اسلامي فکر

اسلامي فکر اسلامي فکر درته ریښتنی اسلامی افکار او نظرونه وړاندې ک?

يوه پېړۍ وړاندې پۀ همدې ورځ (۳/۳/۱۹۲۴) عثماني خلافت نسکور شو. پۀ همدې ورځ د اياصوفيا مسجد پر موزيم او د فاتح مسجد پر ګود...
03/03/2024

يوه پېړۍ وړاندې پۀ همدې ورځ (۳/۳/۱۹۲۴) عثماني خلافت نسکور شو. پۀ همدې ورځ د اياصوفيا مسجد پر موزيم او د فاتح مسجد پر ګودام بدل شو. د هرتزل ارمان پوره شو، د بالفور هيلې ترسره شوې، د قرصو مراد پوره شو او د خليفه پۀ مړوندو کې د برتانيه زنځيرونه پراتۀ و. هغه امت چې يو وخت يې د ويانا او فرانسې دروازې ورټکولې پر دې ورځ يې د خپل تاريخ وروستی باب ليکۀ. د لوي سليم او سليمان قانوني پر تخت د اتاترک پۀ نوم د غرب او هرتزل د لاسو بت ناست و. د "امت" نوم بدل شو د "وطن" کليمه عام شوه، د "عربي" ژبې رسميت ختم شو او "ترکي" ژبه رسمي شوه، د زوړ خليفه پر امساء د اقصیٰ دېوالونه تکيه و، پر دې ورځ هغه امساء ماته شوه او د اقصیٰ د خپل تاريخ تيارې ورځې ننداره کړې. بوډا عبدالحميد د امت وروستۍ تکيه وه او کله چې دا تکيه لۀ منځه ولاړه، امت تر ننه د عظمت څرک ونۀ ليد. مونږ تللی عظمت پۀ اوښکو او وينو هم واپس نشو کړی ګنې پدې يوه پېړۍ کې مونږ د وينو او اوښکو څومره قرباني ورکړه. پر دې ورځ هغه دېوال ونړېد چې يو وخت به يې سيوري ته لوي چارلس د هيلې تکيه وهله. د باربروسا اتلولۍ افسانې شوې او د شيخ الاسلام افندي پر کتابونو اور بل شو. د جالديران کيسې زړې شوې او کاغذي اتلانو د حجاب جنازه بار کړه. د سالونيک دربار پيکه شو، د قسطنطينې برم راښکته شو، د ملازګرد پر پاڼو ګرد پرېواتۀ، قاهره، بغداد او دمشق بې سرپرسته شو او اقصیٰ لکه د يوسف د کنعان پۀ ژورو کې د خپل ژوند خيرات غوښتۀ.
لکه لۀ رمې چې شپون مړ شي، لکه د کښتۍ چې ماڼو د څپو ښکار شي، لکه لۀ قافلې چې لارښود ورک شي، د بوډا عبدالحميد لۀ منځه تلو همدومره زور امت ته ورکړ. قافله وه خو لارښود يې نۀ و، رمه وه خو شپون يې نۀ و، اقصیٰ وه خو د بوډا امساء ماته شوه او لۀ تکيه وغورځېده.
هو يوه پېړۍ!
دا يوه پېړۍ څومره لۀ دردونو او اهونو ډکه وه.

03/03/2024

‏د دوحې تړون څلور کلن شو...

کال ۲۰۰۱م کې د امریکا دفاع وزیر رمز فیلډ اعلان وکړ چې په افغانستان کې د دوی د یرغل اصلي اهداف؛ د طالبانو له قدرته لرې کول او پر ځای یې یو ډیموکراتیک حکومت انسټالول، د القاعدې له بېخه ویستل او ملت جوړونې نوې پروسه پیلول دي. له دې اعلان سره سم رمز فیلډ او کنډولیزا رایس دا اعلان هم وکړ چې طالبانو سره د سولې په خبرو باندې رسمي بندیز دی، یعنې دوی له وژلو یا بندي کېدلو پرته بله لاره نه لري.

ملا محمد عمر مجاهد لا په کندهار کې ؤ چې د سولې آفر یې وړاندې کړ. یرغلګرو د ملا صاحب آفر رد کړ. بیا ملا صاحب د ملا عبید آخوند، ملا برادر او طیب آغا په واسطه دوه ځله د کرزي له ادارې سره رابطه وکړه او د سولې په بدل کې یې یواځې د مصؤن ژوند غوښتنه وکړه، کرزي د طالبانو آفر د خپل شخصي امنیت امریکايي مشر په واسطه واشنګټن ته ولېږه. له هغې خوا د سخت رد ځواب ورکړل شو. د جګړې کولو مخکې ملا محمد عمر سولې لپاره خپلې ټولې غاړې خلاصې کړې خو پوه شو چې د سولې له لارې دوی هېڅ نه مني او د ټوپک ځواب له ټوپک پرته په بل څه نه ورکول کېږي. د امریکا لخوا د سولې په خبرو د پابندۍ دا هم په ډاګه شوه چې په کابل حاکمه اداره په خپل تصمیم هېڅ نشي کولای او د افغانستان قضیه مستقیما امریکا رهبري کوي.

د سیاست په معادلو کې محاسبه د زور او ځواک پر مټ ده، ضعیف خلک په دغه محاسبه کې ځای نه لري. بوش ولاړ، اوباما راغی، اوباما لا پسې جګړې ته زور ورکړ. امریکايي پوځونه یې د ۴۰،۰۰۰ څخه ۱،۴۰،۰۰۰ ته ورسول. طالبانو بیا بې جوړې مقاومت وکړ. اوباما یو کال وروسته په دې پوه شو چې د پوځونو ډېروالي ګټه ونکړه. دغه وخت په افغانستان کې د یو نظامي فرد کلنی مصرف یو میلیون ډالر ؤ. ۲۰۱۴ کې مجبور شو پوځونه کم کړي. دا هغه وخت ؤ چې د طالبانو مقاومت او قدرت د رمز فیلډ په "سولې بندیز" ننګولی ؤ. امریکایانو له یوې خوا د قطر دفتر ومانه تر څو طالبانو سره د سولې رسمي چېنل خلاص کړي بل اړخ ته یې له خپلو افغانو خادمانو سره شرمیدلی امنیتي‌ تړون BSA امضاء کړ.

امریکایانو غوښتل طالبان په نورمال ډول د داسې حکومت برخه کړي چې هغه تیار له امریکا سره امنیتي تړون لري. دوی فکر کاوه که دې کار کې کامیاب شي هم به له افغانستان څخه ووځي او هم به یې خپل نظامي شتون ساتلی وي.

امارت له لومړي مجلسه امریکایانو ته واضح دا ویلي ؤ چې دوی د امریکایانو یو پوځي بوټ هم د افغانستان په خاوره نه مني او له دې پرته په بله ایجنډا خبرو ته هم نه حاضرېږي. امریکایانو د قطر دفتر په وخت کې د فشار او خبرو ګډه ستراتیژي پر مخ بېوله. ټرمپ چې راغی سوېل آسیا ستراتیژي یې اعلان کړه، خبرې یې ودرولې، خپلو پوځیانو ته یې وویل؛ له اټومي وسلو پرته هر څه استفاده کړئ، زه یو کال کې نتیجه غواړم. امارت بیا بې مثاله مقاومت وکړ.

۲۰۱۸ کې امریکایان پوه شو چې دې خلکو سره نه کېږي. خلیلزاد یو نیم کال کوښښ وکړ چې طالبانو سره د امریکايي اډو په اړه یو توافق ته ورسېږي خو طالبانو ونه منله. د ۲۰۱۹ په آخر کې یو ځل ټرمپ خپل خارجه وزیر ته ویلي ؤ چې خلیلزاد توافق ته نه وي رسېدلای، واشنګټن ته یې راپرېنږدې. امریکایان د جګړې میدان د سیاسي تړون لاسلیک ته مجبور کړل.

د صبر، استقامت او ریښتینې مبارزې دا زور ؤ چې امریکایان او لاسپوڅي یې په داسې شرمیدلي‌ حالت وویستل شول چې چا یې ګمان نشو کولای.

اوس دا ګټلای اسقلال ساتل غواړي، له نظامي او سیاسي سوبې وروسته مرحله د حکومتدارۍ په برخه کې د میدان ګټل دي. دا مرحله د ۴۰ میلیونه انسانانو د زړونو ګټلو مرحله ده. دا مرحله جرأت، کار، پوهه او ډېر ژور سیاسي درک غواړي.
کاپي

20/02/2023

وروسته له هغه چې په مصر کې محمد‌کريم د‌فرانسويانو په‌مقابل کې مات شو نو فرانسويانو ونيو ،اعدام کاوه يې چې ناپيلیون راوغوښت او ورته ويې ويل
د‌ما لپاره سخته ده چې هغه کسان اعدام کړم چې د خپلې خاورې د‌ازادي لپاره يې مبارزه کړې وي، زه تاته يوه موقع درکوم ، ته به د سروزرو ۱۰۰۰ سکې د ما د هغو سرتېرو په بدله کې راوړې چې په جګړو کې دې راوژلي دي.
محمد کريم وويل زه خو اوس دا پيسې نه لرم خو سل زره سکې به له سوداکرو راپيدا کړم او رابه يې وړم.
د‌ناپيلیون لښکرو محمد کريم څو ورځې په بازارونو او سوداګرو وګرځاوه خو هېڅ سوډاګر دده د‌خلاصولو په بدل‌کې‌پيسو ورکولو ته حاضر نشو ، ان ځينو خو به ورته ويل چې د تا د‌جنګونو له لاسه زموږ اقتصادي وضعيت خراب شو د مالونو حمل و نقل به سم نه کېده.
بيرته يې ناپلیون ته خالي لاسونه راوست
ناپليون ورته وويل:
له اعدام څخه ماسوا بله چاره نه لرم، ددې په خاطر نه چې زما سرتېري دې وژلي ، بلکې ددې په خاطر چې د داسې خلکو لپاره جنګېدې چې دوی پيسې په وطن باندې ښې او مقدمې بللې.
محمد کريم ورته وويل :
پوه سړی چې د ناپوه ټولنې لپاره هڅې او زيار باسي د هغه چا په شان دی چې خپل ځان سوځوي چې د ړانده لپاره رڼا جوړه کړي.

یحیای برمکی که در اوایل خلافت هارون الرشید وزیر پرقدرت و پرنفوذی بود و حتی اختیار دربار عباسیان را در دست داشت بعدها همر...
20/02/2023

یحیای برمکی که در اوایل خلافت هارون الرشید وزیر پرقدرت و پرنفوذی بود و حتی اختیار دربار عباسیان را در دست داشت بعدها همراه پسرش فضل در سیاه‌چالی زندانی شد. در زندان، پسرش از او پرسید:

پدرجان چه شد که با آن همه قدرت، نفوذ، جاه و مقام و مکنت به این روز تار و سیاه رسیدیم؟
یحیی جواب داد: بخاطر دعای ستمدیده‌ای که ما از آن غافل بودیم اما خدا از آن غافل نبود!

20/02/2023
20/02/2023

اهداف اساسی تهاجم فكری

تهاجم فكری معمولاً در چهارچوب چند برنامه ی مشخص صورت مي گيرد كه بعضی از آنها كوتاه مدت بوده و برخی ديگر در دراز مدت نتيجه بخش خواهند بود.البته اين برنامه ها داراي مكانيسم هاي ويژهای بوده و با توجه به شرايط زماني و مكاني خاصي پياده خواهند شد.مهم ترين اهدافي كه مهاجمان فكري در پي آن هستند، عبارتند از:
1 - تضعيف هويت ملي و نابودي ريشه هاي اصالت و استقلال فكري ونيز تخريب تمامي آثار فرهنگي وتمدن اقوام مسلمان.
2 -از ميان برداشتن افكار وعقايد اسلامي و ارزشهاي اخلاقي و جايگزينی قوانين ساخته ی دست بشر و ايدئولوژي هاي گمراه كننده و پايه ريـزي زندگي اجتماعي مطابق سبك زندگي غربي ها، تا مسلمانان را از ريشه هاي ديني و ملي خود جدا كنند،قطعاً چنين مسلماني از لحاظ هويت ديني و ملي، احساس حقـارت و پـوچي خواهد كرد و آنگاه دنباله رو مهاجمان فكري خواهد بود و افكار و عقايد و آداب و رسـوم آنهـا را تمـام و كمال خواهد پذيرفت و مقاومت در مقابل اينگونه تهاجمات را لازم نميبيند.
3 - آنها تلاش مي كنند تا نقش دين اسلام و مسجد را در زندگي جوانان و روشن فكران مسلمان كماهميت جلوه دهند، درست به همان شيوه اي كه روشن فكران غربي به دين مسيح و كليسا مين گرند، تا ابتدا دين اسلام را از سياست جدا نموده و آنگاه به طور كلي آن را از عرصه ي زندگي مسلمانان حذف كنند.متأسفانه اغلب جوانان ما شناختي واقعي و اصولي از دين اسلام ندارند، دين اسلام بـه شيوهاي منطقي و واقع بينانه به زندگي مينگرد و بـراي تمـامي مراحل و مقاطع زندگي انسان برنامه ريزي نموده است، اما جوانان ما از اين واقعيت بي خبرند.به علاوه، عده اي از اين به اصطلاح روشنفكران بـه تبليـغ الحـاد و دشمني بـاديـن مي پردازند و آن را سبب ركود و عقب ماندگي مردم ميدانند.اين قبيل جوانان چنان فريب دشمنان دين را خورده اند كـه اصالت اسـلام، پايه هاي
فكري، عقل و منطق را فرامـوش نمـوده و ماننـد «ربـاتي » در اختيـار ايـن دشـمنان قـرار گرفته اند. به آنها چنان تفهيم شده كه گويا مخالفت با ديـن از نشـانه هـاي روشـن فكري مدرن امروزي است.

  :د دي جګړی بنيادی هدف اسلامی فکر او عقيده له مينځه وړل دی، او اسلام ته ټولي راغلي لاری بندول دي، خو ددينه علاوه نور اه...
20/02/2023

:
د دي جګړی بنيادی هدف اسلامی فکر او عقيده له مينځه وړل دی، او اسلام ته ټولي راغلي لاری بندول دي، خو ددينه علاوه نور اهداف څه په لاندي ډول دی.
،
ددي هدف د حصول لپاره کفری نړئ د قرآن کريم پوهه د ټولنې نه ختمول غواړې، او په دې باندي ئي ډير خلق په اسلامی جامه کښې په کار اچولې دې،لکه څنګه چي د مکی کافرانو سره دا يره وه او وئيل به ئي: لا تسمعوا لهذا القران.... چې قرآن ته غوږ مه اګدئ......
،
او دا خو يا د تاريخ په کتابونو کښې د ځان نه ليکل کول، کوم چي د صليبي دعوت کونکو او د مستشرقينو کړنی او کارونه دی، چې په دي سره راتلونکې نسل ته دامت مسلمه د عدل او د ميړانې تاريخ د جبر او د ظلم تاريخ وړاندي کوې، او د اروپا تاريخ ته ښکلا ورکول او د هغي د برياليتوب نقطې ذکر کول، او يا د ميډيا په ذريعه د خلقو ذهن ته د تير تاريخ په اړه اشتباهات اچول...

زمونږ موجوده حالت هم د مستشرقينو د غشو د لاندي دي، لکه نن صبا چي مونږ په الکټرانک ميډيا يا سوشل ميډيا يا پريس ميډيا باندې کومي خپروني نشريات او راپور ګورو

 اي سعده غشي وله!!!زما مور او پلار دي له تا قربان شي .د مدینةُ المنورې په (عنبریه) نندارتون کې هغه تاریخي لینده لېدلاﺉ ش...
20/02/2023



اي سعده غشي وله!!!
زما مور او پلار دي له تا قربان شي .

د مدینةُ المنورې په (عنبریه) نندارتون کې هغه تاریخي لینده لېدلاﺉ شۍ په کومه لینده باندي چې سعد بن ابي وقاص رضي اللّٰه عنه سلګونه کفار ووژل، په صحیح روایاتو کې رازي د احد په تاریخي جګړه کې مسلمانان له ماتې سره مخامخ ول په دغه حساس وخت کې حضرت سعد بن ابي وقاصؓ په کفارو باندي د غشیو کامیابه ګوذارونه پیل کړل، رسول اللّٰهﷺ پخپلو مبارکو لاسونو سعد بِن ابي وقاص ته غشې ورکول تمام غشې په هدف باندي ولګیدل مشرکین سخت وار خطا شول، مسلمانانو د فتحې علامات غالب شول په دغه وخت کې رسول اللّٰهﷺ له ډیرې خوشحالۍ څخه حضرتِ سعد بن ابي وقاص ته وفرمایل:

اِرَمِ یَا سَعَدْ فِدَاکَ اَبِیْ وَ اُمِیْ o

ژباړه: اي سعده غشې وله زما مور او پلار دي له تا قربان شي
(حدیث صحیح بخاري 2905)

دغه الفاظ رسول اللّٰه ﷺ پخپل ژوند کې فقط دوؤ صحابهِ کرامو ته فرمایلې دي او دغه دواړه مبارک شخصیتونه له عشرهِ مبشره څخه ول👇

اول: د بنو قُریظه په غزا کې حضرت زبیر اِبنِ العوامؓ ته.
دوهم: د احد په جګړه کې حضرتِ سعد بن ابي وقاصؓ ته ۔
**************************

دعمر مختار  دبي بي  ـ حيرانونکى ـ سحنه ـعمر مختار ـ چې کله خپل کورته راورسيدى نو سريې خلاص سووچې ـ بي بي ـ کوروالا يى وف...
20/02/2023

دعمر مختار دبي بي ـ حيرانونکى ـ سحنه ـ

عمر مختار ـ چې کله خپل کورته راورسيدى نو سريې خلاص سووچې ـ بي بي ـ کوروالا يى وفات سوى ده 😢
سخته ډيريې وژړل آن تردى چې دده قمندانان حيران سول ـ

لږوخت وروسته يوه نوموړي قمندان ترى وپوښتل
وول صيب په ډيروسختو حالاتواوسحنوکې تانه وژړل اوهغه ورځ دي دخپلې بي بي پرمرک ولي دومره وژل ـ

عمرمختا زياته کړل ويل يې زه چې به کله هم کورته ننوتلم نوزمابي بي به دخيمى پيڅول دومره زيات پورته کړى چه زه به سيخ سيده ننوتلم ـ

يوه ورځ يې له لري ځايه رازغستله اشاره يې راته وکړه وول مهرباني وکړه مه ننوزه ـ زه هم تم سوم دا چې کله راورسيده بيايې دخيمى پيڅول دپخواپشان لري کړ پورته کړ زه ننوتلم
اوماله بي بي تپوس وکړ چې ته ولي دومره زيارباسى کله چه زه ننوزم ـ

بي بي راته وويل چه محترمه زه نه غواړم چې ستاسر دي بغيرله الله جل جلاله ـ بل چاته ټيټ سي ځکه زه دخيمى پيڅول دومره پورته کوم چې ته بغير دسرله ټيټيدوننوزي ــ
عمرمختاوويل نن مي سرټيټ کړ بياوخيمى ته ننوتم ځکه چې زماهغه غيرت منه وفاداره بي بي نه وه ـ نو دداسي غيرت منو بي بي ګانوپرمرګ پکارده وژاړم ـــــــ
،،،ديته وايي ميرمن ديته وايي مسلماني اوغيرت

Address

12
Shirpur
020210

Alerts

Be the first to know and let us send you an email when اسلامي فکر posts news and promotions. Your email address will not be used for any other purpose, and you can unsubscribe at any time.

Contact The Business

Send a message to اسلامي فکر:

Shortcuts

Share