ښایسته او په زړه پوری معلومات

Directions Contact the business

ښایسته او په زړه پوری معلومات سلامونه پخیر راشی

27/02/2022

ولا ریشتیا درخه وی

یوه ډمه او فاحشه، د باعزته، حیاناکو او پتمنو مېرمنو  استازولي نسي کولای.! :C
03/02/2022

یوه ډمه او فاحشه، د باعزته، حیاناکو او پتمنو مېرمنو استازولي نسي کولای.!
:C

 #اترا چيرته ده؟په پاکستان کې د 10GB انترنیټ بیه ٢٠٠ کلدارو  ده چې د ١٠٠ افغانۍ سره معادل ده.په ایران کې د 10GB انترنیت ...
28/01/2022

#اترا چيرته ده؟
په پاکستان کې د 10GB انترنیټ بیه ٢٠٠ کلدارو ده چې د ١٠٠ افغانۍ سره معادل ده.
په ایران کې د 10GB انترنیت بیه ٢٨٠٠٠ تومن ده چې د ١٨٠ افغانیو معادل ده .
په هندوستان کې د 10GB بیه څلویښت هندې کالدارې ده چې د ٤٠ افغانیو معادل ده .
او دلته افغانستان کې بیا د 1GB بیه ٢٥٠ افغانۍ ده .
دلته تجارت نه بلکې وحشت ده.
#اترا لا درکه ده
راځئ د دې ظلم په وړاندې ودریږو.
#روشن
#اتصالات


پوسټ چي هر افعان ورور ويني نو زرور دي شير کړي شايد نوي حکومت په دي اړه اقدامات وکړي

د هفتي يا راتلونکي هفتي په جريان کي د افغانستان دري رنگه ملي بيرغ پورته کيږئ.
25/01/2022

د هفتي يا راتلونکي هفتي په جريان کي د افغانستان دري رنگه ملي بيرغ پورته کيږئ.

نو عمران خان به خود بشري قوه رااستويملا صیب ږیره دي جارسم نور ټول صحي دي صرف دومره ووایه لیسانس دي چیري کړي دي؟نړیوالي ا...
20/01/2022

نو عمران خان به خود بشري قوه رااستوي

ملا صیب ږیره دي جارسم نور ټول صحي دي صرف دومره ووایه لیسانس دي چیري کړي دي؟
نړیوالي اړیکي پیږني؟
په اسلامي لحاظ په نړیوالو اړیکو کي څونده معلومات لري؟
ستا له برکته نن له صنفه ټول محصلین مایوسه او په مات زړه ووتل الله تعالي ته به کوم جواب ووایي؟

لاهور کې چاودنه وشوهد پاکستان د پنجاب صوبې په مرکزي ښار لاهور کې چاودنه وشوه، د پاکستان ځايي ميډيا وايي، په چاودنه کې مر...
20/01/2022

لاهور کې چاودنه وشوه
د پاکستان د پنجاب صوبې په مرکزي ښار لاهور کې چاودنه وشوه، د پاکستان ځايي ميډيا وايي، په چاودنه کې مرګ ژوبله اوښتې. خو چارواکو په رسمي ډول د چاودنې د نوعيت او مرګ ژوبلو په اړه څه نه دي ويلي.

کابل ته د پاکستان د ملي امنیت د مشاور معید یوسف سفر د نامعلوم دلیل له امله وځنډول سو.
18/01/2022

کابل ته د پاکستان د ملي امنیت د مشاور معید یوسف سفر د نامعلوم دلیل له امله وځنډول سو.

‏پاکستان  بیا پر کونړ ۲۱ راکټي بریدونه کړي.د کونړ اوسېدونکي وايي، پاکستاني ځواکونو پرون د دغه ولایت په بېلا بېلو سیمو ۲۱...
18/01/2022

‏پاکستان بیا پر کونړ ۲۱ راکټي بریدونه کړي.
د کونړ اوسېدونکي وايي، پاکستاني ځواکونو پرون د دغه ولایت په بېلا بېلو سیمو ۲۱ توغندیز بریدونه کړي.

‏په پام کې دي د پاکستان د ملي امنيت د سلاکار معيد يوسف نن د يوه لوړ پوړي پلاوي په مشرۍ کابل ته په سفر  راسي. معيد يوسف ب...
18/01/2022

‏په پام کې دي د پاکستان د ملي امنيت د سلاکار معيد يوسف نن د يوه لوړ پوړي پلاوي په مشرۍ کابل ته په سفر راسي.
معيد يوسف به په دې دوه ورځني سفر کې له چارواکو سره پر ډيورنډ کرښه د اغزن سيم د لګولو او يو لړ نورو موضوعاتو په اړه خبرې وکړي.
ویل کیږي چي د هغه له سفر سره هم مهاله یو شمېر افغانانو په کابل د هغه پر ضد مظاهره تنظیم کړې.
کاپی

21/09/2021

د افغانستان کنګل شوې 9.5 میلیارده دالر باید کنګل پاتي شي.

ځکه چې دا پېسې د دې ملت هغه پېسې دي چې د بچت په توګه په نړیوالو بانکونو کې د افغان وطن د نور ثروت تر څنګ ذخیره دي او د همدې پېسو موجودیت دی چې د افغانۍ (پولې واحد) قیمت یې لوړ او برقرار ساتلی.

دا اوس چې د پاکستان د بهرنیو چارو وزېر قریشي زموږ د دې پېسو د خلاصون غوښتنه کوي نو شا ته یې ما ته ډېر بد پلان ښکاري. دا چې ا.ا په ټول سیستم پوره واکمن ندی او یا په بل عبارت د نړیوالو لخوا په رسمیت ندې پیژندل شوی نو ځکه دوي غواړي په اوس وخت کې د دې پېسو په راخلاصیدو سره؛

۱- د دې پیسو حیف او مېل ته لاره خلاصه کړي
۲- دا پېسې د اموالو د بدل په نامه د پاکستان بازارونه ته پمپ کړي تر څو خپل اقتصاد ته اوږه ورکړي.
۳- پاکستان کیدای شې له پلان خبر وي چې ا.ا د نړیوالو لخوا زر په رسمیت نه پیژندل کیږي نو دا پېسې باید راخلاصې شي تر څو زر تر زره ختمې شي او افغانستان د دوي لاس ته احتیاج شي

په پورته دریو واړو حالاتو کې د کنګل شویو پیسو خلاصون د افغانۍ ارزښت راغورځوي، د اجناسو قیمتونه لوړیږي، خلک له اقتصاد بحران سره مخامخ کوي او بلاخره افغانستان د پاکستان غېږې ته ور اچوي.

نو په دې بنسټ ا.ا باید هیڅکله د دې پیسو د خلاصون غوښتنه وو نکړي ځکه همدا اوس ا.ا د عوایدو بلها سرچینې لري لکه؛

۱- ګمرکات: اوس د هیواد لس ګمرکات فعال دي او د جمهوریت په وخت کې له دې ګمرکاتو هره ورځ تخمیني 14 میلیون دالر تر لاسه کیدل او دا ګمرکات اوس هم فعال دي او ا.ا د فساد د له منځه وړلو ادعا کوي نو مطمین یم چې د ګمرکاتو عاید به اوس د پخوا په پرتله ډېر شوی یی.

۲- د مخابراتي شبکو عاید: همدا اوس هره ورځ له میلیونو وګړو څخه هره ورځ د کریدت کارت ۱۰% اخیستل کیږي او د ا.ا خزانې ته ځي کوم چې د ورځې په حساب تر میلیون دالر رسیږي.

۳- ترانسپورتي او د لویو لارو عواید

۴- د خصوصي شرکتونو مالیه

۵- د ښارواليو عواید

۶- د پاسپورت او تذکرو عواید

۷- له معاشاتو څخه اخیستونکې مالیه

او نور ډول ډول مالیات د ا.ا لاس ته ورځي او په مقابل کې تر ټولو مصرف لرونکي وزارتونه لکه دفاع وزارت، کورنیو چارو وزارت او امنیت ملي اوس د پخوا په پرتله بیخي صفر ته نږدې مصارف لري.

ا.ا په ډېره اسانه کولای شي له پورته عوایدو څخه ټول مصارف پوره کړي او د افغاني قیمت او همدارنګه د خلکو اقتصادي وضعیت کنترول وساتي او په هیڅ صورت د کنګل شویو پیسو ته غږ پورته نکړي.

کله چې کنګل شوې پېسې غوښتل کیږي نو مانا یې دا چې وطن په ټپه ولاړ دی او هیڅ عاید نلري نو ذخیره شوې پېسې غواړې چې وکاروي کوم چې په خپل ذات کې یو ناورین ته ننوتل دي. 9.5 میلیارده ډالر زموږ د هیواد ایله دوه کاله په اوس کې کیدای شي او یا له دې هم کمه موده لپاره او بس.c

Address

Jubail
35815

Website

Alerts

Be the first to know and let us send you an email when ښایسته او په زړه پوری معلومات posts news and promotions. Your email address will not be used for any other purpose, and you can unsubscribe at any time.

Contact The Business

Send a message to ښایسته او په زړه پوری معلومات:

Shortcuts

Share