03/10/2025
زه ښوونکی يم !!!
په خپله دنده الحمدالله وياړ کوم
ګرانو مشرانو او د کورنيو سرپرستانو !
تاسو خپل اولادونه رالېږئ، زه یې نه وهمه، نه یې تهدیدوم نه پرې چغې وهم، نه یې له ټولګي باندې وباسم.
زه کوښښ کوم چې هغوی ولیکي، زده کړي، بحث وکړي، فکر وکړي، نوښت وکړي او د وطن په درد دوا شي..
زما یوازینۍ هیله ده، چې هر یو یې راتلونکې کې لوی شخصیت جوړ شي لکه:
استاد، ډاکټر، انجنیر، ، سفیر، وزیر، وکیل، قاضي ...
کله چې درس ورکوم، که ټولګي کې راته څلویښت نفر ناست وي، داسې فکر کوم، لکه څلوېښت استادان، څلویښت ډاکټران، څلویښت پوهاندان او .. نور راته ناست دي، که لس ، شل، سل وي، همدسې فکر کوم.
زه د هغوی کتابچې ګورم، شخړې یې ختموم، او د سولې هڅه کوم.
دا مې دنده ده چې د کمزوري مرسته وکړم،
حق د حق خاوند ته وسپارم،
ټولګي کې چوپتیا وساتم،
او د ناستې عدالت مراعت کړم.
زه ګورم چې څنګه ناست دي؟ جامې یې څنګه دي؟ نوکان یې لنډ دي که نه؟
حتی کله ناکله بوټان هم ور تړم.
زه پوهېږم څوک یتیم دی، څوک شتمن ، څوک لږ سست، څوک هڅاند، څوک ذهني ناروغ، څوک بې خوبه.
هر یوه ته د هغه حق ورکوم.
زه د ټولګیو د هوا خیال هم ساتم، پاکوالی او ښکلا یې هم له یاده نه باسم.
زه د یو نه تر پنځه سو کورنیو او پنځه سوه زده کوونکو مسوول یم.
زه باید تل زغم او موسکا ولرم،
تر څو د هر زده کوونکي ستونزه حل کړم.
زه کله کله د نرس دنده هم تر سره کوم:
د زده کوونکي پر تندې لاس ږدم او تبه یې معلومو م، کله کله د کوم زده کونکي له پوزې وینه روانیږي هغه تر تشناب رسوم پر سر ورته اوبه اچوم؛ تر څو د پوزې وینه یې ودرېږې.
کله د ارواپوه دنده سرته رسوم، د یو مایوسه زده کوونکي مړاوې هیلې را ژوندي کوم.
کله نا کله د یو نیم زده کوونکي په غوسې او تېزو خبرو ځان هم کڼوم.
کله چې ستړی شم، د سر درد دوا خورم،
کله یو چاکلیټ خولې ته واچوم تر څو انرژي پیدا کړم
کله چې نمرې ورکوم زړه مې د زده کوونکو له کمو نمرو دردېږي
ځان ملامت بولم.
نو، د ښوونکي ځانګړی درناوی وکړئ!
سلام ورته وکړئ، مننه ترې وکړئ.
ځکه هغه ستاسو د اولادونو په روزنه کې له تاسو سره شریک دی، ستاسو له اولادونو سړي جوړوي.
لیکنه # کاپي ده