سندس نساجی صنعتی شرکت Sundus Textile Manufacturing Company

Directions

سندس نساجی صنعتی شرکت Sundus Textile Manufacturing Company Contact information, map and directions, contact form, opening hours, services, ratings, photos, videos and announcements from سندس نساجی صنعتی شرکت Sundus Textile Manufacturing Company, Fabric Store, Aino Maina, Industrial Park, Block A, Street # 40, Kandahar.

Vision:
To become a leading local and regional textile manufacturer by offering diverse textile production services and helping grow the independent textile industry in Afghanistan.

22/10/2026

په معاصر نړیوال اقتصاد کي د نساجي صنعت رول
دوهمه برخه: د کارموندني په برخه کي د نساجي رول
سندس نساجي فابريکه
د خودکفا افغانستان څرک

د سرمایې تجزیه کېدل/ Capital Fragmentationد سرمايه تجزيه کېدل هغه اقتصادي او سازماني بهیر ته ویل کيږي چي یوه متمرکزه، نس...
19/10/2026

د سرمایې تجزیه کېدل/ Capital Fragmentation
د سرمايه تجزيه کېدل هغه اقتصادي او سازماني بهیر ته ویل کيږي چي یوه متمرکزه، نسبتاً لویه او تر يوه مدیریت لاندي سرمایه د مالکیت د انتقال، میراث، د شراکت د انحلال، د شرکت د تجزیې، یا د مالکانو د جلا کېدو له امله پر څو کوچنیو او نسبتاً خپلواکو برخو ووېشل سي؛ په پایله کي د سرمایې تمرکز، د تصمیم‌نیوني یووالی، د مدیریت همږغي او د لویي کچي د اقتصادي فعالیت ظرفیت کمېدای سي.
فرض کړه، یو سوداګر ۱۰۰ میلیونه افغانۍ سرمایه او یو لوی کاروباري بنسټ لري. نوموړی وفات کيږي او د هغه سرمایه د څلورو اولادونو تر منځ وېشل کيږي. په ظاهري ډول ټوله سرمایه لا هم ۱۰۰ میلیونه افغانۍ ده؛ خو هغه یوه متمرکزه سرمایه نور د یوه مالک او یوه مدیریت تر واک لاندي نه ده.
که هر وارث خپله برخه جلا کړي، نو ۱۰۰ میلیونه متمرکزه سرمایه څلور ځايه کيږي. په دې صورت کي سرمایه له منځه نه ده تللې، خو تجزیه يا ټوټه ټوټه سوې ده. که د دې تجزیې له امله پخوانی لوی کاروبار په څلورو کوچنیو کاروبارونو بدل سي، نو غالبًا د تولید، پانګوني، مدیریت او بازار د پراخوالي ظرفیت هم کميږي.
ولي د سرمايې تجزيه کېدل اقتصادي اهمیت لري؟
د سرمایې تجزيه يا ټوټه‌ټوټه کېدل یوازي د مالکیت د وېش موضوع نه ده، بلکي اقتصادي اهمیت ئې په دې کي هم دئ چي د سرمایې مقیاس، تمرکز او د مدیریت جوړښت بدلوي.
د بېلګي په توګه: یوه لویه متمرکزه سرمایه ممکن وکولای سي، چي:
لویي او اوږدمهالي پانګوني وکړي.
لوی ماشینونه او ټکنالوژي واخلي.
د بازار لویه برخه ونیسي.
مسلکي مدیریت استخدام کړي.
د خطرونو د وېشلو له پاره پراخ فعالیت ولري.
او حتی د لویو پروژو تمویل وکړي.
خو کله چي همدغه سرمایه پر کوچنیو برخو ووېشل سي، هره برخه ښايي د دغو فعالیتونو له پاره کافي اندازه و نه لري. له همدې امله د سرمايې تجزيه د کاروباري ظرفیت د محدودېدو سبب کېدای سي.
البته که وارثان خپلي برخي په ګډه وساتي، شرکت په ګډه اداره کړي، یا ئې په مسلکي ډول بیا تنظیم کړي، نو د سرمایې د وېش باوجود د اصلي کاروبار اقتصادي مقیاس ساتل کېدای سي.
سندس نساجي فابريکه
د خودکفا افغانستان څرک

15/10/2026

کورنی تجارت
سندس نساجي فابريکه
د خودکفا افغانستان څرک

حاشیۀ مفاد/ Profit Marginحاشیۀ مفاد یکی از شاخص‌های مهم مالی و اقتصادی است که نسبت مفاد یک شرکت یا مؤسسۀ اقتصادی را در م...
11/10/2026

حاشیۀ مفاد/ Profit Margin
حاشیۀ مفاد یکی از شاخص‌های مهم مالی و اقتصادی است که نسبت مفاد یک شرکت یا مؤسسۀ اقتصادی را در مقایسه با عواید یا درآمد مجموعی آن نشان می‌دهد.
این شاخص بیان می‌کند که از هر مقدار معین عاید، پس از کسر مصارف مربوط، چه مقدار مفاد برای شرکت باقی می‌ماند.
فرمول محاسبه:
حاشیۀ مفاد = (مفاد خالص ÷ عواید مجموعی) × ۱۰۰
مثال: فرض کنید یک شرکت در یک سال مالی ۱۰ میلیون افغانی عاید داشته باشد و پس از پرداخت تمام مصارف، ۲ میلیون افغانی مفاد خالص به دست آورد. در این حالت، حاشیۀ مفاد شرکت ۲۰ درصد است.
اهمیت اقتصادی:
حاشیۀ مفاد برای ارزیابی سودآوری، کارایی مالی، مدیریت مصارف و توانایی یک شرکت در ایجاد مفاد استفاده می‌شود. هر چه حاشیۀ مفاد بالاتر باشد، در شرایط مشابه، نشان‌دهندۀ توانایی بیشتر شرکت در تبدیل عواید به مفاد است.
نتيجه ګيری: حاشيه مفاد مهم است و در تحلیل اقتصادی باید حاشیۀ مفاد شرکت با شرکت‌های مشابه، صنعت مربوطه و دوره‌های مالی قبلی مقایسه شود؛ زیرا میزان مناسب آن در صنایع مختلف یکسان نیست.
فابريکه نساجی سندس
نماد خودکفایی افغانستان

08/10/2026

په معاصر نړیوال اقتصاد کي د نساجي صنعت رول
اوله برخه
سندس نساجي فابريکه
د خودکفا افغانستان څرک

د کندهار د سوداګرۍ او پانګوني خوني رئيس محترم حاجي عبدالاحد صديقي او د دې خوني مرستيال محترم حاجي مسعوداحمد راحت د سندس ...
06/10/2026

د کندهار د سوداګرۍ او پانګوني خوني رئيس محترم حاجي عبدالاحد صديقي او د دې خوني مرستيال محترم حاجي مسعوداحمد راحت د سندس نساجي صنعتي شرکت له رئيس حاجي محمدهاشم الفقير او د دې شرکت له مرستيال حاجي محمداعظم اسلمي سره مشورتي ناسته وکړه او په دې ناسته کي ئې د سهامي پانګوني په برخه کي د دوی تجاربو ته په پام سره په ملي کچه د يو لوی سهامي شرکت د جوړېدو پر څرنګوالي، اقتصادي اړتيا او ګټو خبري وکړې.
دوی د لويو صنعتي او سوداګريزو پروژو د پلي کولو له پاره ګډه پانګونه يوه اړتيا وبلله او زياته ئې کړه چي دا کولای سي په ملي کچه باثباته اقتصادي پرمختګ را منځ ته کړي، لوی شمېر خلکو ته د کار زمينه برابره کړي او افغانستان په يوه توليدي ټولنه بدل کړي.
سندس نساجي فابريکه
د خودکفا افغانستان څرک

د شریکولو اقتصاد/ Sharing Economyد شریکولو اقتصاد هغه اقتصادي نظام ته ویل کيږي چي خلک خپلي نه‌کارېدونکي یا اضافي شتمنۍ، ...
04/10/2026

د شریکولو اقتصاد/ Sharing Economy
د شریکولو اقتصاد هغه اقتصادي نظام ته ویل کيږي چي خلک خپلي نه‌کارېدونکي یا اضافي شتمنۍ، وسایل، ځایونه یا خدمات له نورو خلکو سره د پیسو په بدل کي یا کله ناکله وړیا شریکوي.
مثالونه:
یو کس خپل خالي کور یا کوټه د لنډ وخت له پاره بل کس ته په کرایه ور کوي.
یو موټر چي مالک ئې ټول وخت نه کاروي، د نورو خلکو د سفر له پاره کارول کيږي.
یو کس خپل مسلکي مهارت، لکه: ژباړه، ډیزاین یا تدریس، د انلاین پلېټفارم له لاري نورو ته وړاندي کوي.
څو کسان یو دفتر یا کاري ځای په ګډه کاروي.
مهمي ځانګړتیاوي:
د شتمنیو ښه استعمال: هغه شیان چي بې‌کاره پاته وي، اقتصادي ارزښت پیدا کوي.
لګښت کميږي: خلک اړ نه وي چي هر شی په خپل نامه واخلي.
انلاین پلېټفارمونه: ډېری وخت ویب‌سایټونه او موبایلي اپلېکېشنونه د خدمت وړاندي کوونکي او استفاده کوونکي سره نښلوي.
د عاید نوې سرچینه: خلک کولای سي له خپلو اضافي شتمنیو یا مهارتونو څخه عاید تر لاسه کړي.
لنډ مثال:
که احمد دوه کورونه ولري، په يوه کي خپله اوسيږي او بل کور يو چا ته په کرايه ور کړي، دې ته د شریکولو اقتصاد ويل کيږي.
سندس نساجي فابريکه
د خودکفا افغانستان څرک

01/10/2026

نغدوالی/ Liquidity
نغدوالی په اقتصاد او مالي چارو کي هغه وړتیا ته ویل کيږي چي یوه شتمني په چټکۍ، آسانه او د خپل ارزښت له خاص بدلون پرته په نغدو پیسو بدله سي.

د بازار ناکامي (Market Failure)د بازار ناکامي هغه حالت دئ چي آزاد بازار د سرچینو په وېش کي اغېزناکه پایله را منځ ته نه ک...
28/09/2026

د بازار ناکامي (Market Failure)
د بازار ناکامي هغه حالت دئ چي آزاد بازار د سرچینو په وېش کي اغېزناکه پایله را منځ ته نه کړلای سي؛ یعني یوازي د عرضې او تقاضاء له مخي د بازار پایله د ټولني له پاره يوه غوره پایله نه وي.
د بازار د ناکامۍ مهم ډولونه
بهرنۍ اغېزې (Externalities): لکه د چاپېريال ککړتیا چي پر نورو خلکو اغېز کوي.
عامه توکي (Public Goods) لکه: د سړکونو ځیني عامه خدمتونه؛ داسي توکي او خدمات چي خلک ئې په ګډه کاروي او بازار ئې ممکن په کافي اندازه تولید نه کړي.
د معلوماتو نابرابري (Information Asymmetry): کله چي د معاملې یو لوری تر بل لوري ډېر معلومات ولري؛ مثلاً: د استعمال سوي موټر پلورونکی د موټر له پټو عیبونو ښه خبر وي.
د بازار ځواک (Market Power): کله چي یو انحصاري شرکت یا څو لوی شرکتونه د بیي او تولید پر شرایطو د پام وړ اغېز ولري.
نیمګړي بازارونه (Incomplete Markets): کله چي د ځینو مهمو توکو یا خدماتو له پاره مناسب بازار اصلاً موجود نه وي.
ولي د بازار ناکامي پېژندل مهم دي؟
کله چيد بازار ناکامي موجوده وي، حکومت یا نور بنسټونه کله ناکله مداخله کوي، مثلاً: پر ککړتیا مالیه لګوي، عامه خدمتونه وړاندي کوي، د انحصار پر ضد قوانین جوړوي، مصرفوونکو ته د معلوماتو د ور کولو قوانین وضع کوي او ځیني خدمات سبسایډي کوي.
مهمه يادونه: د بازار ناکامي دا معنی نه لري چي بازار هيڅ کار نه سي کولای؛ بلکي معنی ئې دا ده چي په یوه ځانګړي حالت کي د بازار پایله له ټولنیز پلوه اغېزناکي پایلي څخه انحراف کوي.
سندس نساجي فابريکه
د خودکفا افغانستان څرک

24/09/2026

د قوت او ضعف ټکو، فرصتونو او چلېنجونو تحليل/SWOT Analysis

Address

Aino Maina, Industrial Park, Block A, Street # 40
Kandahar
3802

Website

Alerts

Be the first to know and let us send you an email when سندس نساجی صنعتی شرکت Sundus Textile Manufacturing Company posts news and promotions. Your email address will not be used for any other purpose, and you can unsubscribe at any time.

Shortcuts

Share

Category