2025

پیغام شیر کړئ او د یوې مور ژوند وژغورئ

یوه مور چې د زړه درې رګونه یې بند دي، دا مهال د ننګرهار په یوه روغتون کې بستر ده او په عاجل ډول د زړه د رګونو خلاصولو او انجیوپلاستي ته اړتیا لري.
د روغتون ټول مصارف ۱۷۰٬۰۰۰ افغانۍ دي، خو د کورنۍ د اقتصادي ستونزو له امله یو مسلمان متخصص ډاکټر چمتو شوی چې عملیات په وړیا ډول ترسره کړي.
یوازې د سټینټ (د زړه سپرینګونو) د اخیستو لپاره ۷۰٬۰۰۰ افغانۍ ته اړتیا ده.

هغه وروڼه او خویندې چې غواړي د دې مور ژوند وژغوري او صدقه وکړي، مهرباني وکړئ له زوی سره یې په لاندې شمېره اړیکه ونیسئ او په خپله روغتون ته ورشئ او د زړه سټینټونه ورته واخلئ:

📞 ۰۷۸۲۹۵۰۱۳۳

28/12/2025

🌿 ١٧ نمبر حدیث شریف 🌿
📖 حدیث شریف:
إِنَّ اللَّهَ كَتَبَ الإِحْسَانَ عَلَى كُلِّ شَيْءٍ…
(رواه مسلم)
📝 پښتو معنی:
بېشکه الله تعالی پر هر شي احسان لازم ګرځولی دی؛ نو کله چې (د شرعې له مخې) وژنه کوئ، په ښه طریقه یې وکړئ، او کله چې حلالوئ، په ښه ډول یې حلال کړئ؛ هر یو دې خپله چاړه تېره کړي او خپل ذبیحه دې آرامه کړي.
✨ پیغام:
اسلام موږ ته یوازې عبادت نه، بلکې
➡️ ښه اخلاق
➡️ نرمي
➡️ رحم او احسان
په هر کار کې راښيي، حتی له حیواناتو سره.

24/12/2025

کله چې رسول الله ﷺ د معراج په شپه بيت المقدس ته روان و، د مصر له يوې سيمې سره نږدې تېر شو، نو يوه ډېره خوږه او قوي خوشبويي يې احساس کړه.

رسول الله ﷺ له حضرت جبرئيل عليه السلام څخه وپوښتل: دا د څه شي خوشبويي ده؟

حضرت جبرئيل عليه السلام وويل:
دا د فرعون د لور د خادمه «ماشطه» او د هغې د اولادونو د قبر خوشبويي ده.

بيا يې د هغې کيسه بيان کړه:

ماشطه د فرعون د لور خادمه وه او په پټه يې پر الله تعالی ايمان راوړی و. يوه ورځ چې د فرعون د لور وېښتان يې ږمنځول، له لاسه يې ږمنځ ولوېده. کله چې يې راپورته کوله، په ناڅاپي ډول يې وويل: «بسم الله».

شهزادګۍ وويل:
دا څه عجيبه کلمه وه؟ زما پلار خو ستا رب دی، نو دا د چا نوم دې واخيست؟

ماشطه وويل:
فرعون رب نه دی، بلکې زما، ستا او د فرعون رب هغه الله دی چې موږ ټولو ته روزي راکوي.

شهزادګۍ وويل:
يعنې ته زما د پلار پرته بل څوک خپل رب ګڼې؟

ماشطه وويل:
هو، زما، ستا او ستا د پلار رب يوازې الله تعالی دی.

شهزادګۍ دا خبره خپل پلار فرعون ته ورسوله. فرعون ډېر سخت غوسه شو او ماشطه يې دربار ته راوغوښتله او ورته ويې ويل:
ايا ته زما پرته بل څوک خپل رب ګڼې؟

هغې وويل:
زما او ستا رب الله تعالی دی، هغه چې لوړ او لوی ذات دی.

فرعون سمدلاسه حکم وکړ چې اور دی بل شی، او بيا دې د دې ښځې ماشومان يو يو پکې وغورځول شي، او په پای کې دې خپله هم پکې واچول شي.

کله چې اور سور شو ، د هغې ماشومان يو په بل پسې پکې وغورځول شول. ماشطه وويل:
اي پاچا ! يوه غوښتنه لرم، دا چې زما او زما د ماشومانو هډوکي په يوه ځای کې سره يوځای کېښودل شي.

فرعون وويل:
ستا دا غوښتنه منو.

د هغې دواړه لوڼې د هغې د سترګو مخې ته پکې واچول شوې او سمدلاسه وسوځېدې. بيا د تر ټولو کوچني ماشوم وار راغی، چې لا د خپلې مور له سينې شيدې څښلې. کله چې پوځیانو هغه ترې کش کاوه،
د مور پر سترګېو تيارې شوې.

هماغه شېبه الله تعالی ماشوم ته ژبه ورکړه، او هغه په لوړ غږ وويل:
«مورې!
مه خفه کېږه،
مورې ! هېڅ شک مه کوه، د حق لپاره سر ورکول تر ټولو لوی نېکی ده.»

ماشطه ته بيا صبر ورغی، ماشوم هم اور ته وغورځول شو، او په پای کې خپله ماشطه هم په هماغه اور کې وسوځول شوه.

حضرت جبرئيل عليه السلام نبی کریم ته وويل:
هغه خوږه خوشبويي چې تا احساس کړه، د هغې د جنتي ماڼۍ له برکته ده.

سبحان الله

Thanks for being a top engager and making it on to my weekly engagement list! 🎉 Emran Jalali, Ziaurahman Shams, Pricenss...
23/12/2025

Thanks for being a top engager and making it on to my weekly engagement list! 🎉 Emran Jalali, Ziaurahman Shams, Pricenss Sahar, SH Yousifzay, سید خیبر سادات, Janmohammad Lakankhil, Saif Ull Islaam, Hashmatullah Auriakhial, Zainullah Abeed
ډیره مننه ملګرو چی موږ سره یاست

Address

Kabul

Telephone

+93789834275

Website

Alerts

Be the first to know and let us send you an email when الله اکبر posts news and promotions. Your email address will not be used for any other purpose, and you can unsubscribe at any time.

Contact The Business

Send a message to الله اکبر:

Shortcuts

Share

Category