ډاګټر اشرف غنی اخمدزی

ډاګټر اشرف غنی اخمدزی ❥̳̳̳̿̿̿❥̳̳̳̳̿̿̿̿❥̳̳̳̿̿̿❥̳̳̳̳̿̿̿

د ملا برادر په مشرۍ یو ۹ کسیز پلاوی یې چین ته تللیپه دوحه کې د افغان طالبانو د سیاسي دفتر مشر ملا برادر اخند په مشرۍ د د...
23/09/2019

د ملا برادر په مشرۍ یو ۹ کسیز پلاوی یې چین ته تللی

په دوحه کې د افغان طالبانو د سیاسي دفتر مشر ملا برادر اخند په مشرۍ د دې ډلې یو ۹ کسیز پلاوی چین هېواد ته رسېدلی دی. د طالبانو ویاند ذبیح مجاهد ویلي، یاد پلاوي نن یکشنبه له چینایي چارواکو سره وکتل او له امریکایانو د خپلو مذاکراتو په اړه یې وضاحت ورکړ.

وروسته له هغه چې د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ په ناڅاپي توګه له طالبانو سره په دوحه کې د سولې خبرې ودرولې، دا دریم ځل دی چې د طالبانو پلاوی بهرني سفرونه کوي.

له دې وړاندې د طالب مرکچي شېر محمد عباس ستانکزي په مشرۍ د طالبانو یو څلور کسیز پلاوی روسیې ته تللې و. له هغه وروسته د طالبانو یو پلاوي په تهران کې هم له ایراني چارواکو سره وکتل.

د طالبانو په اعلامیه کې راغلي، دې ډلې نن یکشنبه بیجنګ کې د افغانستان لپاره د چین له ځانګړي استازي ډین شیجون سره وکتل او پر دوه اړخیز سیاسي او اقتصادي اړیکو یې خبرې وکړې.

د طالبانو په اعلامیه کې همدا راز ادعا شوې ده چې له امریکایانو سره د سولې د خبرو په برخه کې د چین حکومت د طالبانو د دریځ ملاتړ کړی دی.

Image copyrightGMIC

Image captionد افغان ولسمشر ویاند صدیق صدیقي ویلي، طالبانو د سولې ادرس ورکړ کړی او اوس کله چین او کله روسیې ته ځي

د قطر په دفتر کې د طالبانو مشر مرکچي شېر محمد عباس ستانکزي دوه اوونۍ وړاندې د روسیې له (ار ټي) خبري شبکې سره په یوه مرکه کې ویلي وو، طالبان اوس هم د سولې خبرو ته لېواله دي،‌ خو که امریکا جنګ ته دوام ورکول غواړي نو طالبان سل کاله نور هم جګړه کولی شي.

کرزی: حکومت او طالبان باید د افغانانو په وژلو شرم وکړيټرمپ: طالبانو سره لیدو ته چمتو وم، خو دوی اوربند ونه کړطالبان په مسکو کې: موږ سل کاله نور هم جنګېدلی شو

روسیې ته د طالبانو د سفر په غبرګون کې د افغان ولسمشر محمد اشرف غني ویاند صدیق صدیقي کابل کې یوې خبري غونډې ته ویلي وو، طالبانو د سولې پته ورکه کړې او اوس کله روسیې او کله چین ته مراجعه کوي:

"روسیې او چین ته د طالبانو د ځینو استازو ورتګ د هغوی قطعي ناکامي ده، طالبانو د سولې اصلي ادرس ورک کړی دی. د طالبانو د ځینو مشرانو دا ډول هڅې پایله نه لري. له بده مرغه د قطر دفتر کې د طالبانو موجودیت د سولې بهیر کې هېڅ ګټه ونه کړه، طالبانو هڅه وکړه ددې دفتر له لارې له سولې پرته خپلو نورو ته ورسېږي."

Image copyrightGETTY IMAGES

Image captionولسمشر ټرمپ وايي، باوري سرچینو ورته ویلي، چې طالبان وايي، تېروتنه یې کړې ده.

په ورته وخت کې د امریکا متحدو ایالتونو ولسمشر ډونلډ ټرمپ څو ورځې وړاندې وویل، غوښتل یې له طالبانو سره وویني، خو له هغه وروسته یې خپله پرېکړه بدله کړه، چې ورته وویل شول، دغه ډله اوربند ته غاړه نه ږدي.

نوموړي یو ځل بیا خپله هغه خبره تکرار کړه، چې ګواکې پر طالبانو یې دا وروستیو کې سخت ګوزارونه کړي دي، او ادعا یې وکړه چې دا ډله پر خپلو بریدونو او د سولې د خبرو پر درېدو پښېمانه ده.

له دې سره سم د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي په هېواد کې د روانې جګړې له کبله پر اوښتو تلفاتو خپګان ښودلی او پر افغان حکومت او طالبانو یې غږ کړی چې افغان وژنه دې بنده کړي، او باید دواړه خواوې په دې کار شرم وکړي. نوموړي دا څرګندونې نن پنجشنبه کابل کې په یوه خبري ناسته کې وکړې.

ورته مطالب

ټرمپ: طالبانو سره لیدو ته چمتو وم، خو دوی اوربند ونه کړ

20 سپتمبر 2019 - 29 وږی 1398

غني: طالبانو سره د افغانستان په هر ښار کې د سولې خبرو ته کېنم

14 سپتمبر 2019 - 23 وږی 1398

عباس ستانکزی: طالبان د زور له لارې واک ته رسېدل نه غواړي

06 فبروري 2019 - 17 سلواغه 1397

Copyright © 2019 بي بي سي. بي بي‌ سي‌ د نورو ویبپاڼو د محتوا مسوله نه ده.

د یکشنبې په ورځ هوسټن کې دا جلسه د امریکا ولسمشر تاریخي پېښه وبلله، چې پکې تر نږدې ۵۰ زرو کسانو ګډون درلود.(هاوډې، مودي)...
23/09/2019

د یکشنبې په ورځ هوسټن کې دا جلسه د امریکا ولسمشر تاریخي پېښه وبلله، چې پکې تر نږدې ۵۰ زرو کسانو ګډون درلود.

(هاوډې، مودي) په نوم دا ناسته د یو بهرني هېواد د مشر لپاره تر ټولو لویه جلسه بلل کېږي.

دریځ ته د لومړي وزیر نرېندر مودي او ولسمشر ډونلډ ټرمپ تر تلو مخکې د ۹۰ دقیقو ننداره ۴۰۰ هنرمنانو ګډون سره خورا ګرمه کړې وه.

د امریکا ولسمشر ناستې ته وینا کې وویل: ډېر خوشال یم، چې د هند لومړي وزیر سره چې د امریکا تر ټولو ښو، نږدې او ژمنو ملګرو له ډلې دی، دلته ټیکساس کې یم.

د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ او د هند لومړي وزیر نرېندر مودي د ټیکساس غونډه کې له یو بل سره د دوستۍ ګرمې خبرې وکړې.

Image copyrightGETTY IMAGES

په دا مهال نرېندر مودي خپله وینا کې وویل، د امریکا سپینه ماڼۍ کې د هند ریښتونی ملګری دی.

هغه ډونلډ ټرمپ، مینه ناک، ملګری، د رسېدو وړ او له انرژي ډک وباله.

ښاغلي مودي دا هم وویل: "د شرکتونو له مدیریت نیولې، د وسلوالو ځواکونو تر سترې قومندانۍ، له مدیره پلاوي نیولې تر ولسمشرۍ او له سوډیوګانو نیولې تر نړیوالې صحنې... هغه هر ځای تلپاتې اغېز پرېښودلی".

ښکاره ده چې د هند لومړی وزیر مودي ملګرو ملتونو سرمشریزې ته د وینا او د سوداګریزو اړیکو لپاره امریکا ته تللی دی.

د هیوسټن اېر ار جي سټیډیم- چې د مودي د ناستې کوربه و- د اوسني سفر لومړی پړاو یې دی.

Image copyrightGETTY IMAGES

مودي د بهارتیه جنتا پارټۍ په مشرۍ سږنیو ټاکنو کې لوی اکثریت سره بری وګاټه او دا دویم ځل دی چې لومړی وزیر کېږي.

دې غونډه کې د امریکا ولسمشر هم د مودي ستایلو کې وویل: د هند او ولس لپاره یې په ریښتیا یو بې ساری کار کوي.

ولسمشر ټرمپ امریکا کې هند توکمه ټولنه هم وستایله او زیاته یې کړه، موږ په ریښتیا هم په تاسو د ریښتینو امریکايي وګړو په څېر ویاړو.

د ملګرو ملتونو سرمشریزه کې ښايي مودي د کشمیر د ځانګړي حالت بدلولو له امله له نیوکو سره مخ شي.

هند تېرو پنځو میاشتو کې د کشمیر د ځانګړي حالت ختمولو سره هلته ګرځبندیز سره سره اړیکتیايي وسایل هم وځنډول.

د امریکا ولسمشر او د هند لومړی وزیر چې په ملتپالو څرګندونو مشهور دي د ناندریو اڼدول یې له کشمیر نیولې د امریکا او مکسیکو ترمنځ په دېوال سره کېږي.

د امریکا ولسمشر وویل: هند او امریکا دواړه پوهېږي چې د خپل ولس د خوندیتوب لپاره خپلې پولې خوندي کړي.

د شخصي اړیکو او ډيپلوماسۍ غوره تړون

Image copyrightGETTY IMAGES

د بي بي سي د خبریال برجیش اپادیايي په خبره، دې غونډه کې ګډونوال او د هرکلي ډول ټیک داسې څه و چې د امریکا ولسمشر ټرمپ یې خپلو غونډو کې خوښوي.

دې غونډه کې یوازې د مودي لپاره غږونه کېدل او ټرمپ د جلسې سوپر سټار و.

خو خلکو هغه هم ناهیلی نه کړ او هرکلي کې یې د یو اېس اې ناروې وهلې، چې ټرمپ یې تر ډېره خپلو غونډو کې اوري.

له مېلمه مودي سره ټرمپ په غاړه غړۍ کېدلو د خپلې شخصي ملګرتیا او ډیپلوماسۍ غوره شیبې وښودې.

Image copyrightGETTY IMAGES

دا غونډه د دواړو لپاره بریالۍ وه. د ولسمشر ټرمپ لپاره یو چانس و چې پر ۲۰۲۰ کال ټاکنو کې د هند توکمه امریکایانو ملاتړ وګټي، هغه هم ټیکساس کې چې د سیاسی ډګر لپاره مهم لوبغالی بلل کې

نرېندر مودي ته هم دا ناسته خپل هېواد کې د سختو پالیسیو او پرېکړو له امله له نیوکو د بچېدو کې ګټوره زبدېږي.ږي.

Copyright © 2019 بي بي سي. بي بي‌ سي‌ د نورو ویبپاڼو د محتوا مسوله نه ده.

سوک یی ملاتړ یی
21/09/2019

سوک یی ملاتړ یی

18/09/2019

سلام خوږو زما فیج درسره لایک او شیر کړی ستاسو دی خدمت لپاره دی

Address

0093
Khost
0000

Website

Alerts

Be the first to know and let us send you an email when ډاګټر اشرف غنی اخمدزی posts news and promotions. Your email address will not be used for any other purpose, and you can unsubscribe at any time.

Shortcuts

Share